کور / #PTM / منظور پښتين: که د راو انور بېرته ونه نيول سو، پراخ لاريونونه به راپيل کړو

منظور پښتين: که د راو انور بېرته ونه نيول سو، پراخ لاريونونه به راپيل کړو

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، که د پوليسو افسر راو انور بېرته ونه نيول سي نو دوی به د کلکو احتجاجي پرېکړو پلان عملي کړي.

منظور پښتين وايي، د اګسټ تر ۱۲ نيټې چي د پښتون ژغورني غورځنګ غټه غونډه پکي دائريږي ترهغه مهاله که راو انور بېرته ونه نيول سو او پر خپله وظيفه پاتي سو نو په دې غونډه کي به د سختو احتجاجونو پرېکړه وکړي.

تمه ده د اګسټ پر ۱۲ په سوابۍ کي يوه ستره اولسي غونډه راوبلل سي او په دې غونډه کي به د هغه۶۰۰  پښتنو په ياد هم ويناوي وسي چي په ۱۹۴۸ کال کي د پاکستاني پوځ له خوا ووژل سوه.

منظور پښتين تېره شپه په يوه وينا کي چي پر فيسبوک خپره سوه وويل،  د دوی د غورځنګ فعال غړی حيات پرېغل د تولنيزو رسنيو د فعاليت په تور بندي دی، خو د ۴۴۴ بې ګناه انسانانو قاتل راو انور خوشي سوی او ازاد ګرځي.

ښاغلی پښتين وايي، له ۱۹۴۸ کال راهيسي د پښتنو ټولوژنه روانه ده، په ۱۹۴۸ کال کي پاکستاني پوځ  ۶۰۰ پښتانه ووژل او د وژنو دا لړۍ لا هم روانه ده.

منظور پښتين وايي، د نورو غوښتنو ترڅنګ به د پاکستاني حکومت څخه د خپلو سيمو د حقوقو غوښتنه هم کوي، ځکه د پاکستان حکومت د  پښتنو د سيمو څخه معدني وسائل باسي او دوی له خپلو معدني زېرمو څخه بې برخي دي.