کور / راپور / طالبانو په اختريز پېغام کي د اوربند يادونه نه ده کړې

طالبانو په اختريز پېغام کي د اوربند يادونه نه ده کړې

طالبانو د اختر د مبارکۍ په هکله پېغام خپور کړی دی او ويلي يې دي چي ترهغو به جګړې ته دوام ورکوي ترڅو چي امريکايي ځواکونه په افغانستان کي وي.

طالبانو په خپره سوې اعلاميه کي د اوربند په هکله هيڅ يادونه نه ده کړې.

په اعلاميه کي د سولي په هکله ويل سوي چي طالبانو مستقيما د امريکايانو سره خبري کوي.

تېره ورځ هم طالبانو يو اعلاميه خپره کړه چي اندونيزيا هيواد ته يې د خپلو استازو د لېږلو او هلته د سولي په تړاو د اندونيزيا د چارواکو سره د د خپرو په هکله يې مالومات پکي خپاره کړي وه.

د اختر په مناسبت د طالبانو په اعلاميه کي دا يادونه نه ده سوې چي ايا په راروان لوی اختر کي به د دولت سره اوربند وکړي که نه.

تېر کوچنی اختر افغان دولت د اوربند اعلان وکړ چي ورپسې طالبانو هم د اوربند اعلان وکړ او د اختر درې ورځي د طالبانو او دولت ترمنځ هيڅ امنيتي پېښه ونه سوه.

طالبان پر داسي مهال د جګړې د لاپراخېدو خبره کوي چي تېره اونۍ يې پر غزني ښار حمله وکړه چي له درې ورځنۍ جګړې وروسته له ښاره پر شا سول.

د غزني په جګړه کي د دواړو لوريو ته ډېره مرګژوبله اوښتې ده.

په دې جګړه کي اولسي وګړو ته هم زياته مرګژوبله اوښتې ده او د غزني ښار ډېری برخي وسوځلېدلي.