کور / راپور / د بشري حقونو کمېسون: د داعش تسليم سوي کسان دي محاکمه سي

د بشري حقونو کمېسون: د داعش تسليم سوي کسان دي محاکمه سي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې داعش ډله په سترو بشري جنایتونو کې ښکیله ده او افغان پوځ ته تسلیم شوي د داعش ډلې کسان دې محاکمه شي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسون وايي، چي په جوزجان کي دي د داعش تسليم سوي جنګيالي محاکمه سي.

تېره اوونۍ په جوزجان کي د طالبانو او داعش وسلوالو ترمنځ خونړۍ جګړې ونښتې چي په ترڅ کي يې ددواړو لوريو  په لسګونه کسان ووژل سوه او ګڼ شمير  يې ژوبل سوه، ددې ترڅنګ د داعش ډېری جنګيالي افغان پوځ ته تسليم سوه او ګڼ شمېر يې طالبانو ونيول.

افغان دولت ته تسليم سوي داعشيان د جوزجان ولايت په ولايتي ميلمستون کي ساتل کېږي. خو لا تراوسه د هغوی برخليک مالوم نه دی.

د افغانستان د بشري حقونو  خپلواک کمیسیون وايي، چې داعش ډله په داسي جنګي جرمونو کي ښکیله ده چي د بخښلو وړ نه دي او دې ډلې د بشر ټول قوانین ترپښو لاندې کړي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسون وياند بلال صدیقي وايي: «دغه وسله واله ډله چي په افغانستان کي په جګړه کي بوخت ده، متاسفانه داسې د بشر ضد جنایات یې ترسره کړي دي چي ډیر خطرناک دي، د بیلګې په توګه په ښوونځيو او په عامه ځایونو یې بریدونه کړي، عام ولسي خلک ښځي او ماشومان یې وژلي، پرعامو ولسي خکو یې د بشر ضد هر ډول تیری کړی او مسئولیت یې هم منلی دی.»

صديقي وايي، د افغان حکومت له عدلې او قضايي ادارو څخه مو غوښتنه وکړه چي تسلیم سوي داعش ډلې کسان دې محاکمه کړي او پرهغوي دې قانون جاري کړي.

د هغه په خبره،  د داعش ډلي جنايتونه ټولو ته مالوم دی، موږ د عدلي او قضايي ارګانونو څخه غوښتنه کړې ده چي ددوی د کسانو سره دي قانوني چلند وکړي او پر هغوی دي حکم صادر کړي، ترڅو له دې ‌‌ډلي له لوري ځورول سوي قربانيانو ته ډاډ حاصل سي چي په افغانستان کي عدالت پلی کېږي.

بل خوا د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش وايي،  په جوزجان کي تسليم سوي داعش وسله وال ملکي ادارو ته سپارل سوي دي.  اوس د قضايي ادارو  مسئولیت دی چي د هغوی سره څه ډول چلند کوي.

رادمنش وايي: «موږ په دفاع وزارت کي نظامي محکمې لرو خو دا یواځي دملي اردو لپاره دي او دتسلیم سویو داعش وسله والو په اړه زموږ مسئولیت خلاص سوی دی،  هغوی مو ملکي ادارو ته وسپارل. دا چي اوس دقانون له مخي د هغوی سره څه ډول چلن باید ترسره سي، د ملکي محکمو او د قضايي ادارو دنده ده،  نه د پوځ.»

افغان دولت تېره اونۍ وويل ، چي نور په جوزجان کي داعش  ډله ختمه سوې ده او په دې ولايت کي نور فعاليت نه لري.

داعش وسلوال چي د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کي فعاليت لري په دې وروستيو کي يې د افغانستان شمال جوزجان ولايت ته هم خپل فعاليتونه غځولي وه، چي د طالبانو سره په جګړه کي يې زيات شمير وسلوال يا ووژل سول، يا طالبانو ونيول او يا هم افغان دولت ته تسليم سول.