کور / سياسي / سوله او ټاکنې دوهم مهم لومړیتوبونه

سوله او ټاکنې دوهم مهم لومړیتوبونه

ليکنه: م-س

د ملي یووالي حکومت له کله چې په کار پیل کړی، ور سره جوخت د سولې لپاره منظمې او هر اړخیزې هڅې شوي دي. د سولې خبرو ته د طالبانو حاضرولو لپاره له بیلابیلو میکانیزمونو او طریقو کار اخیستل شوی دی او دغه هڅې لا دوام لري. تازه د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د قطر هېواد ته تللی و چېرې چې د طالبانو سیاسي دفتر هلته فعال دی.

د قطر، اماراتو، عربستان او افغانستان پلاوو په دې خبرې وکړې چې طالبان څرنګه د سولې خبرو ته حاضر کړي. کابل د سیمې په کچه هم د سولې لپاره پراخې هڅې پیل کړي دي. دې لړ کې ازبکستان د طالبانو او افغان حکومت تر منځ خبرو د کوربه توب وړاندیز کړی دی.

ولسمشر غني کاپیسا کې یوې غونډې ته خبرو کې ویلي چې د افغان سولې په تړاو د سیمې هېوادونه اویا سلنه اجماع لري او د ده په ټکو له طالبانو سره روانه جګړه به د خبرو له لارې پای ته ورسوي. د سولې لپاره پوره هڅې شوي، د اسلامي هېوادونو نظر مثبت دی، سعودي عربستان او مالیزیا کې په دې تړاو د دیني عالمانو ناستې تر سره شوې او له طالبانو د جګړې د پای ته رسولو غوښتنې وشوې.

له بلې خوا رپوټونه خپاره شول چې امریکایي چارواکو په کابل، دوحه او قطر کې له طالب استازو سره کتلي دي. افغان حکومت وایي، دغه کتنې د دې لپاره شوي چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر شي. د افغان ځواکونو سرښندنو او وینو توییدنو خلکو ته خوندي چاپیریال جوړ کړی دی. د افغان سرتېرو قرباني له هیچا پټې نه دي، وسلوالې مخالفې ډلې حتی په لمانځه ولاړ افغان سرتیري په نښه کوي، په دې هکله ډېرې بیلګې شته په شاهین قول اردو کې د جمعې د لمانځه د ادا کېدو په مهال وسلوالو  د تېر کال په  لومړیو کې حمله وکړه او ګڼو سرتیرو او پوځي منسوبینو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

خو افغان سرتیري او ځواکونه چې د هېواد له لوېشت لوېشت خاورې څخه د خپلو سرونو او وینو په نذرانه کولو دفاع کوي، دې لار کې ښه ځلیدلي دي. ښه بیلګه یې جلال آباد ښار کې د درې سرتېرو سرښندنه وه. افغان سرتېرو ځانمرګی پرېنښود چې ځان خلکو ته ورسوي او په دې توګه یې د خپل ژوند په بایللو سره د لویې غمېزې مخه ونیوله. دا راز کابل کې د پوله ساتو ځواکونو قطعې ته څو کاله مخکې یوه ځانمرګي ننوتل غوښتل خو د پوله ساتو ځواکونو یو افسر هغه ته غېږ ورکړه او په خپلو وینو یې د لویو تلفاتو مخه ونیوله.

خلک په ټول ځواک سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي. افغانان باور لري چې د افغان ځواکونو سرښندنې او قرباني دي چې هېواد کې د پرمختګ ماشین په حرکت پیل کړی دی. له څلورو لسیزو راهیسې دې هېواد کې د ورانیو او جګړو خبرونه و او لا دي، خو دا افغان ځواکونه دي چې د هېواد ګوټ ګوټ کې د خپل درې رنګه بیرغ د رپانده ساتلو لپاره قرباني ورکوي.

ولسمشر غني وایي، د افغان ځواکونو قربانیو او سرښندونو دې ته لار هواره کړه چې نړیوال په افغانستان د باوري ملګري حساب وکړي. دا خبره ځکه یقیني ښکاري چې نړیوالو مشرانو په ځانګړې توګه ډونالد ټرمپ په ځلونو افغان ځواکونه میړني او زړور یاد کړي دي. د افغان ځواکونو د تجهیز او تمویل لپاره اوسني حکومت پام وړ هڅې کړي او دې لار کې لا هم کوښښونه کیږي. د جګړې بڼه اوس بدله شوې او هره ورځ د بدلون په حال کې ده خو افغان ځواکونو هم ښې وړتیاوې له ځانه ښودلي او دې لار کې ښه ثابت شوي دي. د دې ځواکونو د لا ښه مدیریت لپاره په کار ده مسلکي او په هېواد مین منسوبین د چارو رهبري ته  وګمارل شي.

په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې سمونونه اړین دي، په ملي دفاع وزارت کې هغه برخې په ګوته شوي چې فساد په کې کیږي او د دې پدېدې د مخنیوي لپاره کار هم شوی دی. په کورنیو چارو وزارت کې هم تازه سمونونه پیل شوي دي، ولسمشر د دې وزارت د ټولو تړونونو د ارزونې امرکړی دی، دا په خپله په امنیتي او دفاعي بنسټونو د خلکو باور زیاتوي. د ملي یووالي حکومت مشران اوس د سولې په خبرو ډېر تمرکز لري، ټاکنې هم دوهم مهم لومړیتوب دی چې دې کال کې یې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو او بل کال ته دولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې پلان شوي دي.

پای