کور / راپور / د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کي طالبانو او حکومتي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کي طالبانو او حکومتي سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده

د ارغستان ولسوالۍ د نارین ویالې په سیمه کي پنځلس وسله الو او پنځه امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار امنیه قومنداني مسؤلین وايي چي تېره شپه د ارغستان ولسوالي د نارین ویالې پر سرحدي پوسته باندي وسله والو برید کړي چی د امنیتي ځواکونو د سخت مقاومت سره مخ سوي دي.
مسؤلین وايي چي د نښتي پر مهال څلور سرحدي پولیسو خپل ژوند د لاسه وکړي او یو ټپي سوي دي.
ددوۍ په خبره کي برید په لنډه موده کي پای ته رسېدلي او پر مهال یې نهه وسله وال وژل سوي او شپږ نور یې ټپیان سوي دي.
د کندهار امنیه قومنداني مسؤلین وايي چي د برید په سیمه کي د وسله والو طالبانو څلور جسدونه اوس هم پاته دي او هم دوي ته زیات مهمات او وسلې لاسته ورغلي دي.
د کندهار ارغستان او معروف ولسوالي پر ډېورنډ کرښه  پرتې دي چي زیات وخت پکښي وسله وال پر امنیتي پوستو بریدونه کوي او د امنیتي ځواکونو سره په جګړه کي کښېوزي.