کور / #PTM / په صوابۍ کي دپښتون ژغورني غورځنګ ستره غونډه وسوه

په صوابۍ کي دپښتون ژغورني غورځنګ ستره غونډه وسوه

پرون په صوابۍ کي د پښتون ژغورني غورځنګ ستره غونډه وسوه چي پکي په سلګونو کسانو ګډون کړی وو او د غورځنګ ګڼو مشرانو پکي ويناويي وکړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو منظور پښتین، علي وزیر، محسن داوړ، عبدالله ننګیال، ثنا اعجاز، وړانګې لوڼۍ، خان زمان کاکړ او نورو په جلسه کي ویناوي وکړې.

په غونډه کي د غورځنګ مشرانو يو ځل بيا خپلي غوښتني تکرار کړې، دوی غوښتني وکړې چي د ورکول سويو پښتنو په هکله دي مالومات ورکړل سي، وزيرستان دي له ماينونو پاک سي، د بې محکمو وژنو په هکله دي څېړني وسي او د نقيب الله مسيد په وژنه تورن افسر راو انور ته دي سزا ورکړل سي، پر امنيتي پوستو دي د خلګو له زوروني لاس واخيستل سي او د پښتون ژغورني فعال غړي حيات پرېغل او نور غړي دي راخوشي سي.

له څو ورځو راهيستي په صوابۍ کي د پښتون ژغورني غورځنګ ځيني مشران د يادي غونډي لپاره په کمپاين بوخت وه.

يادي غونډي ته د کمپاين پر وخت د غورځنګ غړي کور په کور، او بازار په بازار وګرځېدل او خلکو ته یې بلنه ورکوله چې جلسې ته ورسي.

په دې غونډه کي د قامي اسمبلۍ دوو غړو علي وزیر او محسن داوړ هم ګډون کړی وو.

علي وزير او محسن داوړ د پښتون ژغورني غورځنګ فعال غړي دي چي د پارلماني انتخاباتو لپاره ازاد کانديدان وه او په ټاکنو کي بريالي سوه.

دواړو مشرانو ويلي دي چي د پارلمان له لاري به هم دپښتنو له حقونو دفاع کوي.