کور / سياسي / پنځه لاملونه چي تاسو بايد منظور پښتين وپيژنئ

پنځه لاملونه چي تاسو بايد منظور پښتين وپيژنئ

پنځه لاملونه چې تاسو بايد منظور پشتين وپېژنی: دهالنډ د(خلکو ورځپاڼه) ژباړه
منظور احمد پشتين (۲۶) يو پاکستانی کارکونکی دی. دی د تري تم شويو او د ناقانونه زندی کولو په وړاندې بريالی کمپاين پرمخ بيايي.
۱-دی د پښتون د شان تصوير دی
دا جذاب پشتين د سوويلي وزيريستان د يوه بې وزلې کليوال تعليم کړي سړي زوی دی. دی د پښتون د شان نوی تصوير دی. پښتون يو توکميز لږه کی دی چې کالونه د پاکستان د حکومتي پوځ او طالبانو (پښتانه په کې زيات دي) تر منځ د جګړې په سختو شرايطو کې پروت دی. ده په ۲۰۱۴ کال کې چې د ويترنرۍ محصل و، د ماينونو ضد يو کمپاين پرمخ بيوه. هغه د دې کال په پيل کې کله چې په کراچي کې يو ځل بيا يو بې ګناه پښتون ځوان د پوليسو له خوا ونيول شو او ووژل شو، د واکمنو په وړاندې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر جوړېدو پورې يو پراخ کمپاين پرمخ بوت.. دوی د واکمنو په وړاندې د مارشونو او ناستو اعتراضونه وکړل، چې په هر پښتون کې يې يو تروريست ليده.
۲-هغه يو سوله يز کمپاين پرمخ بيايي
پشتين چې د يوې ويړلې قبيلې د جنګيالانو نه راوتلی دی په دې ټينګار کوي چې هغه د پاکستان د قانون په چوکاټ کې فعاليت کوي او په بشپړه توګه يو سوله يز کمپاين پرمخ بيايي.دا کمپاين کله چې پوځ د اسلامي سخت دريځو سره په قبايلي سيمو کې چې د فيدرال واکمنو له خوا اداره کيږي، جګړه کوي، هلته د پوځ له خوا د واک نه د ناوړه ګټه اخېستنې او د بشر په حقوقو د تېريو په وړاندې متوجه دی. دوی د زرګونو د تري تم شويو او د ناقانونه زندي کولو په اړه روڼتيا، د ټولو بنديانو خوشي کولاو د يوه سوله يز پخلاينې کميسيون د جوړولو غوښتنه کوي. هغه وايي سياسي ارزوګانې نه لري او په راتلونکو ټاکنو کې چې د جولايي د مياشتې په پای کې کيږي ځان نه کانديدوي.
3- هغه د ځواکمن پوځ سره ډغرې وهي
په پاکستان کې هېڅ څوک په خپله خوښه زړه نه کوي چې په ښکاره په پوځ باندې، چې په دولت کې دولت دی، نېوکې وکړي. خو پشتين يې کوي. دی وايي چې د پوځ دهشت او د مرګ د تهديدونو نه نه وېريږي. دا تهديدونه په ټولنيزه ميډيا کې په پوره ډول هم شته. پوځيان دی په دې خاطر ملامتوي چې يو خو دی په پرله پسې ډول د بشر په حقونو ټينګار کوي او بل په ده د بهرنيو استخباراتو د اېجنټ ټاپه لګوي. کله چې په لاهور کې ده ته ۸۰۰۰ پلويان په پښو ولاړ وو، واکمنو د مظاهري ډګر د وياڼۍ ناولې اوبو نه ډک کړی و.
۴-د ده ټوپۍ يو سيمبول شوه
پشتين هر وخت سره توره ګنډل شوې پښتني ټوپۍ ، چې د ده د قبيلې يوه ملګري نه د ډالۍ په توګه ترلاسه کړې ، په سروي. دا ټوپۍ د چي ګوارا د خولۍ په شان يو سيمبول شوه. د ده ځوان پلويان په عام ډول په ښارونو کې دا ټوپۍ په سروي. په مينګوره او د سوات په دره کې واکمنو هټيوال اړ کړل چې په بازار کې دا ټوپۍ د خرڅلاو نه راټوله کړي. خو سره له دې د PTM مظاهرې ته په سوات کې لس زره کسان راغلي وو. په پېښور کې د PTM په مظاهره کې شپېتو زرو تنو ګډون کړی وو.
۵-هغه کولی شي د اپوزيسيون ګروپونه راغونډ کړي
که څه هم پشتين په اول کې د خپلې قبيلې مسعودو او بيا د ټولو پښتنو لپاره راپورته شو. د ده غورځنګ دا ظرفيت پيدا کړو چې د ټول پاکستان ناراضي ګروپونه راټول کړي. دا د نورو ځپل شويو قبيلو لکه د پښتونخوا او پاڅېدلي بلوچستان په اړه هم صدق کوي. د لوړو رده کړو ځوانان په ښارونو کې د سياسي انرشۍ، د ميډيا د سانسور او د پوځ د ځواکمن دريځ نه ستړي دي. دوی په جادو کې په ترانو کې دا وايي: د ترهګرو تر شا پوځي يونيفورم دی. دا څنګه ازادي ده؟
دا ليکنه د هالنډ د «خلکو ورځپاڼه» د ۲۰۱۸ کال د می په ۱۱مه خپره کړې ده.
ژباړونکی محمد اقبال وزيري ۲۰۱۸ کال د جولايي ۱۶مه، هالنډ، دوردرېخت