کور / راپور / اشرف غني غزني ته نورو ځواکونو د لېږلو امر کړی دی

اشرف غني غزني ته نورو ځواکونو د لېږلو امر کړی دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرېکړه وکړه چې غزني ته به ډېر ژر زیاتي ملاتړي ځواکونه واستوي.

ولسمشر اشرف غني وايي، ډېر ژر به غزني ته تازمه دمه ځواکونه واستوي.

تېر ماښام ولسمشر اشرف غني د غزني د جګړې په هکله په ارګ کي بېړنۍ غونډه دائره کړه، چي د پوځي کارپوهانو او سرتېرو سره د غزني د وروستيو حالاتو په هکله خبري وکړي.

د ولسشمر مرستیال ویاند شاحسین مرتضوي وايي:

” ولسمشر د غزني له والي او امنیتي چارواکو سره خبرې وکړې او د غزني د امنیتي حالت په اړه یې د هغوی تفصیلات واورېدل”.

مرتضوي وايي، پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي چي دولت د خلکو د خوندي ساتلو لپاره ګامونه اخیستي او دښمن ته یې زیاته مرګه ژوبله اړولې ده.

پر غزني ښار باندي تېره جمعې شپه طالبانو له څو اړخونو بريد وکړ چي د ښار ځينو سيمو ته ننوتل.

افغان چارواکي وايي چي طالبان يې له ښاره پرشا کړي دي او د ښار کنټرول د افغان دولت په لاس کي دی.

خو له غزني نا تایید سوي راپورونه وايي چي تېره شپه هم په ښار کي جګړه روانه وه.

افغان امنیتي ځواکونه او طالبان دواړه یو بل ته د مرګ ژوبلې د اوښتو او په ښار کې د سیمو د کنترول خبره کوي. خو لا هم د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده مالومه.

په غزني کي د جګړې له امله برېښنا او د اړيکو نيولو سيسټمونه قطع سوي دي او خلګ د خوراکي توکو د کمښت او روغتيايي ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

له غزني ښار څخه راغلي خلګ وايي، چي هلته يې پر سړکانو او کوڅو کي مړي ليدلي او په ښار کي اوس هم جګړه روانه ده.

د ځينو راپورونو له مخي پر غزني ښار د طالبانو له بريد څخه تر دامهاله ۱۱۳ تنه وژل سوي او ۱۴۲ تنه ټپيان دي.

ویل کېږي چي د غزني روغتون د ټپيانو د منلو ظرفیت نه لري.

د غزني د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وايي:”شهیدان او ټپیان په ساحه کي پراته دي، بوی د ډېرو خلکو لپاره ځوروونکی دی”.

بل خوا له کندهار څخه کابل ته تلونکي مسافر هم په کندهار کي بند پاته دي او د ګڼو مشکلاتو سره مخ دي.

په کندهار کي د بند پاته مسافرو شمېر چي شاوخوا ۲۰۰۰ تنه دي پکي ماشومان، ښځي، سپين ږيري او ناروغان ليدل کېږي چي د لاري د بنديدو له امله له دريو ورځو راهيستي په کندهار کي پاته دي.

بل لور ته داسي راپورونه هم ورکول سوي دي چي وسله والو طالبانو د کلات – کندهار لویه لار د شهرصفا ولسوالۍ د خواجه بابا په سیمه کې نن سهار د ترافیکو پر مخ تړلې ده .
هغه مسافر چي له کلات څخه د کندهار پر لوري روان وه بیرته کلات ته ګرځيدلی.
د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي وايې، چي امنیتي قواوو د لاري د خلاصون عملیاتو ته له کلات څخه د شهرصفا ولسوالۍ پر لور حرکت کړی دی.