کور / راپور / په دې وروستيو کي د ملکي وګړو مرګژوبله په پراخه کچه ډېره شوې ده

په دې وروستيو کي د ملکي وګړو مرګژوبله په پراخه کچه ډېره شوې ده

د تېرو څو کلونو په انډول په لومړي ځل تېره جولای میاشت، په افغانستان کې سیک وګړو ته هم مرګ ژوبله زیاته وه.

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي چې په تېره میاشت کې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د مختلفو پېښو په پایله کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله لومړی د ځانمرګو بریدونو دوهم  د هوایی بمباریو له کبله ثبت شوې ده، ددغه پېښو په بهیر کې تر ټولو زیات تلفات په ختیځ ننګرهار ولایت کې ځانمرګو برید ګرو اړولي ده چې یوه برخه يې افغان سیکان دي؛ خو ړندو بمباریو هم یو ځل بیا د پکتیا ، ننګرهار او کندز  ځیني کورنۍ د غم پر ټغر کېنولې، د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ ((CPAG د شمېرو له مخې، په تېره جولای میاشت کې د وژل شو کسانو په شمېر کې تر جون د پام وړ ډېروالی را غلی، خو د ټپیانو شمېر بیا تر جون په جولای کې کم شوی دی.

له دغه ګروپ سره  ثبت شوې شمېرې ښه يي چې په تېره میاشت کې(۵۴۲) کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې (۲۳۲) شهیدان شوي او (۳۱۳) نور ټپیان دي.

زموږ معلومات ښه يي چې د تېرې جولای په لومړۍ، لیسمه، یولسمه، نهویشتمه ، دیرشمه او یودیرشمه نېټه جلال اباد ښار کې یواځې ځانمرګو بریدونو څه باندې ۷۰ کسان شهیدان او له  ۵۰ زیات يې ټپیان کړل.

همدارنګه کابل کې هم د ځانمرګو بریدونو له کبله ۲۱ کسان شهیدان او تر ۸۰ زیات ټپیان شول.

بل پلو د پکتیا په زرمت، د کندوز په چهاردره او د ننګرهار په خوږیاڼیو ولسوالیو کې د ړندو بمباریو له کبله د لومړنیو معلوماتو پر اساس تر ۴۰ زیات ملکي کسان شهیدان شوي.

له جولای یوه میاشت وړاندې په جون کې بیا دغه شمېر ۵۱۳ ثبت شوی وه چې (۱۵۸) شهیدان او پاته نور ټپیان وو.