کور / سياسي / د غزني د جګړې غملړلې کیسه

د غزني د جګړې غملړلې کیسه

ليکنه: شفیق الله یوسفزی

د جګړې څخه وړاندې د غزني حالت:

غزنی د افغانستان د پنځه لویو ښارونو څخه وروسته د افغانستان په ځانګړي ډول د میدان وردګ، پکتیا، لوګر، خوست، پکتیکا او زابل ولایتونو په منځ کې لوی سوداګریز ښار دی. یو کال مخکې د غزني ولایت د ولسوالیو سقوط پیل شو او په پرلپسې ډول ټولې پښتون میشتې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېدې او یواځې د ولسوالیو مرکزونه له حکومت سره پاتې وو، ولسوالانو د غزني له ښاره به ولسوالۍ کنترولولې. د ناوې ولسوالۍ چې د پاکستان سره سرحدي ولسوالۍ ده، د نوي رژیم رامنځته کېدو سره، له هماغه اوله سره طالبانو سره وو. د انډر ولسوالۍ له پاڅونه خو خبر وو، چې یو نیم زر پاڅونوال په کې ووژل شول. تقربیا یو کال وړاندې د مقر ولسوالۍ چې د غزني د پښتون میشتو امنه ولسوالۍ وه، هم د طالبانو تر ګواښ لاندې راغی او د تېرې روژې میاشتې را وروسته د مقر ولسوالۍ شاوخوا پوستې هم سقوط شوې. کله چې طالبانو د مقر د ولسوالۍ مقام پرته نور د مقر ټوله ولسوالۍ ونیوله، نو غوښتل يې چې د جاغوري ولسوالۍ هم ونیسي خو هزاره سیاسیونو لکه محقق او د غزني یوولس هزاره استازو مداخله وکړه، چې په ترڅ کې يې د دفاع وزیر بهرامي جاغوري ولسوالۍ ته په سفر لاړ، څو امنیتي وضعیت له نژدې وڅيړي. د غزني ولایت د ملت ټول استازي د یوه قوم (هزاره) دي، یاد استازي د کورنیو چارو له وزیره غوښتي وو چې د غزني د امنیه قومندان له دندې لیرې کړي، خو د کورنیو چارو وزیر ورته ویلي دي چې دی خو مو دا یوه میاشت کېږي چې په دنده ګمارلی او اوس يې له دندې نشو لرې کولای. د غزني استازي ځکه د امنیه قومندان څخه بده وړي چې امنیه قوماندان فرید مشال د وکیلانو د ناوړه کړنو مخه نیولې، د وکیلانو نامشروع غوښتنو ته يې ځان نه دی تسلیم کړی، مقابله يې کړی او د فرید مشال د لاسه د دوې شخصي ګټې په زیان کې وې. امنیه قومندان فرید مشال یوولس سوه خیالي پولیس وموندل او د خیالي پولیسو ځایونه يې بیرته ډک کړل، چې له امله يې د غزني ښار په امنیت کې نسبي ښه والی راغی. په غزني ښار کې هدفي وژنې او ترور هم اوج ته ورسېد. د غزني د نوی امنیي قومندان فرید مشال له ګمارنې څه باندې یو میاشت پوره کېږي چې پدې موده کې يې د ترور او هدفي وژنو مخه ونیوله او د غزني په سقوط کې يې ښه په میړانه د ولایت مقام، غزني امنیه قوماندنۍ، د غزني محبس او نورو سیمو څخه دفاع وکړه.

د غزني هزاره سیاسیونو له طالبانو سره یوه هوکړه وکړه چې د کال ۱۶ مېلیونه افغانۍ جزیه به طالبانو ته ورکوي، طالبان به د دوی سیمې ته له کوم ګواښ پرته تګ راتګ کوي، د طالب ټپیانو درملنه به کوي، هزاره ګان به هغه پوستې د طالبانو له مخې لرې کوي چې د دوې د نظامي حرکتونو مخه نیسي…. کله چې د مقر ولسوالۍ امنیتي پوستې سقوط وکړې، په پښتنو سیمو کې هزاره میشتو سیمو ته په تللو لارو کې هزارګانو خپل لسګونه پوستې هم سقوط کړې او پدې ډول طالبان د ایران او پاکستان په ځای له هزارګانو څخه مالي ملاتړ په ترلاسه کولو سره د غزني ښار په لور سوق شول. هزاره ګانو د ۱۶ مېلیون افغانیو جزیې په مقابل کې د دوې ولسوالۍ په امن کې وې، په جاغوریو کې ۶۵ ښوونځي پرانیستې دي، ښځینه په کې موټرې چلوي، پوهنتون لري او هوايي ډګر څښتن هم شو. خو په مقابل کې پښتانه د طالبانو له لاسه له ښوونځیو محروم شول، ښوونځي وتړل شول، بازارونه بند شول، حکومتي او نظامي چارواکی کلیو ته نشو تللی او اکثره کلیوال پښتانه ځوانان نه زده کړې او نه دندې کولای شول. برعکس، حکومتي او نظامي هزاره ګان به په ازاد ډول غزني ښار ته تګ راتګ کاوه او خپلې دندې پر مخ وړلې.

د ولسوالیو له مرکزونو پرته د ټولو ولسوالیو اړوند پوستو سقوط سره د طالبانو ګواښ د غزني تر ښاره را ورسېد. په دې وروستیو دوه درې میاشتو کې د غزني حالت دومره خراب شوی وو او داسې یو حالت ته رسیدلی وو، چې حتی یو ماشوم هم حالات درک کولای شول، چې یو څه کیدونکی دی او وضع مخ په خرابېدو ده.

په غزني د طالبانو حمله:

طالبانو د جمعې په شپه د شپې په دوولس بجو په غزني ‌‌‌‌‌ډلیزه حمله وکړه او د غزني ښار امنیتي کمربندونه يې مات کړل، چې د ښار امنیتي ځواکونو ته يې درنه مرګ ژوبله واړوله. غزنی چې غزنویانو په دوره کې د ښارونو ناوې (ښار) بلل کېده، یو ځل علاوالدین غوري لخوا وسوځول شو او دا دوهم ځل شو، چې غزنی د جګړې او وحشت په اور لولپه شو. جګړه څلور پنځه ورځې دوام وکړ، په ښار د برېښنا مزي پرې وې، اوبه نه وې، د جګړې له زوره خلک ښار کې ګرځېدلی نشوو، نه هټۍ خلاصې وې او نه په نانواییو کې ډوډۍ پخېدې. د جګړې اور او دوړو ښار نیولی وو. هیڅ څوک له کوره نشو وتلی، په کورونو کې د څښاک او خوراک لپاره څه نه وو، عام وګړو سره د ژوند غم وو او نه پوهېدل چې د باروتو په کومه مرمۍ به خپل ژوند له لاسه ور کوي او که د لوږې او تندې د لاسه به ژوند بایلي. چا ناروغ له کوره نشو ویستلی. د کابل او کندهار لویه لاره تړل شوې وه او طالبانو د کندهار اډې ټولو ډيرورانو ته خبر استولی وو چې سورلۍ را نه ولي او که یې راوستل نو وبه يې ولي.

عام وګړي د جګړې له امله په کورنیو کې پټ وو، څوک بهر نه شو راوتلای او د جګړې ګردونه او دوړې د غزني ښار رنګ بدرنګه کړی وو، حتی هغه کسان چې په کورنو کې په پټو خونو کې ځانونه خوندي کړي وو، د جګړې د اور بوی حس کاوه او دوړي او ګردونه يې په مخ ناست وو، څیرې یې دومره تورې شوې وې چې نه پیژندل کېدل. په کومه سیمه کې به چې نسبي جګړه ودرېدله نو د خلکو به ژر د پنځه دقیقو لپاره جنراتورنه ولږول، څو د څښاک اوبه پيدا کړي او یا هټۍ وال به ژر د پنځو دقیقو لپاره هټۍ پرانیسته چې د خوړو توکي برابرې کړي، یعنې وګړو سره د خپل ژوند غمه وه بس.

امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې پراته وو او طالبانو په تعرضي ډول جګړه کوله. دولتي ودانۍ د امنیتي ځواکونو په سنګرونو بدلې شوې، بلې خوا بیا کوڅې او مارکیټونه د طالبانو مورچلې ګرځېدلې وې. طالبان په درنو وسلو سمبال وې، د غزني وګړو چې د درنو وسلو غږونه اورېدل، فکر يې نه کاوه چې طالبان به دومره سخته جګړه وکړای شي، ځکه چې دا د دوې د وسې پوره نه وو. ویل کېږي چې په دې ښار شاوخوا درې زره طالبانو حمله کړې وه، طالبان په درنو وسلو لکه هاوان، راکېټ، ار پي جي، هشتاد دوو، سنیپر وسلې، ړندې مزاېلې او نورې بېلا بېلې وسلو سبمال وې، یعنې دا د کلاشینکوف جګړه نه وه، بلکې درنه جګړه وه. جګړه ډېره په شدد روانه وه، د طالبانو حرکتونه منظم وو او د جګړې مدیریت ډېر غښتلی وو، چې پاکستاني متقاعد جنرالانو پر مخ وړه. طالبانو ته د غزني د ښار د هر نظامي او حکومتي چارواکي کور مالوم وو، لکه چا چې ورته په ګوته ور ښودلې وي، طالبانو به د نظاميانو او د حکومتي چارواکو کورونو ته ننوتل، که کوم نظامي او یا حکومتي چارواکی يې نیوه نو همالته يې واژه او یا يې له ځانه سره بیوه. طالبانو حکومتي ودانیو ته اور ورته کړ او په کومو دولتي ودانیو کې چې امنیتي ځواکونه د دفاع په حالت کې وو، د طالبانو د کلکې حملې لاندې راغلل. د غزني ولایت مقام، د امنیه قوماندنۍ، محبس، ملي امنیت ریاست، څارنوالۍ، محکمه، د مهاجرینو ریاست، د معارف ریاست او یو شمیر نور دولتي ودانۍ د امنیتي ځواکونو په لاس کې وې، یو‍اځې د ټاکنو کمیسیون ریاست او د ترافیکو ریاست د طالبانو لخوا وسوځول شو. په دوه اړخیزه جګړه کې د ښار ډېری سوداګریز مارکیټونه او خصوصي ودانۍ په ایرو او کنډوالو بدلې شوې.

امنیتي ځواکونه د طالبانو په پرتله څو برابره کم وو، په کمربندونو کې یې ماته وخوړه او مهمو دولتي ودانیو ته په شا شول. امنیتي ځواکونو څلور ورځې او شپې په پرلپسې ډول جګړه وکړه او د څلور ورځو او شپو په جریان کې يې هیڅ خوب ونه شو کړای. د امنیې قومندان فرید مشال خپله میړانه وښودله او پنجاب ته يې داسې ځواب ور کړ چې هیڅکله به خپلو ناوړه خوبونو ته د حقیقت جامه ور وانه غوندي. د غزني امنیه قوماندان فرید مشال ښه په میړانه تر څلورو ورځو او شپو یواځې د خپل سرتیرو سره ددې ولایت دفاع وکړه، نه ورته تازه دمي ځواکونه ورسېدل او نه يې کوم بل چا ملا ور وتاړه. په څلور ورځو او شپو کې طالبانو ونه شوای کولای چې مهمي امنیتي ادارې او ولایت مقام ونیسي.

د جګړې تبلیغاتي اړخ:

کله چې په غزني د طالبانو یرغل پیل شو، د حملې سره جوخت ور ته سخت تبلیغات هم وشول او یا د امنیتي ځواکونو په خلاف پراخ پروپاګند خپور شو. یو ځل مو واورېد چې د غزني محبس د طالبانو لاس ته پرېوتی او ټول بندیان ازاد شوي دي، چې دا په بشپړ ډول او په لویه کچه دروغ وو، د غزني محبس چې له ښاره هم وتې سیمه کې پرته ده، طالبانو چې هرڅومره زور وواهه، ونشو نیولی او د محبس څخه په بشپړه دفاع وشوه. د امنیتي ځواکونو د مورال کمولو لپاره بیا وویل شول چې ۱۰۰ کمانډويي ځواکونه نادرکه شوي، هله په اجیرستان کې د لسو کمانډویانو جسدونه موندل شوي، چې دا هم بې بنسټه خبر وو. د حکومت لخوا د غزني د حالت په اړه د قناعت وړ مالومات شریک نشول او ډېر ګونګ حالت رامنځته شوی. د مالوماتو خلا وه او خلک نه پوهېدل چې رښتیا هم غزنی سقوط کړی او کنه او یا د غزني حالت په څرنګه وي، ځکه چې مخابراتي شبکو مزي پرې وې، په ښار کې برېښنا نه وه او تورتم وو، خلکو د جګړې له ویرې نشو کولای چې د تلویزونونو د خبرونو له لارې حالات وڅاري او ځان پوه کړي چې څه پېښ شوي او څه پېښېدونکی دی.

د حکومت په نسبت د طالبانو بتلغات پراخ وو، یواځې د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد په ټویټر کې تر ۲۰۰ ډېر ټیوټونه کړي وو، خو د حکومت ټول امنیتي سکتور د ویاندویانو ریاستونه بیا په دې اندازه پوستونه نه وو کړي. په حواله رسنیو کې هم د طالبانو او طالب ذهنه کسانو لخوا دورغ او پروپاګند خپرېده.

امنیتي چارواکي:

د حکومتي چارواکو د ناغېړۍ له امله د غزني جګړه ستر بشري ناورین رامنځته کړ او غزنی لوټه لوټه او ایره ایره شو، چې پړه يې د دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت رئیس او لوی درستیز په غاړه راځي، ځکه چې دوی له لومړي سره ولسمشر غني ته حقیقت نه وو ویلي او ویاندویان يې افواهات خپرول. د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویل چې د غزني په څنډو طالبانو حمله کړې او یواځې یوه لویه چاودنه شوې بس نور خیر او خیرت دی. د جګړې په دوهمه ورځ د دفاع وزارت ویاند رادمنش خبري کنفرانس کې  وویل چې تازه دمي ځواکونه غزني ته رسېدلي دي او بیا وروسته خبر شولو چې دا هم دروغ وو. د امنیتي سکتور مشرانو ولسمشر غولولی وو او دروغ يې ورته ویلي وو چې د غزني ښار د امنیتي ځواکونو لاس کې دی. ولسمشرغني يې نه وو پوه کړی چې غزنی ۹۰ سلنه سقوط کړی او یواځې دولتي ودانۍ چې د ښار له لس سلنې هم کمه برخه جوړوله، د امنیتي ځواکونو سره پاتې دی. د جګړې په درېمه ورځ د شپې ناوخته کله چې ولسمشر له حقیقته خبر شو، نو د ۶۰۰ سوه تازه دمي ځواکونو د لېږد امر وکړ او د جګړې په څلورمه ورځ امنیتي ځواکونه د غزني ښار ته ورسېدل.

د جګړې پایله:

د غزني په جګړه کې شاوخوا ۳۰ ملکي وګړي شهیدان شول، ۱۵۰ امنیتي سربازان شهیدان شول او د ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ سوه طالبان په کې ووژل شول. د طالبانو مرګ ژوبله ځکه لوړه وه چې طالبان به مخامخ په سنګر کې جنګېدل او تهاجمي بڼه یې لرله. په تېر اوولس کلونو کې افغان حکومت چې څومره پیسې د غزني په بیارغونه او پرمختګ لږولي وو، څومره چې خصوصي پانګوونه په کې شوې وه او همدارنګه څومره پیسې چې د اسلامي تمدن د مرکز اعلانېدو سره سم په کې لږول شوې وې، د خاورو سره خاورې شوې، اوس غزنی په سوځېدلي کنډر او مخروبې بدله شوې ده، چې عام وګړي يې په مېلیونونو ډالره زیانمن شوي دي. اوس د غزني ښار وران او ویجاړ دی، طالبانو نه په کې کوم امریکايي وواژه، نه يې په کې کوم بل بهرنی، یواځې يې خپل افغانان ووژل او د ښار په ویجاړولو سره يې افغانانو ته ستر زیان واړوه.

په جګړه کې اویا سلنه طالبان پاکستانیان وو او جګړه هم د پنجاب متقاعد جنرالانو رهبري کاوه. طالبان منظم وو او مدیریت يې غښتلی وو. د طالبانو اویا سلنه وسله هم درنه وه او ښه نوې وه، چې پخوا د دوې سره دا ډول وسلې نه وې لیدل شوې.

کله چې جګړه پایته ورسېده، د سلګونو طالبانو مړي د ښار په واټونو او کوڅو کې پراته وو، د څېرو څخه پیژندل کېدل چې نه د غزني دي او نه افغانان دي. په سې شنبې ورځ په حواله رسنیو کې ویډیوګانې خپرې شوې، چې د غزني په جګړه کې د وژل شویو پاکستانیانو جنازې تر پاکستانه رسېدلې وي او ګڼ شمیر پاکستانیان د طالبانو له بیرغونو سره د مړ شویو پاکستاني طالبانو جنازې په اوږه کړې وې.

لنډه دا چې دا جګړه د دوه هېوادونو جګړه وه، خو زمونږ امنیتي مشرانو ډېره عادي وګڼله چې لوی ناورین يې رامنځته کړ او د غزني ښار په کې وسوځېد او لولپه شو، خلک يې در په در شول او لکه د بامیانو بت، غزنی (د اسلامي تمدن ښار) هم د طالبانو د پوچ فکر له امله په راکټونو، ړندو مزاېلو او بېلا بېلو وسلو ټپي ټپي شو. طالبانو فخر کوي، چې غزني ته يې د خپلو بادارانو په مټ سقوط ورکړ او د پنجابه يې ښکلی غزنی قربان کړ.

وحشت راغی؛ د چنګیز د ظلمونو پل يې وران کړ

د پنجاب د ظلم او تیري خاپونه يې پرې تازه کړل

د چا سترګې یخې شوې او د چا په سترګو کې د وینو څاڅکي غوټه کېدې

چا د نفسونو وژل غوښتل او چا د ښار وران

یو چا اوولیاوو ښار بدرنګه کول غوښتل

یو چا بیا د جهانسوز لقب خپل کړ…