کور / راپور / د غزني پر ښار بريد دي د ملي امنيت له لوري وڅېړل سي

د غزني پر ښار بريد دي د ملي امنيت له لوري وڅېړل سي

ولسمشرمحمد اشرف غني وایي د غزني پر ولایت برید دې د ملي امنیت لخوا و څېړل شي او د کمزورۍ ټکي دې په نښه کړي .
د ارګ څخه په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي ،چې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون د  جمعې په ورځ  په غزني ولایت کې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت ارزولو په اړه د لوړپوړو امنیتي چارواکو په غونډه کې وکړې .
ولسمشر غني ویلي هغه کسان چې د غزني په جګړه کې قهرماني کړې وبه ستایل شي .
په یاده غونډه کې د د غزني ولایت امنیه قوماندان قرید احمدمشعل ته د ده د زړورتیا له کبه د جنرالۍ رتبه هم ورکړل شوه .
په اعلامیه کې وړاندې راغلي ، ښاغلي غني امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه کړې چې د غزني پولیس دې له سره ورغول شي او د ډاډمن امنیت د تامین لپاره دې په ښار کې د امنیتي حوزو شمېر هم زیات شي .
د دغه غونډې پر مهال د افغانستان د ملي اردو لوی درستیز شریف یفتلي ویلي چې په غزني ښار کې د وضعیت عادی حالت ته راګرځېدلی او د ښار په بېلابېلو سیمو امنیتي کمربندونه ځای پر ځای شوي دي .
همدارنګه په دې غونډه کې د غزني ښار د دولتي ودانیو د بیا جوړولو په موخه ولسمشر شل میلیونه ډالر هم تخصیص کړل او زیاته یې کړه جې د بیا رغونې چارې به ډېرې ژر پیل شي .
د یادونې ده چې‌ څوو ورځې وړاندې وسله‌والو طالبانو په غزني ښار باندې پراخ بریدونه وکړل چې شپږ ورځې یې دوام وکړاو د ملکي وګړو په ګډون یې په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله .