کور / راپور / د کندوز چارواکي: د نا مسؤوله وسلوالو يوه ډله مو نيولې ده

د کندوز چارواکي: د نا مسؤوله وسلوالو يوه ډله مو نيولې ده

د کندوز چارواکي وايي، چي نن سهار مهال د خان آباد ولسوالۍ په قرمقول سیمه کي د امنیتي ځواکونو له لوري شپږ تنه نامسوله وسله وال له وسلو سره یوځای نیول سوي دي.

د کندوز ولايت له رسنيز دفتره په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي یادو کسانو چي د قوماندان غفار قرمقول ترمشرۍ لاندي له خلکو په زوره عشر،ذکات او باج ګیري کوله له ۳ میله کلاشینکوف، یک میل پیکا او یو نارنجک انداز سره نیول سوي چي له لومړنیو څیړنو ورسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي سي.

دا په کندوز کي د نامسؤوله وسلوالو او هغه کسانو د نيولو يوه لړۍ ده چي د غلا، اختطاف او ځورونو تور ورباندي لګېدلی دی.

له دې وړاندي پرون مازدیګر هم د یادې ولسوالۍ په چهارتوت سیمه کي نقیب الله فدای هم د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول سو. پر نقيب الله د نامسؤوله وسلوالو د لرلو، غلا، اختطاف او قتل تورونه دي.

له دې دري ورځې وړاندي هم په ياد ولايت کي نامسؤوله وسله وال قوماندان متین مشهور په متینک د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول سو .

چارواکي وايي، نيول سوي کسان به د لومړنيو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

افغان دولت وايي، دوی د ناقانونه وسلوالو نيولو ته ملا تړلې ده.

 شاوخوا يوه مياشت وړاندي د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ امنيه قومندان نظام الدين قيصاري هم د افغان کمانډو له لوري ونيول سو، پر هغه باندي د ځورونو، قتلونو او نورو جرمونو تورونه سته چي دا مهال د افغان ځواکونو په زندان کي دی.

خو نيول سوي کسان تل پر دوی تړل سوي تورونه ردوي او وايي، چي د افغان دولت په ملاتړ يې د وسلوالو سره جګړې کړي دي.