کور / راپور / امريکا د ترکيې د کورنيو چارو او عدليې پر وزيرانو مالي بندزونه لګولي دي

امريکا د ترکيې د کورنيو چارو او عدليې پر وزيرانو مالي بندزونه لګولي دي

امريکا وروسته ترهغه د ترکيې پر دوو لوړپوړو چارواکو مالي بنديزونه ولګول چي ترکيې د يو امريکايي مذهبي شخص د خوشي کولو څخه انکار وکړ.

دا امريکايي مذهبي کس اندريو برونس نومېږي او د ۲۱ مياشتو راهيستي په ترکيه کي بندي دي.

پر نوموړي تور دی چي په ترکيه کي يې دترهګريزو  فعاليتونو نيت درلود. خو امریکا وايي چي اندريو بې ګناه دی او بايد خوشي سي.

د اندريو د خوشي کېدو پر سر امريکايي او ترکي مشران ږغېدلي دي  خو ترکيه يې له خوشي کولو انکار کوي.

د همدې موضوع پر سر امريکا د ترکيې د کورنيو چارو او د عدليې پر وزيرانو مالي بنديزونه ولګول.

په همدې اساس په امريکا کي د ترکيې د کورنيو چارو د وزير سليمان سويلو او د عدليې د وزير عبدالحامد ګل مالي حسابونه کنګل سوي دي او امريکايي وګړي نه سي کولای چي د نوموړو سره د پيسو تبادله يا نوره سوداګريزه راکړه ورکړه وکړي.

د امریکايي چارواکو په خبره دغه دوه تنه چارواکي د امريکايي مذهبي کس په نيولو او بندي کولو کي مهم رول لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي دي، دا بنديزونه غوره او مناسب کار دی.