کور / راپور / د ګردېز د خواجه حسن جومات قربانيان په ډله ايز قبر کي خاورو ته وسپارل سوه

د ګردېز د خواجه حسن جومات قربانيان په ډله ايز قبر کي خاورو ته وسپارل سوه

نن د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کي د پرون ورځي په بريد کي وژل سوي کسان په يو ډله ايز قبر کي خاورو ته وسپارل سول.

دا وژل سوي کسان د دريو ماشومانو په ګډون ۳۵ تنه وه چي پرون د ګردېز ښار د خواجه حسن د کلي په جومات کي پرې يو ځانمرګي بريدګر د جمعې د لمانځه د ادا کولو پر مهال ځان وچوه او شاوخوا ۹۴ تنه نور يې ژوبل کړه.

د پکتيا ولايت چارواکي وايي، بريدګر دوه تنه وه چي د ښځو د بورقو څخه په استفاده يې لومړی د جومات پر ساتونکو ډزي وکړې او وروسته جومات ته ننوتل چي يوه يې ځان ته چاودنه ورکړه او بل تن يې د ساتونکو په ډزو ووژل سو.

بريد پر داسي مهال وسو چي لمونځ کونکي د جومات څخه د وتلو په حال کي وه.

د پکتیا د عامې روغتیا رئیس داکټر ولایت خان احمدزي وايي، په ژوبلو کسانو کي د ۱۷ ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

تراوسه کومي وسلوالي ډلي د پيښي پړه پرغاړه نه ده اخيستې، طالبانو ويلي دي چي په پېښه کي دوی لاس نه لري.

خو د سيمه ايزو چارواکو په خبره، دا ډول کارونه د داعش وسلواله ډله ترسره کوي.

داعش وسلوال چي په ختيځ ولايت ننګرهار کي ډېر فعال دي کله کله پر افغان ملکي ادارو او په ځانګړې توګه پر اهل تشيع د بريدونو پړه پر غاړه اخلي.