د پکتيا په لجه منګل ولسوالۍ کي درنه جګړه سوې ده
Aziz Rahman Hazim
د پکتيا د لجه منګل ولسوالۍ څخه راپورونه وايي چي په دغه ولسوالۍ کي د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځ ته سوې چي دواړو لوريو ته تلفات اوښتي دي.
پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځ ته سوه چي طالبانو د افغان ځواکونو پر ګڼو پوستو حملې وکړې او د ولسوالۍ د مرکز نيولو هڅه يې کول.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت وايي چي د دولتي ځواکونو او طالبانو په نښته کي ۳۱ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده . دده په خبره د ځينو طالبانو مړي دجګړې په ګر کي پاته سوي دي.
دپکتيا ولايت څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي دي چي دغه نښته هغه مهال رامنځ ته سوه چي تېره شپه وسله والو طالبانو پر یو شمېر پوستو بریدونه ترسره کړل.
بل خوا د طالبانو لخوا رسنيو ته په لېږل سوې اعلاميه کي ويل سوي چي د پکتيا د لجه منګل ولسوالۍ مرکز طالبانو نيولی دی او د استخباراتو د مدير او امنيه قومندان په ګډون يې په لسګونو افغان سرتېري وژلي دي.
پکتيا ولايت چي د پاکستان سره پر پوله پروت ولايت دی ډېر وخت د جګړې او نښتو راپورونه ځني ورکول کېږي.
تېره جمعه د ياد ولايت په مرکز ګردېز کي د شعيه ګانو پر جامع جومات ځانمرګی بريد وسو چي تر ۳۰ زيات لمونځ کونکي يې ووژل او تر ۸۰ ډېر يې ژوبل کړه.
ددې پېښي مسؤوليت داعش ولسوالي ډلي پر غاړه واخيست.