کور / تازه خبرونه / ارزګان:د حشمت خليل کرزي څلورم تلين غونډه ترسره شوه

ارزګان:د حشمت خليل کرزي څلورم تلين غونډه ترسره شوه

ارزګان کې ددغه ولايت قومي مشرانو ديني عالمانو او دولتي کار کوونکو له لوري د حشمت خليل کرزي تلين غونډه ترسره شوه

د غونډي برخوالو د شهيد روح ته د دعا لاسونه لپه کړه او د هغه پر کارنامو وږغيدل.

په غونډه کې قومي مشرانو د قومونو په منځ کې پر يوالي او پر وسله والو طالبانو يي ږغ وکړي چې د افغان حکومت سره جوړه روغه وکړي.

ارزګان کې دپنج شنبې په ورځ د حشمت خليل کرزي د څلورم تلين غونډه په ولايت مقام احمدشاه ابدالي تالار کې د قومي مشرانو ،ديني عالمانو او دولتي کارکونکو له لوری ترسره شوه.

په غونډه کې د حشمت کرزي د اروا لپاره د برخه والو له خوا لومړي د قران کريم ختم وشو.

ورپسي قومي مشرانود شهيد حشمت خليل کرزي پر کارونو او کارنامو وږغيدل

قومي مشرانو او ديني عالمانو د هيواد پر روان وضعیت هم خبرې وکړې او پر خلکو یې غږ وکړ چې د هيواد حساسو شرایطو ته په کتو دې په خپل منځ کې یووالي او وحدت ته ځانګړي پاملرنه وکړي.

د غونډي برخوالو د قومونو په منځ کې پر يوالي هم ټينګار وکړي او له وسله والو طالبانو څخه يي وغوښتنل چې جګړه بس کړي او د افغان حکومت سره روغ جوړه وکړي

دارزګان مرستيال والي عطاوالله فضلي  وویل، افغانانو د ازادۍ، پرمختګ، ټولنیزې هوساینې او هيواد ته د خدمت په لار کې ډېرې قربانۍ ورکړي او ځوانانو ته په کار ده د هغوی لاره تعقیب کړي.

هغه حشمت خليل پر هيواد او دهيواد د ازادۍ او ارامۍ شهيدا وباله او غوښتنه يي وکړه چې نور جګړه بس شي.

هغه زیاته کړه، حشمت خلیل کرزی د همدې لارې له قربانيانو څخه یو دی چې یواځې د کندهار په کچه نه، بلکې د ټول هيواد په کچه یې کمی محسوسيږي.

شا و خوا پنځوس کلن حشمت خلیل کرزی د پخوانې ولسمشر حامد کرزي د تره مشر زوی و، چې (سه شنبه، زمري۷مه،۱۳۹۳ل) د کوچني اختر په دوهمه ورځ ، په خپل کور کې ،چې د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په کرز کلي کې موقعیت لري، ووژل شو.

راپور: احسان الله ولس يار