کور / راپور / ارزګان:د وژل شوو سرتيرو کورنيو ته د هغوی د يوه کال معاش ورکول سو

ارزګان:د وژل شوو سرتيرو کورنيو ته د هغوی د يوه کال معاش ورکول سو

ارزګان کې د امنيه قومندانۍ له لوری د ۳۶ هغو پوليسو له کورنيو سره د هغوی د یوه کال اکراميه ورکول شوه چې په ورستيو جګړو کې وژل شوي دي.

هغه کورنيو چې ورته د نغدو پیسو مرستي ورکول شوي له دولت څخه د نور مرستو او په سيمو کې د عملياتو د پیل غوښتنه کوي.

د ارزګان د امنيه قومندانۍ اداري معاوين شفيق الله طاهري لومړي د وژل شوو پوليسو کورنيو ته تسليت ووايه اوزياته يي کړه يادي پیسي د وژل شوو پوليسو د يوه کال معاش دي.

طاهري وايي دولت د وژل شوو پولیسو په هغه قربانۍ وياړي چې د خلګو او خاوري د ساتنې په موخه يي کړي ده.

د امنيه قومندانۍ مسولين وايي، د وژل شوو سرتيرو کورنيوته به تر دي وروسته يوه نمره ځمکه او يو شمير نور امتيازات هم ورکول کيږي.

له دي سره د وژل شوو سرتيرو کورنۍ له دولت څخه غوښتنه کوي چې دوی هير نه کړي او نوري مرستي هم ورسره وکړي.

د وژل شوو سرتيرو کورنۍ وايي، سيمي يې نا امنې دي او له دولت څخه غوښتنه کوې چې کورونه دي د وسله والو له شتون څخه ورته پاکي کړي.

دغه کورنۍ وايي د دولت له لوری ورکول شوي نغدي پیسي به يي د کورنې لومړنۍ اړتياوي پوره کړي.

داپه داسي حال کې ده چې د تيرو څه کم دريو کلنو په موده کې په ارزګان کې د جګړو پر مهال ګڼ شمير سرتيري وژل شوي او کورنۍ يي بی سرپرسته پاته شوي دي.