کور / سياسي / غازي امان الله خان/ نوي نسل ته سیاسي مکتب

غازي امان الله خان/ نوي نسل ته سیاسي مکتب

ليکنه: سردار محمد همدرد

غازي امان الله خان زمونږ د هېواد په معاصر تاریخ کې یو له هغو ملي مشرانو څخه دی چې کړنې، هلې ځلې او له وطن سره لېونۍ مینه یې ځوان نسل ته د یوه سیاسي مکتب بڼه غوره کړې ده. هغه د افغانستان پر ازادۍ سربېره داسې یو ملي مشر و چې د هېواد پرمختګ، د نړۍ له نورو هېوادونو سره د ټکنالوژۍ په مناسبت متوازن انکشاف او افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو په شان یو سیال هېواد د هغه لویه هیله او ارزو وه.

غازي امان الله خان په خپله شاوخوا لس کلنه دوره کې د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. هغه له هېواد سره لېونۍ مینه درلوده. د یوه مهربان او وطن دوسته افغان په توګه یې خپل مسوولیت سر ته ورساوه. کله یې چې د خپلواکۍ اعلان وکړ، وروسته یې بیا د نړۍ ډېرو هېوادونو ته سفرونه وکړل.

غازي امان الله خان د نړۍ له سفرونو څخه لومړی هند او بیا مصر ته لاړ چې د مصر پاچا شاه فواد او صدراعظم یې پراخه استقبال وکړ. نوموړي د مصر ولسي جرګې ته وینا وکړه او تر دې وروسته د اېټالیا په لور وخوځېد.

امان الله خان په اېټالیا کې هم د پاچا او صدراعظم له استقبال سره مخ شو چې په دغه هېواد کې یې د لرغون پېژندنې، پوځي او صنعتي فابریکو څخه لیدنه وکړه. د اېټالیا هېواد ورته یو ټانګ ډالۍ کړ او د دې ترڅنګ یې د شپېتو افغان زده کوونکو لپاره د زده کړو برسونو هم ورکړل.

اېټالیا هېواد ته تر سفر وورسته فرانسې ته لاړ چې هلته یې د فرانسوي چارواکو سره په لرغون پېژندنې، فرهنګ او زده کړو خبرې اتر وکړې. تر دې وروسته یې سویس او بلجیم ته مخه کړه.

جرمني ته د خپل سفر په ترڅ کې الماني پوهنتون د انجنیرۍ په څانګه کې افتخاري دوکتورا وکړه. کله چې له جرمني څخه بریتانیې ته لاړ، د لندن ترڅنګ له یو شمېر نورو ښارونو څخه یې لیدنه وکړه. په بریتانیا کې د اکسپورډ پوهنتون له لوري ورته د مدني حقوقو په برخه کې افتخاري دوکتورا ورکړل سوه او پر دې سربېره برېتانیوي پاچا ورته شاهي وکټوري ځنځیر ډالۍ کړ.

غازي امان الله خان تر دې وروسته په غیر رسمي سفر جرمني او بیا فولنډ ته لاړ. هلته تر څو ورځو تېرولو وروسته یې شوروي ته سفر وکړ چې په مسکو کې یې د سوداګرۍ ترڅنګ پر یو شمېر نورو مسایلو خبرې اتر وکړې.

د مسکو تر سفر وروسته ترکیې ته وخوځېد. په ترکیه کې یې له ترکي پاچا سره په عدلي، پوځي او تعلیمي برخو کې خبرې وکړې چې بیا اېران ته لاړ او د ایراني پاچا رضا شا پهلوي او د کابیني وزیرانو له لوري یې تود هرکلی وسو.

غازي امان الله خان تر شپږ میاشتني سفر وروسته بېرته خپل هېواد ته راستون سو. د نوموړي له ټولو سفرونو څخه هدف دا و چې د هغو هېوادونو پرمختګ، ټکنالوژي او پوځي تاسیسات له نږدې وګوري او خپل هېواد د هغوی سیال وګرځوي.

هېواد ته له راستنېدو سره سم د دې وطن اصلي دښمنانو چې پرمختګ یې نه سو زغملی، په وړاندې یې داخلي او بهرني جاسوسان د دیني علماو په نامه وروزل چې د ګوډ ملا له لوري ورباندې د کفر ټاپه و وهل سوه او دا ښاغلی له هېواد څخه وشړل سو.

زمونږ ګران هېواد اوس هم خوارا ډېر داخلي جاسوسان لري. داخلي جاسوسان کله کله تر مخامخ جګړې هم خطرناکه وي. په ادب کې داسې یوه اصطلاح سته چې یو ادیب هڅه کوي، څو د رحمان بابا د تصوفي شاعرۍ تقلید وکړي او بل څوک بیا هڅه کوي چې په خپلو شعرونو کې د خوشال خان بابا د حماسي شعرونو څرک ځای په ځای کړي.

په سیاست کې هم باید په خاص ډول زمونږ افغان سیاسون د میرویس نیکه او احمدشاه بابا لاره تعقیب کړي، د میرویس نیکه او احمدشاه بابا لار د وطن سره د مینې او په خپلو پښو د ولاړ افغانستان لار ده. په دې لاره کې د ننګ، غیرت او تاریخي پېغور بحث سوی دی چې دا بحث له وطن سره د غازي امان الله خان په مینه کې ډېر څرګندیږي. د غازي امان الله خان لار د نوي نسل لپاره له وطن سره د لېونۍ مینې لار ده. دا چې د (۱۳۹۷) کال د زمري (۲۸) ورځ د نورو کلونو په شان یو ځل بیا په پراخه مراسمو باندې لمانځل کیږي، په ټولو سیاسونو ژغ کوم چې په دغه ورځ چې د غازي امان الله خان ذکر کیږي او تاسو د وطن او پرمختګ خبرې کوئ، د دې شعاري خبرو پر ځای د عمل په ډګر کې له خپل وطن سره مینه وکړئ. د مکر ډکې اوښکې مه تویوئ. دا وطن د سټېج په شعاري وینا نه جوړیږي؛ بلکې د عمل په ډګر کې قرباني غواړي.

د هېواد د ازادۍ د (۹۹) کلیزې په ویاړ

په درنښت

۱۳۹۷/زمري/۲۶

زرنج