کور / سياسي / غزني په وینو کې ولمبېد

غزني په وینو کې ولمبېد

ليکنه: م. س

په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت ټولې هڅې دې وروستیوکې له وسلوالو طالبانو سره په سولې او بیا پخلاینې ور ټولې دي، خو طالبانو په غزني ښار له څو خواوو حملې وکړې او لویه غمیزه یې جوړه کړه. د غزني په ښار کې د جمعې شپه خونړۍ وه، خلک په درانه خوب ویده وو چې دوه بجې د ډزو غږونه پورته شول. طالبان ښار ته ننوتل او څو ساحې یې لاندې کړي، دقیق هماغه کېسه وشوه چې څو میاشتې مخکې فراه ښار کې تر سره شوې وه، خو داسې یوه وضعیت کې چې حکومت د سولې هڅې کوي، او طالبان دا ډول بریدونه، دا به کوم لوری خپل کړي؟ د اجرایي رییس دوهم مرستیال  محمد محقق دې پوښتنې ته ځواب لري.

دی وايي، د طالبانو دې اقدام د حکومت د  سولې هڅو ته ډېر زیان رسولی دی.

دا په حکومت کې د سولې له هڅو سره د ښکاره مخالفتونو بیلګه ده، ولسمشر په حکومت کې تر ډېر فشار لاندې دی، چې باید د سولې بهیر کې دومره نرمښت ونه ښیي، خو دا طالبان دي چې د هغه په هڅو او اخلاص شک لري. بلخوا په روان کال کې په پوځي او سیاسي دواړو برخو کې په طالبانو فشارونه پام وړ زیات شوي دي. له طالبانو هم افغانان او هم نړیوال ټول په یوه خوله د سولې خبرو ته د دې ډلې حاضرېدل غواړي، خو طالبانو د نړیوالو او افغانانو د دې غوښتنې په بابېزه ګڼلو سره جګړو ته زور ورکړی دی.

طالبان په داسې حال کې په غزني  پراخ برید کوي چې په قطر کې یې له امریکایي پلاوو سره کتلي دي. د دې کتنو په تړاو ډېر لږ جزییات خپاره شوي. ویل کیږي چې طالبانو ته وړاندیز شوی چې په تاشکند او دوبۍ کې ورته دوه سیاسي دفترونه پرانیستل شي، خو په غزني ښار د دې ډلې بېرحمانه حمله څه مانا لري؟

طالبان په دې حملې سره د خپل ځواک ښودنه کوي. طالبان غواړي ووایي چې له پوځي فشارونو سره سره لا هم فعال دي او په دې برخه کې یې لاس بر دی. ښایي د دې حملې تر شا پاکستان هم دخیل ووسي، کوم هېواد چې د سولې وروستیو هڅو کې منزوي پاتې شوی دی. د قطر، اماراتو، عربستان او افغانستان وروستۍ څلور اړخیزه غونډه د پاکستان له حضور پرته تر سره شوه، د عربستان په جدې او مکې ښارونو کې د دیني عالمانو ناسته کې د دې هېواد ګډون په نشت سره حساب و، او په دې ترتیب ښایي پاکستان ښودلي وي چې طالبان یې لا هم تر امر او قوماندې لاندې دي.

افغان حکومت او نړیوال متحدین یې چې د بیا پخلاینې او سولې بهیر ته د طالبانو د حاضرولوپه هڅه کې دي، باید پر خپلو پالسیو او تګلارو له سره کتنه وکړي،  دوي ته په کار ده چې په پاکستان د فشارونو لړۍ روانه وساتي، پاکستان په دې آسانۍ سره نه حاضریږي چې خپل رول په مثبت ډول ولوبوي.

افغان حکومت اوس د سولې بهیر تر هر څه لومړی ګڼي، دا واقعا هم یو مهم لومړیتوب دی، خو دې لړ کې باید سیمه ییزه اجماع هم جوړه شي، په سیمه کې د افغان حکومت حرکات په مشکوک ډول تر څار لاندې دي. روسیه، چین او ځینې نور ځواکمن هېوادونه د پاکستان تر تبلیغاتو لاندې راغلي دي، دغه هېوادونه فکر کوي چې ښایي داعش د افغان حکومت او امریکایانو ګډه پروژه وي، په داسې حال کې چې خبره داسې نه ده، پاکستان په خپله د داعش پروژې ملاتړی دی. افغانستان کې جنګېدونکي داعشیان په سوریې او عراق کې له میشتو داعشیانو سره روابط نه لري، دوي د آی اس آی برنامې پر مخ وړي او موخه یې په سیمه کې د افغان حکومت او نړیوالو متحدینو د اغېزمنو تحرکاتو بدنامول دي. آی اس آی په دې سره غواړي چې د امریکا پخوانی رقیب( روسیه) او مخ په وړاندې تلونکي چین ته دا وښیی چې امریکا یې په ضد پلانونه جوړوي.

څه چې مهم دي هغه دې جګړه ځپلي هېواد کې سوله او امنیت دی. افغانان په رښتیا له جګړو ستړي دي، او سوله یې لوی آرمان دی، اوس چې د  حکومت تر څنګ عام ولس، نړیوال او ټول سیمه ییز قدرتونه له طالبانو د سولې او بیا پخلاینې بهیرونو ته حاضرېدل غواړي، طالبان دې هم لږ خپل سرونه ګریوان کې ښکته کړي او دغه روا او مشروع غوښتنې دې ومني.

دې ۲۱ پیړۍ کې ممکن افغانستان یواځینی هېواد وي چې له جګړو او ناوړه توطیو خلاص نه دی. افغانان هم حق لري لکه نور ولسونه لږ آرام ژوند تېر کړي. حکومت پتیلې چې له طالبانو سره  د لوی اختر په درناوي یو اړخیز اوربند وکړي، طالبان دې له دې طلایي فرصته ستره ګټه پورته او سولې ته دې غاړه کیږدي. په دې سره به نورهغه خبرې اوڅرګندونې غلطې ثابتې شي چې وایي، طالبان د پردیو د ګټو اجیران دي، طالبان خپلواک نه دي، هغوي د آی اس آی په امر او لارښوونه خپل هېواد ورانوي. نور د دې څرګندونو غلط ثابتول په  کار دي، دا نو اوس د افغان حکومت او ولس کار نه دی چې دې برخه کې ګام واخلي، دا طالبان دې چې باید دې برخه کې مخ ته ولاړ شي او ځانونه خپلواک افغانان ثابت کړي، کوم افغانان چې خپله وینه د هېواد ساتنې لپاره تویوي، نه د نورو ګټو د ساتنې او دفاع لپاره.

                                                                             پای