کور / تازه خبرونه / طالبانو د اندونيزيايي چارواکو سره د افغانستان پر موضوع خبري کړي دي

طالبانو د اندونيزيايي چارواکو سره د افغانستان پر موضوع خبري کړي دي

طالبانو ويلي دي چي په افغانستان کي يې د سولي د خبرو لپاره خپل استازی د اندونيزيا هيواد ته لېږلی وو.

طالبانو رسنيو ته په لېږل سوې اعلاميه کي ويلي دي چي ددوی د سیاسي دفتر د رئيس شیر محمد عباس ستانکزي په مشری يو هيئت د اندونيزيا هيواد ته تللی وو.

طالبانو ويلي چي ددوی استازي د اندونيزيا د مرستيال ولسمشر، د بهرنيو چارو له وزيري او د افغانستان لپاره د اندونيزيا د ځانګړي استازي سره ليدني کتني کړي دي.

په اعلاميه کي راغلي چي دوی د اندونيزيايي چاروکو سره له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او د سولي په هکله ږغېدلي دي. خو ددې لېدنو کتنو په هکله يې جزئيات نه دي په ډاګه کړي.

له دې وړاندي هم د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو يو هيئت ازبکستان ته تللی وو او هلته يې د افغان سولي په تړاو د ياد هيواد له چارواکو سره خبري کړې وې.

افغان دولت وايي، چي ازبکستان ته د طالبانو د استازي سفر ددوی په مشوره او موافقه ترسره سوی دی.

طالبان پر داسي مهال بهرنيو هيوادونو ته د خپلو استازو د سفر خبر ورکوي چي په کور دننه کي د سولي خبري تودې سوي او ترڅنګ يې طالبانو جګړو ته هم زور ورکړی دی.

طالبانو دلوی اختر په وياړ د مبارکۍ په يوه پېغام کي د خپل مشر ملاهبت الله اخندزاده له خولې ويلي دي چي دوی به په افغانستان کي ترهغه د جګړې ډګر ګرم وساتي ترڅو چي په افغانستان کي بهرني ځواکونه موجود وي.

طالبان په داسي وخت کي د جګړې د اوږدېدو خبره کوي چي افغان ولسمشر پرون يوځل بيا پر طالبانو ږغ وکړ چي سوله وکړي او جګړه پای ته ورسوي.

ولسمشر اشرف غني چي تېره ورځ غزني ښار ته تللی وو، په يوه غونډه کي وويل چي اوس هم د طالبانو سره سولي ته تيار دی. د نوموړي په خبره، هغه خلګ چي د کورنۍ غړي يې په غزني کي ووژل سول هم د طالبانو سره د سولي د خبرو هرکلی کوي.

يوه اونۍ وړاندي طالبانو پر غزني ښار بريد وکړ او د افغان دولت سره تر دريو ورځو جګړې وروسته له دې ښاره ووتل.

 د غزني په جګړه کي د دواړو لوريو ته ډېره مرګژوبله واوښتل.

په دې جګړه کي اولسي وګړو ته هم زياته مرګژوبله اوښتې ده او د غزني ښار ډېری برخي وسوځلېدلې.