کور / د ډيورنډ کرښه / خوست: د بابړې غمیزه؛ د افغان وژنې پيلامه! 

خوست: د بابړې غمیزه؛ د افغان وژنې پيلامه! 

لوی افغانستان تحریک د ملي ثبات ټولنې د خوست ولایتي څانګې په همکاري د بابړې او د دې سلسلې په دوام په ټوله کې د افغان وژنې د غندنې په پار غونډه وکړه.
غونډه چې خوست کې د ملي ثبات ټولنې په ولایتي دفتر کې جوړه شوې وه، پیل یې نورالله ښاد د قرانکریم په تلاوت وکړ او ورپسې ملي سرود وغږول شو.
د پیل وینا لپاره د خوست پوهنتون استاد او په دې ولایت کې د ملي ثبات ټولنې مشر فیض محمد عاطف دریځ ته وبلل شو، نوموړي مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د لوی افغانستان له تحریک څخه مننه وکړه، چې په اړینو موضوعاتو غونډې کوي. نوموړي د بابړې غمیزې په اړه هم لنډې خبرې وکړې او دا یې د پنجاب له لورې د پښتون افغان د وژنې پيل وبلل.
د لوی افغانستان د چارو شنونکي او مبارز استاد عزیزالله ځلاند د خپلې وینا په پيل کې تاریخي اشتباهاتو، د استعماري قوتونو دسیسو، د تاریخ په بهیر کې د لوی افغانستان د مبارزې سلسلې، د بابړې، مغولګي، قصه خوانۍ، هوتيخیلو، ټکر او د پنجابي جابر ریاست د یو لړ نورو ظلمونو یادونه وکړه، چې په وینا یې افغانان یې باید عبرت په توګه په پام کې ونیسي.
په خوست کې د چنار راډیو مسوول محمد غفور مهیدي هم د بابړې ډلوژنې په اړه معلومات وړاندې کړل او په افغانانو یې غږ وکړ چې د بیرنیو دښمنانو پر وړاندې منسجم او لاس په کار شي.
تکړه شاعر او لیکوال فرید قربان د دا ډول غونډو جوړول له دې اړخه د ارزښت وړ فعالیت وبلل، چې د افغان وژنې په زیانونو خبرې کېږي، د دښمن پر وړاندې افکار منسجمېږي او عامه پوهاوی رامنځ ته کېږي؛ خو په خبره یې چې نور د ټوپک او تورې وخت پای ته رسېدلی، افغانان که له خپلو سیالانو سره رقابت کوي باید د تعلیم او پوهې له لارې دا میدان وګټي.
نسیم سوداګر هم په خپله لیکلي مقاله کې د افغانانو په یووالي ټینګار وکړ، د بابړې په څېر د پېښو نه تکرار یې د لروبر په اتحاد پورې مشروط وګڼل او له روانو ناخوالو د خلاصون فرصت یې پښتون تحفظ مومینټ یاد کړ.
نورالله ښاد هم د بابړې په اړه مقاله لیکلي وه، چې د عدم تشدد په مبارزې، د لروبر په یووالي، د پاکستان په تقلبي جوړښت او د بابړې په وحشت ور ټوله وه.
د غونډې وروستی ویناوال د لوی افغانستان تحریک رئیس جمیل وقار و. نوموړي د بابړې غمیزې په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د دې غونډو له جوړېدو یې موخه په ټوله کې د افغان وژنې غندنه او د لروبر پیوستون دی.
نوموړي د لوی افغانستان جوړېدو لپاره د افغان شموله مبارزې په اړتیا ټینګار وکړ او په خبره یې چې ترڅو په دې مبارزه کې له امو څخه تر اباسینه په دې لوی وطن کې مېشت ټول قومونه فعاله ونډه وانخلي، د لروبر غږ ښه انعکاس نشي موندلای.
ښاغلي وقار د عدم تشدد مبارزې ښېګړې بیان کړې او د تشدد له اړخه هېواد ته په متوجه ګواښونو یې بحث وغځول. د هغه په خبره د تشدد مبارزې په ترڅ کې افغان ملت میدان ګټلی، خو هیڅ کله ساتلی نه دی؛ د ده په وینا که ولس ته سیاسي شعور ورکړل شي، د پوهنې په ارزښت وپوهول شي او د نظام د اړتیا په اړه یې فکرونه ورغول شي، نتیجه به یې ډېره ګټوره وي.
جمیل وقار د لوی افغانستان تحریک په مشري د خوست له قومي مشرانو، ځوانانو او فعالینو څخه مننه وکړه، چې غونډه کې ګډون کړی او د لوی وطن غږ ته یې په ښه شکل انعکاس ورکړ.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د لوی افغانستان مشرتابه پلاوي د ملي ثبات ټولنې او خوست قومي مشرانو ته د لوی افغانستان نقشه ډالۍ او له ګډونوالو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د نیمګړې نقشې پر ځای دې د لوی افغانستان نقشه وکاروي.
د غونډې د سټېج چارې چې ښاغلي ساجد بهار پر مخ وړې، غرمه مهال د بابړې او په لروبر وطن کې د شهید شویو افغانانو روح ته په دعایې پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده، چې لوی افغانستان تحریک د نورو کلونو په څېر سږ کال هم د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د بابړې شهیدانو ویر غونډې کوي.