کور / خبرتیا او پيغامونه / په هالنډ کي په لومړي ځل د پښتون ژغورني غورځنګ ټاکني وشوې

په هالنډ کي په لومړي ځل د پښتون ژغورني غورځنګ ټاکني وشوې


د پښتون ژغورني غورځنګ د هالنډ د عبوري څانګي ټاکني د ۲۰۱۸ د جولای پر ۲۹نېټه د اوتريخت په ښار کي د ماسپښین له دولس بجو تر څلورو بجو پورې د انتخاباتو کميسیون د غړو ميرمن زيبا وزيري او عبدالله احسان تر پاملرني او څارني لاندي د پټو او ښکاره رايو په ورکولو سره په ازاده فضا کې په ښه شان ترسره شوې.

په یاده غونډه کې هالنډ ميشتو پښتنو /افغانانو ځوانانو، ميرمنو او درنو مشرانو ګدون کړی و.
د غونډې په پيل کې عبدالله احسان او ميرمن زيبا وزيري د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د راټوليدلو موخې او د ټاکنو پروسه تشريح او نور اړين معلومات ورکړل. له دې وروسته درنو مشرانو هر يو اقبال وزيري،ښاغلي سرفراز مومند ښاغلي محمد کوچي، او ښاغلي هدايت الله وطنيار خپل نظريات او وېناوې د غونډې برخوالو ته واورول.
لدې وروسته عبدالله احسان او زیبا وزيري د ټاکنو بهیر پیل کړو.
په پیل کې د مشرتوب لپاره درې تنو کانديدانو هر یوه طارق عالم ، خان عارف او نذير احمد نذير ګډونوالو ته پر خپلې پيژندګلوۍ سربيره خپل راتلونکي پلانونه تشريح او وړاندې کړل چې لدې وروسته د ټاکنو پروسه پيل شوه. او هرچا د خپلې خوښې نوماند ته پټه رايه وکاروله.
په پایله کې خان عارف د 6 رايو ګټونکی ، نذیر احمد نذیر د 12 او طارق عالم دبریالي نوماند په توګه 18 رایې خپلې کړې او بیا وروسته نذیر احمد نذیر د ښکاره رایو په اکثریت سره د طارق عالم د مرستیال په توګه وټاکل شو.
د لمانځه او ډوډۍ له دمې وروسته خیبر ګاونډی، بریالی وزیری او خپلواک وطنیار هم دغونډې د ګډونوالو په وړاندیز دمالي چارو لپاره د کانديدانو په توګه رامخته شول او د ښکاره رایو له لارې بریالي وزيري 6 رایې ، خپلواک وطنیار 9 رایې او خیبر ګاونډي 16 رایې واخيستې چې خیبر ګاونډی د مالي چارو دمسول په توګه وټاکل شو.
خپلواک وطنیار او بریالی وزیري د ګډونوالو په مشوره د مالي چارو مرستیالان وټاکل شول.
همدا شان د اړيکو څانګې لپاره هم 4 تنه نوماندان دټاکنو بهیر ته ولاړ ول. ډاکټر عمران نور د 18 رایو په لرلو سره د اړیکو مسول وټاکل شو په دې ټاکنه کښي اجمل ننګ 4، انور لمر 1 او عمران سيندباد 4 رایې ترلاسه کړي وې.
لکه څنګه چې داجمل ننګ او عمران سنباد رایې سره برابرې وي نو د اړیکو د مرستیالۍ لپاره ددوئ تر منځ یو ځل بیا دښکاره رایو ټاکنې وشوې او اجمل ننګ د مرستیال په توګه وټاکل شو . داړیکو. دڅانګې دضرورت له مخې ګډونوالو انور لمر او عمران سنباد هم د اړیکو دڅانګې مرستیالان وټاکل .

او همدا راز مشورتي جرګې لپاره د غونډې د ګډونوالو په خوښه او وړانديز دغه يوولس کسيزه ډله وپيژندل شوه:
۱ زيبا وزيري
۲ شمله وطنيار
۳ حميده ساپۍ
۴ نازو بارګامۍ
۵ خان عارف
۶ خوشال ساحل
۷ اتل لالپوروال
۸ زرعلي خان اپريدی
۹ سيدعمر پاچا
۱۰ محمد کوچی
۱۱ کمال مسافر

دغونډې د نورو ګډونوالو. نومونه په دې ډول دي:
اقبال وزیری
هدایت الله وطنیار
سرفراز مومند
راضیه سلطانه وطنیار
زیبا وزيري
شمله وطنیار
عبدالله احسان
انور لمر
طارق عالم
نذیر احمد نذیر
عزت الله وزیری
عرفان نور
عثمان مېنه ناک
سلیمان انتظار
خپلواک وطنیار
بریالی وزيري
خیبر ګاونډی
اباسین ګاونډی
عبدلولي ویال
جاوید کمال
اجمل ننګ
محمد کمال مسافر
محمد کوچی
عارف خان مومند
ننګیالی وزيري
جاوید مومند
توریالی ساحل
بریالی ساحل
خوشحال ساحل
اتل لالپوروال
بسم الله میرخیل
بشير احمد شېرزوی
قدرت الله نيازي
زلمی اختر
احمد بلال
صالح جان هاشمي د ptm سره د ځانګړي ميني پخاطر ټولو غونډي د ټولو ګډونوالو خوراک څښاک چمتو کړی وو.

اسدالله اريوب، عمرخېبر،عزت الله سعيد او ډاکټر صبورعابد د پښتون ژغورني غورځنګ سره د همکارۍ پر بنسټ د غونډي بينر جوړولو او د تالار کرايې پرې کولو ته اوږه ورکړه.

په درنښت خپلواک وطنیار