کور / تازه خبرونه / د کندهار کابل لاري بندښت زرګونه مساپر کړوي

د کندهار کابل لاري بندښت زرګونه مساپر کړوي

” طالبانو که اسلاميت او بشردوستي پيژندلای نو زرګونه مساپر به له دې بې عزتۍ سره مخامخ نه ول”

طالبانو پر غزني دچارشنبې ماخستن د بريد راهيسي د کندهار کابل لويه لاره هم د مساپرو او سوداګرو پر مخ تړلې ده چي دواړو خواوو ته زرګونه مساپر څوک پر لويو لارو د ډيرو ستونزو او عذاب سره مخامخ دي.

نن سهار له کندهاره کابل تلونکو بسونو ته په ښاري صفا کي په غزني کي د جګړو له امله د وړاندي تګ اجازه ورنکړل سوه چي له امله يې سلګونه ښځي، کوچنيان جي ناروغان او ضعيف خلک هم ورسره مل دي په کندهار کي او دغومره نور د کابل خواته له کړاوونو سره مخامخ دي.

ځينو له دغو مساپرو تر هغه وروسته په احتجاجي لاريون لاس پوري کړ چي په دوهمه ورځ هم د سفر اجازه ورنکړل سول.

ډيرئ له دوی څخه نه د خوراک څښاک لپاره نور خرڅ لري او نه د پاک کالي او نور د اړتيا وړ لوازم.

دوی وايي چي رستورانتونه پر هر ځل تشناب ته تګ لس افغانۍ ځني غواړي او يوه ډوډۍ په ۵۰ افغانۍ پر پلوري.

پر نيمه لاره بند پاته مساپر له دولت او خيريه موسسو او شتمنو د بيړنيو انساني مرستو او همدردۍ غوښتنه کوي.

جالبه داده چي مساپر له طالبانو هيڅ غوښتنه ونکړه، يوه لاريون کوونکي لراوبر ته وويل ” طالبانو که اسلاميت او بشردوستي پيژندلای نو زرګونو مساپر به له دې بې عزتۍ سره مخامخ نه ول”.