کور / راپور / د ټاکنو خپلواک کمېسون: پارلماني انتخابات د ولسمشريزو ټاکنو سره په يوه ورځ ترسره کېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسون: پارلماني انتخابات د ولسمشريزو ټاکنو سره په يوه ورځ ترسره کېږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي چي راتلونکي ولسمشريزي او پارلماني ټاکني به د ۱۳۹۸ کال د حمل په مياشت کي کېږي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسون وياند حفيظ الله هاشمي وايي، د دې کمېسیون د سې شنبې د ورځې په غونډه کي د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو نېټه نهايي سوه او پرېکړه وسوه چي د راتلونکې هجري لمریز کال د وري یا حمل میاشتې په ۳۱مه نېټه به د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات یوځای ترسره سي.

د اوسنیو ولایتي شوراګانو د کار دوره د روان هجري لمریز کال په عقرب میاشت کې پوره کېږي او باید ټاکني يې  د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکي سوي وای.

خو د ټاکنو د کمېسون وياند وايي، تخنيکي او مالي امکاناتو ته په کتو پرېکړه وسوه چي پارلماني انتخابات به د ولسمشريزو ټاکنو سره يوځای د راروان کال په حمل مياشت کي ترسره سي.