کور / تازه خبرونه / چارواکي:د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې پیل شوي عمليات روان دي

چارواکي:د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې پیل شوي عمليات روان دي

دارزګان د چنارتو ولسوالۍ سيمه يي امنيتي چارواکي وايي له تيري ورځي راهیسي د کمانډو ځواکونو له لوری پیل شوي عمليات لاهم روان دي.

له دي سره د ۲۰۵ اتل قول اردو مسولين بیا وايي چې په چنارتو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ۳۸ وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اوښيتي.

د اروزګان د چنارتو ولسوالۍ سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي د افغان ګمانډو ځواکونو له ولري په ياد ولسوالۍ کې پیل شوي عمليات لاهم روان دي چې يو شمير سيمي يي د وسله والو له شتون څخه پاکې کړي دي.

د چنارتو ولسوالۍ امنيه قومندان اخترم محمد وايي ديادو  عملياتو په نتيجه کې يي  تر دامهال د وسله والو طالبانو ۲ وژل شوي جسدونه له دوی سره دي او د نور د مرګژوبلي په تړوا معلومات نلري.

هغه وايي په چنارتو کې د جګړي پر مهال  ۴۴ د اردو سرتېري وژل شوي، د اردو سرتيرو له جملي څخه لاهم د ۲۷ تنو جسدونه له دوی سره پراته دي.

د چنارتو امنيه قومندان د تجهیزاتو غوښتنه کوې او زياتوي چې لاهم په ياده ولسوالۍ افغان ځواکونو تجهزات نلري.

له دي سره د ۲۰۵ اتل قول اردو مسولين وايي چې د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ  او د زابل په  شنګۍ ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ۶۷  وسله والو ته مرګژوبله اوښتي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو وياند يحيي علوي وایي افغان ځواکونو د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ او مرکز ترينکوټ کې عمليات ترسره کړي چې پر مهال ۴۰ وسله وال وژل شوي او ۵ نورټپیان دي.

د نوموړي په خبره د زابل پر شنګۍ ولسوالۍ د وسله والو د يو ډليز بريد د پر شاتمبولو پر مهال هم ۷ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.

هغه وايي د عملياتو پر مهال يي د وسله والو طالبانو ګڼ شمير سپکي او درنې وسلي هم له منځه وړي دي.

وسله والو طالبانو په چناتو ولسوالۍ کې د خپلو جنګيالو د مرګژوبلي په تړاو څه نه دي ويلي خو ويلي چې دارزګان په دهراود کې کې يي ملګرو د بريد پر مهال ۱ امريکايي عسکر وژل او د زابل د شنګۍ د لوی کلي پر امنيتي پوسته بريد کړي چې پر مهال يي ۵ سرتيري وژلي او دوه نور ټپیان دي.

راپور: احسان الله ولس يار