کور / د ډيورنډ کرښه / پکتیا: د بابړې غمیزه؛ د افغان وژنې پیلامه!

پکتیا: د بابړې غمیزه؛ د افغان وژنې پیلامه!

نسیم سوداګر

لوی افغانستان تحریک له بریا فکري مرکزي سره په ګډه د پکتیا مرکز ګردیز کې د بابړې غمیزې او پکتیا کې د وروستۍ ډلوژنې په اړه د غمرازي غونډه وکړه.
غونډه کې چې قومي مشرانو، د ولایتي شورا او مدني ټولنو استازو، ځوانانو او یو شمېر ښځينه فعالانو ګډون کړی و، د بابړې غمیزه د افغان وژنې پيلامه وبلل شوه او د دې سلسلې د مخنیوي لپاره یې د لروبر افغان ملت په اتحاد ټینګار وکړ.
د غونډې پرانیستونکي وینا د بریا فکري مرکز مشر ساحل منګل وکړه او ګډونوالو ته یې ښه راغلاست وویل. نوموړي زیاته کړه، چې بابړه د پنجاني تقلبي ریاست له لورې د افغان وژنې پیل و، چې اویا کلونه وروسته هم متاسفانه دا لړۍ روانه ده.
هغه د لروبر یووالی، د پاکستان پر وړاندې واحد دریځ نیول او په یویشتمه پېړۍ کې پوهنې ته کمپاین د افغان خاورې له امو څخه تر اباسینه پورې د روانو ناخوالو حل وګڼل.
ورپسې د لوی افغانستان تحریک رئیس جمیل وقار د موضوع په تړاو مفصل معلومات وړاندې کړل. هغه د بابړې، په افغان خاوره نورو شهیدانو او د پکتیا وروستۍ پېښې قربانیانو ته د مغفرت دعا او د بېړنۍ روغتیا هیله وکړه.
ښاغلي وقار د پاکستاني ریاست د ایجادېدو په موخو او له افغان ملت سره د دې هېواد د ذاتي دښمني یادونه وکړه. هغه زیاته کړه، چې د بابړې پېښه د ۱۹۴۸ کال د اګسټ په دولسمه د چارصدې په بابړې میدان کې پنجابي پوځيانو د خدايي خدمتګارانو شاوخوا ۶۷۰ تنه شهیدان او تر ۲۰۰۰ زیات ټپيان کړل. د نوموړي په وینا پاکستان هغه مهال په خیبر پښتونخوا کې د پښتنو افغانانو حکومت او د خدايي خدمتګارانو فعالیتونه نشوای زغملی او دې فعالیتونو ته یې د لروبر د اتحاد ویره درلوده.
د ښاغلي وقار په خبره د بابړې له ډلوژنې باید دا زده کړو، چې پاکستان د دې خاورې ازلي دښمن، د لوی افغانستان په خاوره تېری کوونکی، د افغانانو د عدم تشدد سیاست دوام، د لروبر یووالی او د روانو ناخوالو پر وړاندې واحد سنګر نیول دي.
نوموړي افغانستان او پاکستان هم سره پرتله کړل، چې د پاکستان جوړښت په تقلب ايښودل شوی، واحد ملت نه لري، د نړۍ لوی قدرتونه تر معلوم وخت پورې استخباراتي موخې په کې لټوي، له افراطیت څخه زیات زیانمن دی، تاریخ نه لري، په پراخه کچه اقتصادي ستونزې لري او له نړۍ سره یې اړیکې مخ په ځوړ روانې دي.
جمیل وقار د لوی افغانستان داعیه په ټولو افغانانو پورې تړلې وبلله او زیاته کړه، چې د پاکستان له رامنځ ته کېدو سره هزاره، تاجک، ازبک، بلوچ او په دې لوی وطن کې بل هر کوچنی او ستر قوم هغومره زیانمن دي، څومره چې پښتون ته ګواښونه متوجه دي.
وقار د لوی افغانستان تحریک په فعالیتونو هم رڼا واچوله او د غونډې په ګډونوالو یې غږ وکړ، چې د لروبر د اتحاد او لوی افغانستان جوړېدو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.
د پکتیا د ولایتي شورا وکیل محمد رحمان قادري، د لوی افغانستان تحریک د مطبوعاتو مسوول نسیم سوداګر، د رڼا انستیتوت مشر ډاکټر نورالله، مدني فعال جمعه ګل افغانان، د پکتیا قومي مشر استاد احمد جان فیضي او د بریا فکري بنسټ غړي فیض الله فیاض هم د موضوع په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د غونډې په اخیر کې لوی افغانستان تحریک بریا فکري بنسټ ته د لوی افغانستان نقشه ډالۍ کړه او د غونډې له ټولو ګډونوالو څخه غوښتنه وشوه، چې د افغانستان د نیمګړي نقشې پر ځای دې د تاریخي افغانستان بشپړه نقشه وکاروي.
غونډه مازیګر مهال د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېده او د بابړې او د دې سلسلې ټولو شهیدانو او قربانیانو ته د دعا په پار لاسونه لپه شول.