کور / تازه خبرونه / خوست : دماين چاودنې په پايله کې څلور ملکي وګړي وژل شوي

خوست : دماين چاودنې په پايله کې څلور ملکي وګړي وژل شوي

د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې نن د څلورم په ورځ د  ملکي وګړو په  موټر دماين چاودنې په پايله کې ديوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون څلور عام وګړي وژل شوي  .


د تڼيو ولسوال  حکيم ولي لراوبر  ته دتليفون په کرښه   وويل چې ياده  چاودنه د څلورم  په ورځ ماسپښن  د دوو بجو په شاوخوا کې د تره خېلويو په سيمه  کې رامنځته شوي .
هغه زياته کړه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله  چې دتڼيوولسوالۍ د کوچيانو  يوه سراچه ډوله موټر په ياده شوي سيمه کې د سړک د غاړې په ښخ شوي ماين وربرابر شو  .
د نوموړي په خبره  په دغه چاودنه کې ، يوه مېرمن دوه سړي او يو کوچنى ماشوم وژل شوي   اودرې تنه  نور پکې ټپيان شويدي او  په پيښه کې موټر هم په  بشپړه توګه ويجاړ شوى دى .
د يادونې وړ ده  چې وړاندې لدې هم په خوست کې د ملکي وګړو په  موټرو پسې ديته ورته ماين  چاودنې شوي  چې له امله يې زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده  .