کور / راپور / “د تسليم سويو داعشيانو سره به حساب کېږي”

“د تسليم سويو داعشيانو سره به حساب کېږي”

د امريکا پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل وايي، افغان حکومت ډاډ ورکړی چي په جوزجان کي د تسليم سويو داعش وسلوالو څخه به پوښتني ګروېږني کېږي.

د نوموړي په خبره، که څه هم په لومړيو کي د تسليم سويو داعش وسلوالو تود هرکلی وسو، خو اوس افغان دولت وايي چي ددوی سره به د جنګي بنديانو په څېر تحقيقات کېږي.

يوه اوونۍ وړاندي په جوزجان کي د طالبانو او داعش وسلوالو ترمنځ د سختو جګړو وروسته شاوخوا ۲۵۰ داعش وسلوال افغان دولت ته تسليم سوه، چي په شمال کي د داعش مشر قومندان حبيب الرحمن او د هغه مرستيال هم په تسليم سويو کسانو کي وه.

پر داعش وسلوالو د جنسي ځورونو، وژنو، غصب او نورو بېلابېلو جرمونو تورنه سته چي خلګ يې د سپيناوي غوښتنه کوي.

د جوزجان ددرزآب ولسوالۍ خلګ وايي چي ددوی سره داعشيانو ظالمانه چلند کړی دی او له حکومت څخه د انصاف او عدل غوښتنه کوي.

څو ورځي وړاندي داسي خبرونه خپاره سوه چي ګڼي افغان دولت تسليم سويو داعشيانو ته عمومي بښنه کوي، خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون او په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو ځينو  چارواکو وويل چي افغان دولت هغه چاته  بښنه نه سي کولای چي په جنګي جرمونو ککړ وي.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم دا راپورونه رد کړه چي افغان دولت به داعشيانو ته عمومي بښنه اعلان کړي.

داعش وسلوال د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کي ډېر فعال دي چي په دې وروستيو کي يې د هيواد شمالي ولايتونو ته هم لار پيدا کړې وه او د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کي يې د فعاليت مرکزونه جوړ کړي وه، خو د طالبانو سره د يوې مياشتي جګړې په دې ولايت کي داعشيان له منځه يووړل.

په دې جګړه کي چي د طالبانو او داعشيانو ترمنځ سوې وه د دواړو لوريوپه سلګونو وسلوال ووژل سوه، ځيني داعشيان افغان دولت ته تسليم سوه او پاتي نور يې طالبانو ونيول.

طالبانو په يوې اعلاميه کي وويل، چي نور په جوزجان ولايت کي داعش وسلوال نسته .

افغان دولت هم وايي چي په جوزجان ولايت کي د داعش ډله په بشپړه توګه ختمه سوې ده.