کور / د ډيورنډ کرښه / افراسياب خټک: پښتنو د انګريزانو څخه دازادۍ لپاره قربانۍ ورکړې، خو د ښې ورځي خاوندان نه سول

افراسياب خټک: پښتنو د انګريزانو څخه دازادۍ لپاره قربانۍ ورکړې، خو د ښې ورځي خاوندان نه سول

د ډيورنډ پوري غاړي ته پښتانه سياست پوهان وايي، پښتنو د انګريزانو پر وړاني ډېري قربانۍ ورکړې، خو ددوی حالت هيڅ ورسره ښه نه سو.

افراسياب خټک هم يو له هغه سياستمدارانو څخه دی چي په سيمه کي د پښتنو د فعاليتونو او د هغوی پر حالاتو له نږدې څار لري.

نوموړي په يوه مرکه کي ويلي دي، چي پښتانه يواځينی قوم دی چي په حقيقي توګه يې د انګرېز د استعمار پرضد قربانۍ ورکړي دي، او په مودو مودو زندانونه يې تېر کړي دي خو له بده مرغه د ازادۍ څخه وروسته هم پښتانه د ښې ورځې خاوندان نه سول.

نوموړی وايي، پښتانه په ځانګړي ډول د پاکستان له جوړېدو سره سم د ستونزو سره مخ سوي دي.

نوموړی وایي، د پښتنو سيمه د دوو سترو ښکېلاکګرو ترمنځ  د سيالۍ مرکز وو، چي يوې خواته د برتانيې واکمني او بل لور ته روس وو، چي ددواړو ترمنځ د سترو لوبو په منځ کي پښتانه ټوټې ټوټې سوي دي.

د خټک په وينا، که  اوس وکتل سي د پاکستان له جوړېدو څخه ۷۱ وروسته قبايلي او نيمه قبايلي سیمې په سختو حالاتو کي ژوند کوي، د هغوی لومړني حقونه هم ترې تلف سوي دي.

افراسياب خټک په خپلو خبرو کي وويل،  له  تېرو ۴۰ کالو راهسي د پښتنو پر خاوره  داسي جنګ روان دی چي دوی نه دی پېل کړی خو په دوی ورتپل سوی دی.  اوس هم د ډېورنډ د کرښي دواړو غاړو ته په زرګونو خلک ژوند  له لاسه ورکوي او په حقيقت کي د پښتنو حالت ډېر بد دی.

نوموړی وايي، تر ۱۹۴۶ کال  پورې په پنجاب کي د ازادۍ هيڅ تحريک نه وو  او هماغه وخت  باچا خان او خدايي خدمتګار  د ازادۍ لپاره په جېلونو کي وه .

په دغه وخت کي  په پنجاب کي د يونينسټ په نوم يوه  پارټۍ وه  چي هغوی ويل انګرېزان ښه دي، خو نن  هماغه  پنجاب له پښتنو څخه حقوق اخيستي دي او د پښتنو ژوند او حالت د اندېښنې وړ دی.

 خټک زياتوي،  که پښتانه د نورو سره پرتله کړل سي نو پښتانه د نورو ازادو خلکو په څېر د ازادۍ په خوند نه دي پوه سوي.