کور / سياسي /     دا جګړه باید کابو شي!

    دا جګړه باید کابو شي!

                             ليکنه: م . س

        د زمري میاشت په پرله پسې ډول افغانستان کې له خلکو قرباني اخلي، د غزني ناسور تازه و، چې  کابل دشت برچي سیمه کې ځانمرګي برید ګر یوه ښوونیز مرکز کې ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي والوځول. چاودنې ګڼ کسان وژلي. د مازیګر څلور بجې وې، چې دفتر کې مو یوه کس په ګرځنده مبایل کې له خبرو سره جوخت غږ وکړ دشت برچي کې ځانمرګی شوی، څو شیبې وروسته د امبولانسونو غږونه پورته شول او څو ساعته یې دوام وکړ چې دا په خپله د لوړو تلفاتو ښوودنه کوي.

         له یوې مودې راهیسې ‌ډارن دوښمن په ښوونیزو مرکزونو حملې کوي، لوګر کې یې د سلګونو ښوونځیو دروازې څو ورځې په زده کوونکو وتړلې، په ننګرهار کې یې په ښوونیزو مرکزونو او پوهنې ریاست بریدونه وکړل او په دې سره یې وښوده چې دوي هیڅکله نه غواړي افغانان په زدکړو او تعلیم سمبال شي.

        دا منو چې حکومت ستونزو کې را ګیر دی، خو دا ستونزې تر ډېره بریده پرې د وحشي دوښمن لخوا تپل شوي، دوښمن مو پوهیږي چې یواځې زدکړې کولی شي، افغانستان په بل مسیر حرکت ته سوق کړي، او هغه مسیر چې  افغانان پرې تلل غواړي، د دوښمن د نابودي په توګه تعبیریږي.

       افغانان اوس نه را ګرځي، خپله لار یې له وړاندې انتخاب کړې، دوي په سختو حالاتو کې حتی په تشو ګېډو تعلیم ته مخه کړې، تعلیم یې ژوند ژغوري، تعلیم یې دوښمن تس نس کوي. د دشت برچي حملې وښوده چې ډارن دوښمن څومره په وېره کې دی، په دې سره یې خپله وېره څرګنده کړه. په دې سره یې وښوده چې د افغانانو پرمختګ نه شي زغملی. دوښمن په غزني کې غاښ ماتوونکی ځواب وخوړ، او س په دې توګه خپل زړه تشوي. د افرآسیاب خټک خبرې د پام وړ دي. پاکستاني سیاست وال خټک په یوه ټویټ کې له پنجاب ادارې غوښتي چې د هغو پاکستانیانو په هکله سپیناوی ورکړي چې د غزني جګړه کې وژل شوي دي.

       وړاندې باوري سرچینو ویلي وو چې د غزني جګړه په مستقیم ډول پاکستاني افسرانو او جنرالانو رهبري کوله او ډېر یې وژل شوي، نیول شوي او یا په ټپي حالت کې تښتیدلي دي. د افرآسیاب خټک خبرې د حیرانتیا وړ نه دي، د همدې کال په لړ کې څو میاشتې مخکې ایراني ځواکونو هم فراه کې وحشت خپور کړ.  دولت ته په کار ده چې د دوښمن په هکله ولس ته سپین سپین وغږیږي. ولس باید ملي زغم ته را وبلل شي، هغه کاندیدان چې د ولسي جرګې له وروستي نوملړ ویستل شوي، د لویو لارو د تړلو پر ځای دې د استیناف غوښتنه وکړي، هېواد حساس پړاو کې دی، باید د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټې لوړې وګڼل شي. حذف شوي کسان دې چې ۳۵ تنه  دي، حالات په سم ډول درک کړي. د لویو لارو او د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفترونو تړل نه د دوي درد دوا کولی شي او نه د هېواد ټپونه رغولی شي. دوښمن په هره ساحه کې تر سختو بریدونو لاندې نیولي یوو خو مونږ د انتقال په پړاو کې یو، دې پړاو نه تېرېدل قرباني او لوی زغم غواړي،  کوم کسان چې ولسي جرګې ټاکنو ته کاندید شوي، او نومونه یې حذف شوي، باید له نورو قانوني لارو خپلې ستونزې تعقیب کړي. هېواد سختو حالاتو کې دی، په دشت برچې او غزني ښار بریدونو دا وښوده چې دوښمن لوی او شوم پلان نیولی،  بغلان کې په یوه برید کې لسګونو امنیتي سرتیرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

        لویو لارو کې هم حالات ښه نه دي، دا منو چې د دې ټولو ناخوالو مدیریت آسان نه دی خو حکومت کولی شي، د کشفي ادارو په پیاوړتیا سره د لویو غمیزو مخنیوی وکړي، کشفي ارګانونه تر یوه بریده ښه عمل کوي، خو دا نورې ادارې دي چې د ورکړل شویو استخباراتي معلوماتو سمه ارزونه او تحلیل نه شي کولی. کوم اطلاعات چې ورکول کیږي، باید په سم ډول تعقیب شي څو موخې ته ورسیږو. په هر حال خبرې ډېرې دي خو سر یې یو. افغانان دې نازکو حالاتو کې تر هر څه مخکې ملي یووالي او ورور ولي ته اړتیا لري، د لوی اختر په درشل کې چې د قرباني  اختر دی، افغانان لویې قرباني ته اړتیا لري، افغانان  له لویې آزموینې سره مخامخ دي، دوي که حکومتیان دي او که ناحکومتیان، که لویدیځ کې دي او یا ختیځ کې، که سویل کې دي یا په شمال کې، که په سویل ختیځ کې دي یا شمال ختیځ کې او که سویل لویدیځ کې دي یا شمال لویدیځ کې، ټول یو دي، ټول د افغانانو په نوم یادیږي، دوي کې د قوم غوښتنې هڅه مردوده ده، که پښتون دی او که تاجک، که هزاره دی او یا ازبک او که ټول نور قومونه دي، ټول افغانان دي، دا دې نه وایي چې پښتون سختو حالاتو کې دی، مونږ خو لږ خوندي یو، نه داسې نه ده، ټول یوې داسې بیړۍ کې ناست یو چې کاواکه ده، هره شیبه یې د چپه کېدو امکان شته، د خپل منځي ناندریو، لانجو، شخړو او چیغو پر ځای باید یو موټی شو، حکومت په دې نوم او هغه نوم تورن نه کړو، تر څنګ یې په کلکه ودریږو، هره برخه کې ستونزې په فرصتونو بدلې کړو، په دې سره کولی شو هم په ښه توګه سیاسي حرکت وکړو او هم پوځي برخه کې ښه اقدام. که خدای مکړه داسې ونه شي، هر څه به مو له لاسه ورکړي وي، نه به دغه نظام وي او نه به دغه خواره واره قومونه چې ټول د یوه بڼ ګلان دي.

                                                    پای