کور / راپور / د بشري حقوقو سازمان او قومي مشران:د جګړې ښکيلو غاړو بشر ته هيڅ پاملرنه نه ده کړي

د بشري حقوقو سازمان او قومي مشران:د جګړې ښکيلو غاړو بشر ته هيڅ پاملرنه نه ده کړي

په ارزګان کي د بشري حقونو د دفتر مسولين او قومي مشران په دغه ولايت کي د جګړې ښکېلي غاړي د بشري حقونو څخه په سرغړونه تورنوي او زياتوي چي د پخوا په پرتله د بشري حقونو د نقص دپيښو ګراف په دغه ولايت کي پورته سوی دی.

د اکسټ ۱۵ چي د بشر دحقونو د قربانيانو له ورځي سره برابره ده په ارزګان کي ددغه ولايت د بشري حقونو د دفتر د مسولين او قومي مشرانو له لوري ولمانځل سوه.

په غونډه کي په ارزګان د بشري حقونو د دفتر مسولينو او قومي مشرانو په دغه ولايت کي د بشر دنقض پر زياتوالي انديښنه  وښودل او د جګړي ښکېلي غاړي يې بشر ته په نه پاملرنه تورني کړې.

دارزګان د بشري حقونو د دفتر سرپرست عبدالاحد بهايي پر افغان حکومت ږغ وکړ چي بشري حقونو ته لومړيتوب ورکړي  او د بشر د حقونو تيري کوونکي دي عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل سي

  بهايي وايي په تيرو ۸ کلنو کيافغان حکومت او د حکومت نورو مخالفو وسلوالو په بریدونو، ځان وژونکو او موټر بم چاودنو کي د څه باندي ۶۴ زر کسانو حقونه تر پښو لاندي سوي او د تروريستي بريدونو قرباني سوي دي چي ۳۶ سلنه يي وژل سوي او پاته ۶۴ سلنه يي ټپیان دي.

په غونډه کي قومي مشرانو هم په دغه ولايت کي د بشر پر حقونو انديښنه وښودل  اود جګړي ښکېلي غاړي يې د بشري حقونو په تيري کولو تورني کړې، دوی وايي چي د جګړي پر مهال هيڅ يوي ډلي بشري حقونو ته پاملرنه نه ده کړې.

د قومي مشرانو په خبره، که د جګړي پر مهال بشري حقونو ته پام وسي د بشري حقونو د نقض پيښي به کمي سي.

ارزګان کي پر داسي مهال د بشري حقونو د دفتر مسولين او قومي مشران په دغه ولايت کي د بشري حقونو پر وضيعت انديښنه ښيي چي په دې وروستيو کي د جګړې ښکېلو ډلو د يوبل وژل سويو جسدونو ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې.

په دغه ولايت کي له دې وړاندي هم د بشري حقونو د دفتر مسولين امنيتي ځواکونه او وسله وال طالبان د بشر پر حقونو په تيري تورن کړي وه او انديښنه يې ښودلي وه چي دبشر د حقونو د نقض پيښي مخ پر زياتيدو دي.

راپور : احسان الله ولس يار