کور / سياسي / ‎سیاسي حرکتونه ! 

‎سیاسي حرکتونه ! 

ليکنه: مينه منګل
‎سیاسي جریانات باید د ملي ګټو پرمبناولاړ وي!
‎په افغانستان کې هر سیاسي ګوند، ائتلاف او یا نور سیاسي حرکتونه باید په ملي ګټو ولاړ واوسي، او دا راز حرکتونه باید ټاکلي معیارونه او د ملي ګټو اهداف ولري، سیاسون باید د ولس د ارادو، او ارمانونو مطابق په افغانستان کې فعالیت وکړي.
‎په افغانستان کې مختلف سیاسي حرکتونه فعالیت لري ولې ټول معیاري ندي، ځکه شته ځيني سیاسون چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر د ولس له پاکې ارادې د ځان په ګټه استفاده کوي.
‎سیاسون دي او که بل هر څوک لومړی باید د هېواد ملي ګټو ته ژمن واوسي.
‎ملي ګټې باید ورته سره کرښه واوسي.
‎همدا ملي ګټې دي چې زموږ هویت او زموږ افغانیت ثابت کوي.
‎موږ په دې وروستیو کې وینو چې سیاسي ائتلافونه جوړېږي او په رآس کې کسان یې د نظام او دولت مخالفین دي دا د هر چا حق دی چې سیاسي ګوند جوړ کړي او سیاسي فعالیت ولري، ولې دوی هم باید د دولت په څېر د هېواد د آبادۍ،پرمختګ ، د قومونو یووالي د امنیتي ځواکونو ملاتړ او داسې نورې ملي برنامې باید ولري.
‎تر څو د ولس د پاره د باور وړ واوسي.
‎په پرمختللو ټولنو کې سیاسي احزاب ‌‌‌‌‌‌ډېری سیاسي ستونزې  د خبرو د لارې حل کوي،
‎بدبختانه. کله چې په افغانستان کې سیاسي احزاب جوړ شول، نو ‌‌‌‌‌‌ډېری یې لاړل ځانونه یې پر پاکستان ، ایران، او یو شمېر نورو هېوادونو وپلورل ، چې یادو هېوادونو د همدې سیاسونو پر مټ په افغانستان کې کورنۍ جګړې پيل کړې ، جهاد په نوم یې دومره افغانان شهیدان کړل چې کره شمېره یې لاهم ورکه ده، همدې بهرنیو کړیو زموږ د داخلي ځينو سیاسونو پرمټ د افغانستان د ټولو قومونو تر منځ داسې د نفاق اور بل کړ چې تر ننه یې ‌‌‌‌‌‌ډېر لرېوالی پيدا کړ.
‎بهرنیو استخباراتو د همدې سیاسونو پر مټ د افغانستان شتمنۍ لوټ کړلې ، او اقتصادي زېرمې یې له منځه یوړې، په کلتوري او سیاسي لحاظ زموږ هېواد ‌‌‌‌‌‌ډېرې سختې صدمې ولیدلې.
‎صرف دلیل یې دا وه چې د ځينو سیاسي ائتلافونو او سیاسي ګوندونو سیاست ملي نه وه ، که دوی سیاسي او ملي مبارزه کړې وای ، هماغه وخت څخه به موږ یو پياوړی نظام لرلی .
‎دا چې تر اوږدو کلونو د افغانانو ارمانونه د پوره کېدو په حال کې دي، ولسمشر غني د یوه بنیادي افغانستان د پاره کار کوي اړتیا ده چې ټول سیاسي ائتلافونه د حکومت ملاتړ وکړي، ځکه حالات نازک دي، نظام مو د پياوړېدو پر لور دی ، د افغانستان پرمختګ د افغانستان د خلکو دښمنان نشي زغملی ، نو له فرصتونو استفاده کوي، همدا اوس زموږ د امنیتي ځواکونو پر وړاندې څو وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې جګړه کوي، که چېرې ټول سیاسون ، د افغانستان ټول ولس سره یو لاس شي د حکومت ملاتړ وکړي نو نظام مو پياوړی کېږي.
‎که چېرې سیاسون د ائتلاف په نوم د افغانستان حکومت چلنج کوي، د نظام د ړنګېدو ګواښونه کوي دا حالات بغیر له دښمن څخه بل د هیچا په ګټه ندي.
‎اوس مهال د موجوده نظام څخه د ملاتړ، او د ملي ګټو د ساتنې څخه بل هیڅه هم مهم ندي.
‎سیاسون د د یوې سوله ییزې او ملي لارې ځانونه قدرت ته ورسوي، هیڅوک به یې مخه ونه نیسي، که د نظام د ړنګېدو او د ولس د ټوټه کېدو د لارې دوی غواړي قدرت ته ورسېږي نو د افغانستان ټول غیرتي ولس به یې په وړاندې درېږي.
‎ښه ده چې ټول د یوه آباد او سوکاله افغانستان د پاره کار وکړي.