کور / سياسي / ‎زموږ په هیواد کی د ثبات او امنیت ځواکونه

‎زموږ په هیواد کی د ثبات او امنیت ځواکونه

Amin Bawary امين باوري

سریزه:

هره ټولنه د ځانګړو شرایطو سره متناسب د ثبات او امنیت ځواکونه لری . په ورستی یوه پیړی کی د افغانستان د ثبات او امنیت ځواکونه د سیاسی لیدلورو د بدلونو نو له امله اړین ټیکاو له لاسه ورکړیدی.همدا لامل دی چی یوشمیر هیوادوال هغه څرک نه سی موندلای چی په ډاډه زړه او بشپړ اطمنان د ثبات او امنیت د ځواکنو وپيژنی او د ملاتړ لاره پرانیزی. د ثبات او امنیت یو تر تولو مهم او محوری ځواک دولتی سیستم او مسلح ځواکونه دی ، چی له بده مرغه په تیره نیمه پبړی کی یی وده او پر مختیا د ډول ډول خنډونو سره مخامخ وه . ( مسلح ځواکونه سیاسی او تنظیمی سول، له مینځه ولاړل ، ملیشه ای سول او قرار دادی سول)

د افغانستان وسله وال پوځ لنډه تاریخچه :

دتاریخی اسنادو له مخی دافغانستان دوسله والو پوځونو دروزنی لپاره لومړنی تعلیمی اداره دامیر شیرعلی خان دپادشاهی په دوهمه دوره کښی دسرکاری مدرسی په نامه په کال ۱۲۴۸ ه ش په شهرارا کښی جوړه شوه.

د امیر شیر علی خان په وخت کښی دیوی منظمی پوځی قوا بنست ایښودل شوی چه سرتیری یی په نظامی یونیفورم ملبس او د عسکری دسپلین لرونکی وو چه دهندی او افغانی افسرانو لخوا روزل کیده. په همدی ډول دامیر شیرغلی خان ځای ناستی امیر عبدالرحمن خان چه پخپله د ریفورم اود مدرنیزی یو پلو ی اوجانبدار پاچا وه دخپلو ریفورمونو په سر کی ، لمړی پخپل اردو کی یو لړ اصلاحات راوړل.

په همدی ډول دامیر حبیب الله خان دواکمنی په زمانه کښی دپوځی کادرونو دروزلو لپاره دسرکاری مدرسی پر ځای په ۱۹۰۹ زیږدیز کال دحربی فنونومدرسه دحربی مدرسی په نامه چه دری اعدادی او دری حربی ټولگی یی درلودی ، جوړي شوې ..

په امانی دوره کښي د دولت دبنسټ دلا ټینگولو دپاره په بدلونونو کښی دپوځ لا انکشاف ته ډیر اهمیت ورکړل شو . د یولسو طیارو په پیریدلو هوایی قوا جوړه شوه ، غازی امان الله خان دپوځ دلا روزنی دپاره یو بل قدم هم وړاندی واخیست او د اردو دسرتیرو دپاره یی دسواد زدکړی کورسونه پرانستل حربی فابریکه یی پیاوړی او جنگی مهمات یی له المان ، انگلیس ، ایتالیا اوبلجیم څځه هم وارد کړل او دهوایی دفاع توپونه او زرهپوش گاډی یی هم په پوځ کښي شامل کړل.

د امیر امان الله خان ترواکمنی وروسته دکورنیو اغتشاشونو پر مهال دحربی مدرسی اصلی ودانی داور په لمبو وسوزیده خوپه ۱۳۰۹ ه ش کال دنادرخان دپادشاهی په دوره کښی بیرته ورغول شوه.

دمحمد ظاهرشاه دسلطنت دوره چه دامنیت په لحاظ یوه ارامه او سوکاله دوره وه دپوځ دروزنی لپار یو لړ اقدامات تر لاس لاندی ونیول شو په دی دوره کښی سره لدی چه پوځی ښْوونه او روژنه دهر عسکری جزوتام د ورځنی بلان یوه برخه وگرځیده اودهری قطعی په تعلیمی ډگرونو کښی پر مخ وړل کیده

دغه دوره اوپه ځانگړی توگه دسردار محمد داود دصدارت دوره داردو دبسنټیزو بدلونونو دوره شمیرل کیږی ُ محمد ظاهرشاه حربی مدرسه حربی پوهنځی ته لوړه او به ۱۳۱۲ کال دحربی ښونځی په نامه په رسمی ډول پرانستل شوه بیا وروسته ددی شوونځی تر څنگ په ۱۳۴۰ کال دپوځی لوړو زدکړو لپاره دحربی پوهنتون جوړ شو. د دافسرانو دمسلکی لوړتیا لپاره په کابل کښی د افسرانو دعالی کورس په نامه تعلیمی مرکز هم جوړ شو. دپوځی کادرونو دښونی او روزنی لپاره دتخنیک اکادمی اوهوایی پوهنخی هم جوړي شوی . سردار محمد داود خان دخپلی اردو په عصری کولو چه دگاونډیانو په پرتله کمزوری وه پیل وکړ او په لږه موده کښی یی دهغی شمیره تر اتیازرو کسانو چه دهمدی شمیری په اندازه یی داضافی قواو دجذب ظرفیت هم درلود ورسوله چه دگاونډیانو دپوځونو سره پرتله کیدای شوه.

د افغانستان وسله وال پوځ د خپلو ګاونډیو هیوادونو په پرتله قوی او محارب پوځ جوړ شو چي د ۱۳۵۲ ه ش کال د چنګاښ پر شپږویشتمه یې د سردارداود خان په مشری کودتاه وکړه ، شاهی نظام ړنګ او جمهوري نظام یې پر ځای راوست . د سردار داود خان د جمهوري ریاست په دوران کښي د پوځ نوري شعبی د پخواني شوري اتحاد سره د قرارداد له مخي د هوایی ، هوایی مدافعی توپچي او راکيټونو جزوتامونه جوړ او اکمال سوه . وروسته د یو لړ سیاسي خوځښتنو او مخالفتونو په نتیجه کښي د ۱۳۵۷لمريز هجري کال د ثور په اومه نیټه د پوځ له خوا د سردار داودخان جمهوري نظام ړنګ او سیاسي واک یې د افغانستان د خلکو دیموکراتیک ګوند ته وسپاره .

د افغانستان پوځ په لس کلن دیموکراتیک نظام کي د پخواني شوروي اتحاد له خوا په مځکنیوو ، هوايي او هوایی مدافعی په پرمخ تللو وسلو سمبال شو . پوځ په جګړه کي له محاربوی او تخنیکي پلوه غښتلی شو .

پوځ د ۱۳۷۲ه ش کال د ثور په پنځمه نیټه پر خپل سیاسي واکمنی کودتاه وکړه او واک په ظاهره د پاکستان لاهور کي جوړي شوي مجاهیدینو قیادي شورا ته وسپارل شو . د مجاهدینو په راتګ سره د افغانستان ملي پوځ چور او تالان شو او کورنی جګړه پیل شوه .

د افغانستان د ملي پوځ بنسټ د دوهم ځل لپاره د ۲۰۰۲ لمریز کال په لومړیو کښي کښیښودل شو . په لمړی سر کي د شپیته زرو او وروسته د ټولو مسلحو قواوو شمیر دری نیم سوه زرو ته ورسید .

اوس افغانستان په سیمه کي یو غښتلی او محارب پوځ لري . د افغانستان متحدین کوښښ کوي چي د نوی تخنیک له پلوه نوموړی پوځ بسیا او د محاربوی پلوه غښتلی کړي ..

د دې لنډی مقدمې وروسته د ثبات او امنیت د ځواکونو په اړه د څو بیلګو یادونه کوم ::

په وروسته باته او دودیزو هیوادونو لکه افغانستان کی د استثنایی حالاتو پر ته ،عمدتا د ثبات او امنیت مهم ځواکونه تر څلورو سر لیکونو لاندی پیژندلای سو: 1حکومت ،

2 امامت ،

3 روحانیت ،

4 قومیت ،

1 حکومت : د سیاسی نظام هغه برخه چی د مسلحو ځواکونو تر نوم لاندی فعالیت ته ګمارل کیږی. د دې ځواکونو سره دولتی ادارې او د هیواد مالیه ورکونکی ملاتړی دی.

2 امامت : په دېنی علومو معلومات لرونکی چی د ممبر او محراب واکمنان دی چی د مقتدیانو په نوم ولسی وګړی د ځان سره لری.

3 روحانیت : په ټولنه کی د روحانی توان لرونکی ټبرونه دی چی د خپلو پیروانو لپاره د تقدوس مرجع ګڼل کیږی. دا ټبرونه د حکومت د ملاتړ د ځان سره لری او یا یی حاصلوی.

4 قومیت : اتنیکی ډلی یا ټولګی دی چی د خونی اړیکو تر ځنګ ،اقتصادی توان هم لری . قومی حوړښتونه لری ، کلی یو مشر لری ، د ځو کلیو مشران یو خان لری او د ځو خانانو ډله یو اداری واحد پوری اړه لری ،دا ځواکونه د خپلی تولنی په نظم ، ثبات او امنیت کی اغیزمنه ونډه لری . دا ټوله ځواکونه ظاهرا خپلواک دی خو د خپل بقا او بایښت لپاره هم اهنګ عمل کوی.دا ټوله د قانون د ساتنی او پلی کولو تر نوم لاندی د خپل پایښت لاره غښتلی کوی او ځان ځواکمن کوی.

څو بیلګی یادوو:

ټولنیزه تیروتنه مثلا غلا : په کلی کی دامام ، قومی مشر او روحانی پیر له لوری هغو غلو ته خای نه ورکول کیږی چی د هغو دریو او یا لږ تر لږه د یوه ملاتړ ونه لری. همدا ډول مخرب ، بدکاره او په نورو نارواکړونو بوخت کسان د حکومت تر برید لاندی راولی او تولنه کی د ثبات او امنیت زمینه برابروی.

ټولنیز نظم ساتونکی مثلا عسکر : د حکومت د توان او زور تر تولو لوړ عامل د هغه حکومت عساکر او په امنیتی چارو کی بوخت وکړی دی،د همدې وکړو اکمال او ملاتړ د قومی مشرانو او د امامت ګډ کار دی. عساکر په نظامی دسپلین کی د خپلو نورو ملګرو سره داسی ځواک جوړوی چی د قانون ساتنه کوی او سر غړونکی مهار کوی.

قانون ؛ د دولتونو او د هغوی د ټولنو لباره قراردادی وثیقه ده چی دولتونه یی په پلی کولو مکلف دی. په افغانستان کی د قانون پلی کول د دولت له لوری د هغه سیاسی دریځ څخه الهام اخلی چی درې ګونی وسله وال ځواکونه ورته متعهد دی .

په درنښت . امین باوري .