کور / سياسي / ‎دازادو اودولتي رسنیو دتاثیراتو مثبت اومنفي لوری

‎دازادو اودولتي رسنیو دتاثیراتو مثبت اومنفي لوری

په افغانستان کي رسنۍ (مطبوعات ) تریوې نیمي سلیزي زیاته تاریخي سابقه لري، چې دسياسي بدلونونو تراغیزلاندي راغلي اوتل پریوه حالت نه دي پاته سوي ، زموږ په هیواد کي دمطبوعاتو لومړنی څرک د نولسمې پيړۍپه پای (۱۲۷۵ل)کې دامير شيرعلي خان په دوره(۱۲۴۳ل – ۱۲۵۷ل)کي ولګېده او دعلامه سيدجمال الدين افغان په نوښت پيل سو.

مطبوعات اورسنۍ د ټولني سترګي اوغوږونه بلل کیږي ، دتاریخ په اوږدو کي حکمرانانو زیاته هڅه کړې چي رسنۍ اومطبوعات دځان په ګټه وکاروي اوتل یې ترخپل واک اواختیار لاندي وساتي .

دولتي مطبوعات دنظام دپآلیسۍ تمثل کوونکي وي ، هغه دولتونه چي مطبوعاتي اډانه یې فعاله اوغښتلې ساتلې وي ، کولای سي په ډیري اسانۍ سره دنظام دپایښت اوعامه اذهانو دروښانتیا په موخه لازم پروګرامونه تطبیق اومطلوبه نتیجه لاسته راوړي .

افغانستان یوله هغو هیوادونو دی چي دنوي نظام په راتګ سره یې دنورو اړخونو درغښت اوجوړښت ترڅنګ د مطبوعاتو په برخه کي دپام وړ پرمختګ لرلی اودبیان ازادي یې یوه یو له لویو لاسته راوړنو څخه ګڼل کیږي .

په دې هیواد کي ددولتي رسنیو په پرتله ازادو رسنیوته ډیر کارسوی ، دفعالیت زمینه ورته برابره سوې اودامهال په هیواد کي په سلګونه چاپیزي ، ږغیزي اوتصویري رسنۍ فعالیت کوي .

دلته مهمه خبره داده چي رسنۍ باید دخپل هیواد اوخلکو په وړاندي کوم مسولیتونه ، دندي اووجایب لري چي باید ترسره یې کړي .

لومړی دولتي رسنۍ :

لکه وړاندي چي ذکر سول دولت دخپلو کړنو اوفعالیتونو دانعکاس اوترخلکو رسولو په پار دولتي رسنۍ رامنځته کړي ، تصویري ، ږغیزي اوچاپي رسنۍ یې بیل بیل مسولیتونه لري اودخپل کړنلاري پربنسټ ورسپارل سوي دندي سرته رسوي.

دولتي مطبوعات ترډیره بریده هڅه کوي چي دنظام پالیسي په بشپړه توګه تمثل اوټولنه ددولتي خدمتونوڅخه خبره اواګاه کړي .

دهیواد دولتي رسنۍ دحکومتونو په تغیر سره هم بدلون موندلی ، کله قوي اوکله هم له پامه لویدلي چي بیا په صحیح توګه نه سي کولای ددولت ټاکل سوو موخوته په درست ډول رسیدنه وکړي.

کله چي ددولت مطبوعاتي برخه قوي اوغښتلي وي ، په هغه صورت کي کولای سي ، دټولني دعامه پوهاوي دکچي په لوړتیا ، دوسله والو مخالفینو دتبلغاتو په شنډولو اودعامه اذهانو په روښانتیا کي مثبت رول ولوبوي .

فعلي شرایطو ته په کتو دولت لکه څرنګه چي لازمه ده په هغه کچه امکانات ورته نه دي مساعد کړي ترڅو یې خپله تبلیغاتي دستګاه پیاوړې اوپرپښوودروي.

دمعلوماتو دیوه منظم سیستم نه شتون ، ددولتي خدمتونوپروخت نه انعکاس ددې باعث کیږي چي خلک ددولت له کړنو څخه بې خبره پاته سي ، نوځکه یې بیا موثریت کم اوپایله یې منفي وي .

دهیواد دملي منافعودخوندي کولو ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي امنیت ، ملي یووالی ، بشري حقونو د تامین په برخه کي درسنیو رول زیات بارز اواغیزمند دی .

ازادي رسنۍ اودهغوی تاثیرات :

د نوي نظام په راتګ سره دې هیواد کي ددولتي مطبوعاتو ترڅنګ ازادو رسنیو خورا ډیر پرمختګ وکړ ، په سلګونه تلویزیوني اوراډیویې چینلونه ، چاپیزي خپروني اوګڼ نورمطبوعاتي اژانسونه فعال اورامنځته سول .

دغو رسنیو ته له بیلابیلو برخو امکانات برابرسول ، له دولتي رسنیویې ډیرمالي ملاتړراخپل کړ اودامهال هم دهیواد په پلازمېنه اوولایتونوکي ګڼي رسنۍ خپلي نشراتي فعالیتونه پرمخ وړي .

په اوسنۍ نړۍ کي مهم اصل دادی چي ازاد مطبوعات د دولتونو له خوا په مستقیم اوغیرمستقیم شکل حمایه کیږي اوبیا هڅه کوي چي دهیواد ملي ګټو ته په پام سره یې په خپله ګټه وکاروي .

په افغانستان کي دنورو نویو لاسته راوړنو اوپرمختګونو ترڅنګ دبیان ازادي اودمطبوعاتو بې ساری رشد یوه نوې پدیده وه، دلته مطبوعاتو په حیرانونکې توګه پرمختګ وکړ،هغه هیواد اوخلک چي په دومره لویه کچه یې هیڅکله هم نه وو لیدلی .

په دې هیواد کي یوشمېر داسي رسنۍ په ځانګړې توګه راډیویې اوتلویزیوني چینلونه هم رامنځته سول چي دپردیو استخباراتي کړیو له لوري ملاتړکیدل اوحتی له ځینو هیوادونو یې امکانات ترلاسه کول ، ددغو رسنیو پلان اوموخه داوه چي څنګه وکولای سي ، قومي ، ژبني ، سمتي اونور توپیرونه رامنځته اوپه دې سره دافغاني اوملي ارزښتونو خلاف برنامې اوپروګرامونه تطبیق اوپه لاره واچوي .

موږ په یوه سنتي اوعقیدوي ټولنه کي ژوند کوو ، که له یوې خوا په فزیکي توګه جګړه کي ښکیل یو له بله اړخه مو د فکر، فرهنګ اوارزښتونو د محوه کولو په وړاندي هم په سخته جګړه بوخت یو اوهڅه کیږي چي نوی نسل مو دعلم اومعرفت څخه لیري اود جګړې ترتور سیوري لاندي وساتل سي .

زما وړاندیزونه :

۱: دولت دي لومړی خپله مطبوعاتي اوتبلیغاتي دستګاه قوي کړي اودیوه میکانیزم په رامنځته کولو سره دي د پردۍ تبلیغاتي اوفرهنګي جګړې په وړاندي لازم تدبرونه ونیسي .

۲: دافغانستان دنافذه قوانینو اوپه خاصه توګه دمطبوعاتو قانون دي په قاطعیت سره عملي سي ، هغه رسنۍ چي دپردیو د ګټو لپاره کارکوي اوزموږ فرهنګي ، ټولنیز اوعقیدوي ارزښتونه ګواښي دقانون منګولو ته دي وسپارل سي .

۳: د خصوصي رسنیو دملاتړ لپاره دي لازم مالي امکانات برابرسي اوپه دې سره دي ددولت اودهیواد دملي ګټو دتامین په موخه نشرات وړاندي کړي .

په پورته توګه که چیري وړاندي سوي ټکي په نظر کي ونیول سي له شکه پرته چي موږ به وکولای سو خپله ټولنه دیوې ښې راتلونکي په لور رهنمایې کړو ، رسنۍ دهیواد اوټولني په وړاندي ډیر ستر ستر مسولیتونه لري ، پردوی باندي دخلکو باور سته ، په هر کور اوټولنه کي درسنیو له پروګرامونو خلک اغیزمن کیږي نولازمه ده چي کاروکړو اوهغه مسولیت چي درسنیو مسولینو ته سپارل سوی په ایماندارۍ اوریښتنولۍ سره سرته ورسو ، ترڅو مو خپل ټولنه پریوه درست اوصحیح مسیر روانه کړې وي .

په درنښت

فریداحمد فرهنګ

کابل ، افغانستان