کور / سياسي / په پاکستان کښی دعمران خان دراتلونکی حکومت څخه دافغانانو طمعی اوهیلی

په پاکستان کښی دعمران خان دراتلونکی حکومت څخه دافغانانو طمعی اوهیلی

ليکنه: سخي جان سالارزی

داڅلور لسیزی کیږی چی افغانان په هیواد کښی د جګړی له امله کړیږی . په میلیونو شهیدان شوی ، ټپیان شوی او يا دهیواد پریښودو ته اړ شوی او په پردیو هیوادوکښی دشاقه  کارونو دترسره کولو ترڅنګ دتوهین او تحقیر ژوند تیروی.

هغه څوک چی په امریکا ، اروپا او نورو غربی هیوادونوکښی اوسیږی په اقتصادی لحاظ به یی ستونزی یو څه کمی وی خو په کلتوری ،مذهبی او بلاخره معنوی ژوند کی ترهر چا زیات زیانمن شویدی ، ځکه چی له ډیرو مهاجرو اولادونو خپله ژبه، کلتور اخلاق او حتی دین له لاسه ورکړیدی او ډیریی د روانی ستونزو سره لاس په گریوان دی.

په عربی هیوادونو کی د مهاجرو ستونزو بیا بیلی دی که له یوی خوا کار او روزگار پکی په اسانه پیداکیږی، مذهبی اموروته یی کوم خطر نه دی متوجه خو له بلی خوا ډیری کفیلان  دمهاجرو سره دبرده او غلام په څیر برخورد کوی چی دا تر ټولو بد حالات دی.

په گاونډی هیوادونو کی هم د مهاجرو ستونزی بی شمیره دی.  د ایران هیواد افغانانوته پدر سوخته خطاب کوی ، په ماشومانو جنسی تیری کوی او دفامیل ځینی غړی په جبری دول دهیواد څخه راوباسی ډیر ځله داسی شوی چی مور او پلاریی په ایران کی پری ایښی خو اولادونه یی راشړلی دی او یا برعکس مور او پلاریی را شړلی او اولادونه یی هلته په ایران کی بی سر پرسته او بی سرنوشته سرګردان دی. دمهاجرو اولادو ته په ایران کی د تعلیم سهولت په هیڅ حساب دی.

 په پاکستان کی هم مهاجر د پاکستانی چارواکو د غلطو پالیسیو له لاسه کړیږی په مختلیفو بهانو زوریږی، د پاکستان څخه په زوره را شړل کیږی، که چیری کوم ناوړه حادثه وشی نو بیا خو د پولیسو هغه د چه خبره غوا لنګه شی او په مهاجرو د هیڅ نوع ظلم او تشدد کمی نه وی ، چی دی کار مهاجرو افغانانود ذهنیت د پاکستان حکومت په مقابل کښی منفی لوری ته سوقوی او د پاکستان د حکومت په مقابل کښی ئی کرکه او نفرت ورځ په ورځ زیاتیږی.

خو د تعلیم په برخه کښی پاکستان د افغان مهاجرو لپاره تر ډیرو هیوادو بهتر دی. مګر افغانان د پاکستان هیواد څخه دیو مسلمان ورور او ګاونډی هیواد په حیث ډیر طمعی لری او دا طمعی هغه وخت لا نوری هم زیاتی شوی چی د پاکستان د ۲۵ جولای ۲۰۱۸کال په انتخاباتو کښی عمران خان چی د ځینوله باوره افغان لااصله پاکستانی دی او نیکونه یی دغزنی د ولایت څخه پاکستان تللی دی او د پاکستان په پارلمان کښی اکثریت چوکی تر لاسه کړی دی او په خپله لمړی بیانیه کښی یی په افغانستان د سولی د تآمین او د افغانستان سره د تعلق د ښه کولو ژمنه وکړه اوحتی دافغانستان سره یی د سرحد د ازادولو او د اروپایی هیوادونو په څیر دا ازاد تګ را تګ یادونه وکړه چی د نومړی دغه خبری دا افغنانو دمثبت خو محتاط عکس العمل سره مخ شوی . ځکه چی پاکستانی چارواکو ډیر ځلی وعدی کړی خو په خپلو وعدو یی وفا نه ده کړی. افغانان دا واری د ښا غلی عمران خان څخه د خپلو وعدو د پوره کولو لپاره عملی کار غواړی.

د عمران خان د لمړنیو څرګندونو په عکس العمل کښی و لسمشر اشرف غنی چی په افغانستان کښی د سولی د تأمین او دافغانستان ترقی او پر مختک سره د غازی امان الله خان او شهید سرداد داود خان په څیر لیونی مینه لری، ښاغلی عمران خان ته تلیفون وکړ او ښایی چی لمړی کس به وی چی نومړی ته یی د بریا مبارکی وویله.

اشرف غنی مخکی هم کله چی په لومړی ځل د افغانستان و لسمشرشو د ټولو د یپلوماتیکی اصولو او دودونو په خلاف د پاکستان د فوځ نظامی مرکز ته ورغی او دا هغوی څخه یی په افغانستان کښی دسولی په تآمین کښی مرسته و غوښته خو د څلورو کالو په تیرویدو ئی هیڅ اغیزه تر سترګو نه شوه اوس چی عمران خان قدرت ته د رسیدو په حال کښی دی او ویل کیږی چی د پاکستان د فوځ د پوره ملا تړ څخه برخمن دی، هغه ته پکار دی چی خپلی لمړی ژمنی عملی کړی او دا افغانستان سره د اسلامی او افغانی ورورولی په رڼا کښی لاندینی کړنی  ترسره کړی:

1- لکه څرنګه چی خپله ئی څرګنده کړیده د افغانستان سره سرحد باید له مخکی په شان دازاد تګ را تګ لپاره خلاص کړی.

2- په ترانزیتی تجارت کښی باید محدودیتونه سمدستی رفع کړی ترڅو دواړه خواوی د ازاد تجارت د څخه برخمن شی.باید څرګنده شی چی ازاد تجارت ډیر د پاکستان په ګته دی ځکه افغانستان خو اوس یو مصرفی هیواد دی او پاکستانی توکو لپاره ښه بازار کیدای شی.

3- په افغانستان کښی د سولی په پا یله کښی دزړه د اخلاص مرسته وکړی.

پاکستان باید د ځان لپاره لوړی موښی و ټاکی او رقابت یی باید د پر مخ تللوهیوادونو لکه امریکه ، چین او په ځانګړی ډول د هند سره چی ددوی رقیب هیواد دی وکړی ترڅو د پاکستان د ترقی او سو کالی سبب شی. او د افغانستان سره چی یو کوچنی هیواد دی د رقابت څخه ډه ډه وکړی.

4- د افغانانو سره د دشمني لار نیول په هیڅ صورت د پاکستان په ګټه نه دی ځکه تاریخ شاهد دی چی افغانان هیچا په جنګ او زور نه دی تابع کړی هغه دچا خبره افغانان په زوراو جبر جنت ته هم در سره نه ځی، خو په خپله خوښه دوزخ ته هم تیاردی چی در سره ولاړ شی.

که چیری عمران خان پورتنی سپارښتنی عملی کړی نو لری نه ده چی نوموړی به لکه څنګه چی ئی کرکټ کښی د پاکستان نوم و ځلاوه په سیاست کښی به یی هم و ځلو ی او نوم به ئی د نړیوالو شخصیتونو په نوملړکښی په زرین خط ولیکل شی.