کور / #PTM / منظور پښتين: زه نه، بلکي د پاکستان پوځ د ترهګرو سره ژوري اړيکي لري

منظور پښتين: زه نه، بلکي د پاکستان پوځ د ترهګرو سره ژوري اړيکي لري

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، دی د ترهګرو سره اړيکي نه لري خو د پاکستان پوځ د ترهګرو سره اړيکي ساتي.

منظور پښتين چي د وي او اې ډيوه راډيو سره يې تازه مرکه کړې وايي، دی د ترهګرو سره هيڅ اړيکي نه لري خو برعکس د پاکستان پوځ د ترهګرو سره اړيکي لري او که څوک یې ثبوت غواړي نو له ده سره دي اړیکه ونیسي.

نوموړی په خپلو خبرو کي وايي، کومې ترهګرې ډلي چي دي، دا خو دوی( د پاکستان پوځ) له ځانه سره ساتي. دا خو تر اوسه پورې په پوځي چوڼیو کي له دوی سره پراته دي. که څوک هم دا شک لري چي پوځ ترهګر نه ساتي نو ماته دې راسي کرایه یې پرما، زه به يې ورته وښیم چي په دغه پوځي چوڼيو کي دغه دغه کسان تګ راتګ کوي. یوه یا دوې ورځې چي د چوڼيو له دروازو سره ودرېږئ نو پوه به سئ چې څوک څوک له دوی سره تګ راتګ کوي.

له څو ورځو راهيسته پاکستانۍ ميډيا هڅه کوي چي منظور پښتين په دې تورن کړي چي د ترهګرو سره اړيکي لري.خو نوموړی وايي، دا دده پرضد زهرجن تبلیغات دي چي هڅه کېږي د دوي د غورځنګ مخه پرې ډب کړي.

نوموړی وايي، د پښتون ژغورني غورځنګ د ولسي خلګو په مټ جوړ سوی دی او تل به مخ پر وړاندي روان وي.

منظور پښتين وايي، په لکونو پښتانه ددې غورځنګ ترشا ولاړ دي او ترهغو به خپلي مبارزې ته دوام ورکوي ترڅو چي خپلو حقونو ته رسېږي.

د پښتون ژغورني غورځنګ د اکسټ مياشتي پر ۱۲ نېټه په سوابۍ کي د يوې غټي جلسې تياری نيولی دی، دا جلسه د هغه ۶۰۰ پښتنو په ياد کي جوړېږي چي په ۱۹۴۸ کال کي په همدې ورځ د پاکستان پوځ ووژل.

په کال ۱۹۴۸ کي د خدايي خدمتګارانو پر يوې غونډه پاکستاني پوځ بريد وکړ چي شاوخوا ۶۰۰ تنه يې ووژل او ۱۸۰۰ نور يې ژوبل کړه.

منظور پښتين وايي، د سوابۍ ددغو قربانیانو په یاد د ټاکل سوې غونډې له ترسره کېدو وروسته به د غورځنګ فعالیتونه نور هم زیاتېږي او تر هغو به دوام ولري چې د پښتنو په ژوند کې یو مثبت بدلون راسي.

د پاکستان پر پوځ دا تور دی چي پښتانه يې له زده کړو او لومړنيو حقونو بې برخي کړي دي او هره ورځ يې په سيمو کي د ترهګرو پر ضد د عملياتو په بهانه په لسګونو ځوانان وژل کېږي او په بېساري کچه يې د پښتنو ځوانان او مشران تری تم کړي دي.