کور / راپور / په خيبر پښتونخوا کي پر ماشومي جنسي تيری کونکی نيول سوی دی

په خيبر پښتونخوا کي پر ماشومي جنسي تيری کونکی نيول سوی دی

د خيبر پښتونخوا په مردان سيمه کي هغه کس نيول سوی دی چي پر يوې ماشومي يې جنسي تېری کړی وو او وروسته يې وژلې وه.

يوه اونۍ وړاندي د مردان په مدي بابا کلي کي يوه شپږ کلنه ماشومه لادرکه سوې وه چي وروسته يې مړی په يوه کرونده کي وموندل سو.

 له طبي څېړنو مالومه سوه چي پر ماشومي جنسي تېری سوی دی او وروسته وژل سوې ده.

د يادي قضيې د پلټني لپاره د سيمي شاوخوا ۳۲۵ کسان د پوښتنو ګروېږنو لپاره نيول سوي وه، چي په هغوی کي د وژل سوي ماشومي اکاګان هم موجود وه.

د پلټنو په ترڅ کي مالومه سوه چي د يادي ماشومي ناسکه تره په پېښه کي ککړ کس دی.

په پلټنو کي د ماشومې ناسکه تره ۲۲ کلن خان محمد منلې چي هغه د ماشومي سره جنسي تيری کړی او بيا يې وژلې ده او  وروسته  يې د ماشومې د سکه تره نصرالله په مرسته  د هغې مړی په کرونده کي غورځولی وو.

ويل کېږي چي د وژل سوي ماشومې پلار په سيمه کي د يوې ديني مدرسې مشر دی او  په پېښه کي تورن کس چي دده ورور دی هم يې په ياده مدرسه کي د استاد په توګه دنده ترسره کول.

په خيبر پښتونخوا کي کله کله  پر ماشومانو د جنسي تېريو او دکورنيو شخړو له امله د ښځو د وژني راپورونه ورکول کېږي.