کور / راپور / د غزني ولايتي شورا: افغان دولت او نړيوال دي د غزني کړکېچن حالت ته جدي پاملرنه وکړي

د غزني ولايتي شورا: افغان دولت او نړيوال دي د غزني کړکېچن حالت ته جدي پاملرنه وکړي

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان‌الله کامراني وايي، په غزني ښار کې پرون یکشنبه تر ناوخته د افغان پوځیانو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.

د غزني ولايتي شورا غړي وايي، افغان دولت او نړيوال دي د غزني وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي.

د غزني ولايتي شورا مرستيال امان الله کامرانی وايي،  ، په غزني ښار کي پرون یکشنبه تر ناوخته د افغان پوځیانو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.

امان الله کامراني د ازادي راډیو په يوې مرکه کي ويلي دي چي د غزني ښار ګڼې سیمې پرون طالبانو نیولي دي.

نوموړی وايي،  افغان حکومت او نړیوال ځواکونه باید د غزني کړکېچن حالت ته جدي پام وکړي.

کامراني په خپلو خبرو کي وويل، چي د غزني ښار په لويديځه برخه کي دوهمه حوزه، د انتخاباتو کمېسیون، ټرانسپورت ریاست، ټرافیکو ریاست طالبانو سوځولي، د دې ساحې کمربندي پوستې او شمال طرف ته اوله حوزه هم طالبانو نیولي دي. پرون جنګ پر ولایت، امنیه قوماندانۍ او شااوخوا سیمو روان و. په غزني کې یو غټ ناورین روان دی. د مرکزي دولت او په خاصه توګه امریکا او ناټو مرستو ته ډېر ضرورت دی.

کامراني وايي، چي د شنبې په شپه غزني ته د طالبانو شااوخوا ۸۰۰ تازه وسله‎وال د ډيورنډ له پوري غاړي کوټې څخه ورسېدل او د پرون ورځې جګړې ته‌یې زور ورکړ.

د افغان پوځ لوی درستیز جنرال شریف یفتلي هم پرون یکشنبه ټینګار وکړ چي پاکستان د ترورېزم ځای دی او په غزني کي د پاکستان د لښکر طیبه څو غړي په جنګ کې وژل سوي دي.

افغان چارواکي وايي چي طالبان يې له ښاره پرشا کړي دي او د ښار کنټرول د افغان دولت په لاس کي دی.

خو له غزني نا تایید سوي راپورونه وايي چي تېره شپه هم په ښار کي جګړه روانه وه.

افغان امنیتي ځواکونه او طالبان دواړه یو بل ته د مرګ ژوبلې د اوښتو او په ښار کې د سیمو د کنترول خبره کوي. خو لا هم د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده مالومه.

په غزني کي د جګړې له امله برېښنا او د اړيکو نيولو سيسټمونه قطع سوي دي او خلګ د خوراکي توکو د کمښت او روغتيايي ستونزو سره لاس او ګريوان دي.

له غزني ښار څخه راغلي خلګ وايي، چي هلته يې پر سړکانو او کوڅو کي مړي ليدلي او په ښار کي اوس هم جګړه روانه ده.

د ځينو راپورونو له مخي پر غزني ښار د طالبانو له بريد څخه تر دامهاله ۱۱۳ تنه وژل سوي او ۱۴۲ تنه ټپيان دي.

ویل کېږي چي د غزني روغتون د ټپيانو د منلو ظرفیت نه لري.

د غزني د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وايي:”شهیدان او ټپیان په ساحه کي پراته دي، بوی د ډېرو خلکو لپاره ځوروونکی دی”.

بل خوا له کندهار څخه کابل ته تلونکي مسافر هم په کندهار کي بند پاته دي او د ګڼو مشکلاتو سره مخ دي.

په کندهار کي د بند پاته مسافرو شمېر چي شاوخوا ۲۰۰۰ تنه دي پکي ماشومان، ښځي، سپين ږيري او ناروغان ليدل کېږي چي د لاري د بنديدو له امله له دريو ورځو راهيستي په کندهار کي پاته دي.

بل لور ته داسي راپورونه هم ورکول سوي دي چي وسله والو طالبانو د کلات – کندهار لویه لار د شهرصفا ولسوالۍ د خواجه بابا په سیمه کې نن سهار د ترافیکو پر مخ تړلې ده .

هغه مسافر چي له کلات څخه د کندهار پر لوري روان وه بیرته کلات ته ګرځيدلی.

د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي وايې، چي امنیتي قواوو د لاري د خلاصون عملیاتو ته له کلات څخه د شهرصفا ولسوالۍ پر لور حرکت کړی دی.