کور / د ډيورنډ کرښه / عمران خان او د پاکستان پوځ

عمران خان او د پاکستان پوځ

ليکنه: سرلوڅ مرادزی

د پاکستاني پارلمان اکثریت د تحریک انصاف په نوم د ګوند مشر، عمران خان ته رایه ورکړه او نوموړی به ژر د هغه هېواد د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي.

تر هرڅه مخکې د عمران خان په اړه چې ویل کیږي، په ټاکنو کې د پوځ په مټ بریالی شوی، ولېدل شي چې د نوموړي حکومت سره، پوځ کوم چلند غوره کوي. د پاکستان په تاریخ کې ملکي حکومتونو هیڅکله د واک پیر نه دی بشپړ کړی او مخکې تر وخته یا نیغ په نیغه د پوځي کودتا په مټ نسکور شوي اویا د پوځ په هغه، دغه پلمو له منځه تللی دي.

همدارنګه پرلپسې لېدل کیږي چې پاکستان کې ټاکنې او د هغو په مټ ملکي حکومتونه یوخوا د دیموکراسۍ د تظاهر او بلخوا د اصلي واک د پټولو د پاره چې د پوځ په لاس کې دی، د یوه پوښښ په ډول کاریږي.

په پاکستان کې ملکي حکومتونو ته سړی د سیورلن حکومت (حکومت سایه) اصطلاح کارولی شي، په داسې مهال اصلي واک حکومت سره نه وي، واک بل چا سره وي لکه په پاکستان کې پوځ، خو ملکي حکومت هسې د واک پېښې کوي!

افغانستان سره د اړیکو په اړه چې د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ شارګ جوړوي، عمران خان په ټاکنو کې تر بریا وروسته، په یوه خبرې کنفرانس کې ویلي ول«افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او هیله لري چې د اروپايي ټولنې په څېر افغانستان سره پرانیستي پوله ولري. حکومت به يي افغانستان کې د سولې او ثبات د پاره جدي کار وکړي. افغان ولس د نړۍ یوازینی ولس دی چې تر ټولو زیات يي جنګ لېدلی دی، BBC»

دا چې د لومړي وزیر پتوګه به تر لوړې وروسته، عمران خان د افغانستان سره د اړیکو په تړاو څه ووايی، راتلونکې ته پریږدو، خو د هغه د لومړي وزیرکېدو په درشل کې د پاکستان پوځ یو لړ تازه څرګندونې کړي او په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنو او تېریو نوې بڼه خپله کړې چې د افغانستان په اړه د عمران خان د شویو څرګندونو سره بیخي په ټکر کې دي!

لږ څه مخکې د پاکستان پوځ ویلي ول«افغانستان سره د ډیورنډ په لانجمنه کرښه به ۶۰ زره نور سرتیري ځای پرځای کړي چې د سخت دریځو د اوښتو ــ راوښتو مخه ونیسي. د سټرایپس ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستاني چارواکي وايي، په دې سیمه کې د ځای پرځای کېدو لپاره يي ۴۰ سلنه پوځيانو ته روزنه ورکړې ده، تاند»

پوځ دا هم ویلی، د ډېورنډ پر کرښه يي چې ۱۴۵۶ میله اوږده ده، ۱۳ سلنه ازغن سیم لګولی دی. پخوا يي پر کرښه دروازې هم درولي. خو بلخوا د ۶۰ زرو نورو سرتېرو له تازه خبرې هم جوته کیږي چې پر دې کرښه مخکې هم پوځيان ځای پرځای ول او شمېر يي یو لکو اویا زره اټکل کېده. د پاکستان (دي نوز) ورځپاڼې په وینا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ ۲۳۵ لارې شته چې ځینې يي غرنۍ دي او وسلوال سخت دریځي پرې تګ راتګ کوي.

د لندن د نړیوالو ستراتېژیکو څېړنو انستېتوت د مالوماتو پربنسټ پاکستان ټولټال ۵ لکه ۶۰ زره پوځیان لري چې که دا ۶۰ زره پوځیان يي هم پر ډېورند کرښه ځای پرځای شي، د ټول پوځ نږدې نیمايي برخه به يي پر ډېورند کرښه پرېوځي.

اوس پوښتنه دا پیدا کیږي، کله چې د پاکستان لوی شمېر پوځ پر ډېورنډ کرښه پروت دی او نور هم زیاتیږي، عمران خان څنګه کولای شي، د ده په وینا «اروپايي ټولنې په څېر افغانستان سره پرانیستي پوله ولري»

اروپا په څېر د پرانیستې پولې وړاندیز، د عمران خان په ګډون د بل هر ګاونډي هېواد تر مشر مخکې، افغان ولسمشر اشرف غني کړی چې که بل هر ګاونډی يي په منلو او پلیتوب کې ګام پورته کړي، افغانان به يي هرکلی وکړي او تر نورو به دوه ګامه مخکې ورواخلي، خو نه ښای د داسې سپېڅلي وړاندیز په نوم د هېوادو ترمنځ د کرکې او نفرت تخم لا وپاشل شي.

دلته افغانستان سره د پرانیستې پولې په نوم یا عمران خان غواړي د پاکستاني پوځ پراخ ځای پرځای کېدا ته پرتوګ ورواغوندي او یا مخکې تر مخکې پاکستانی پوځ غواړي، د افغانستان په اړه د عمران خان د بهرني سیاست مخې ته خنډ شي. په دواړه حالاتو کې یوه پایله لاس ته راځي او هغه دا چې افغانستان سره د اړیکو په برخه کې لومړۍ خبره پوځ کوي، ملکي حکومت واک نه لري او یا د عمران خان ملکي حکومت هم د تېرو حکومتونو په څېر د پوځي حکومت«سیورلن حکومت» دی چې یوازې يي د افغانستان په اړه تبلیغاتي ژبه بدله کړې ده!

په هیڅ بیه افغانان دا نه شي منلای چې دا ځل د پرانیستې پولې په نوم، افغانستان بیا د پنجابي پوځیانو د شوونیستي او ملیتاریستي کرغېړنو موخو ښکارشي.

همداراز د عمران خان د لومړي وزیرکېدو سره هممهال په افغانستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو بریدونه نوي ابعاد نیسي. پاکستان چې د طالبانو او نورو ترهګرو پټنځي او روزنځي دی، عمران خان باید په دې اړه خپله پالیسي په څرګندو ټکو کې بیان کړي. د ترهګرو ځالو په ړنګولو کې افغانستان او نړیوالو سره د پاکستاني تېرو واکمانو کړي ژمني عملي کړي.

خو که داسې ونه شی او لا هم په کور دننه ترهګرو ته ځای ورکول او د ګاونډيو په وړاندې د نیابتي جګړې د یوې وسیلې پتوګه د هغو کارونه دوام ومومي، ګاونډیو او په تېره بیا افغانستان سره د پرانیستې پولې وړاندیز به بې ارزښته او پر ځان ملنډې وګڼل شي.

په غزني ښار د طالبانو وروستي برید چې خپل ډول کې تر ټولو هغو خونړی او وحشي ګڼل شوی، لکه په ۱۹۸۸ کال کې د جلال اباد جګړه چې هلته د پاکستان ۱۱ او ۱۸ فرقه جنګېدله، غزني کې هم نیغ په نیغه پاکستاني جنرالان جنګېدلي او مړي يي پاکستان ته پر خرو او کچرو بار شوي دي. دا مړي کوټې، بډه بیري، پېښور او د پاکستان نورو ښارونو ته بار شوي او هلته دفن شوي دي.

امریکا غږ سره، د عوامي نشنل پارټي یو مشر افراسیاب خټک وايي« دلته خو پر سوشیال ميډیا ډېر مالومات خپاره شوي، ډېرو سازمانونو چې هغوی يي جنګ ته لېږلي ول او هغوی اطلاع خپله ورکړې او ویلي يي دي چې جنازې يي پاکستان کې کیږي. نورو مقاماتو کې خلکو ویلي او قبوله کړې يي ده چې د دې خلکو مړي له افغانستانه راوړل شوي، له جنګ نه راغلي، خو د پاکستان حکومت تر اوسه هیڅ غږ نه دی کړی ، نه يي وضاحت کړی او نه يي حتی غندنه کړې، په دغو حملاتو کې چې دومره خلک پکې وژل شوي دي. نو د پاکستان حکومت د بده مرغه همغسې پالیسۍ ته ادامه ورکوي او همغه سیاست ته ادامه ورکوي چې کوم د طالبانو پر حمایت راڅرخي، افغان سباوون بریښناپاڼه»

عمران خان چې سبا به د لومړي وزیر پتوګه لوړه کوي، د افغانستان په وړاندې دوه لارې مخکې لري. لومړۍ هغه لار چې خپله يي ویلي «افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او هیله لري چې د اروپايي ټولنې په څېر افغانستان سره پرانیستي پوله ولري.» او بله د افراسیاب خټک په وینا زړه پالیسي چې د طالبانو او نورو ترهګرو پر حمایت راڅرخي او پایله يي نه یوازې افغانستان بلکې له دې وروسته پاکستان ته هم تباهي راوړي.

د ۲۰۱۸ کال د اګست ۱۷ مه