کور / راپور / د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان د ۸۰ کلنۍ په عمر مړ سو

د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان د ۸۰ کلنۍ په عمر مړ سو

د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان د ۸۰ کلنۍ په عمر ومړ.

کوفي عنان د ۱۹۳۸ م کال د اپریل پر ۸ نېټه د افریقایي هیواد ګانا په کومازي ښار کي زیږدلی وو.

نوموړي د نوبل د سول جائزه هم ګټلې وه.

کوفي عنان د ملګرو ملتونو سازمان ۷ عمومي منشي وو. هغه د ملګرو ملتونو په سازمان کې په مختلفو برخو کي دندې ترسره کړي وې.

ښاغلی عنان په ۱۹۶۲ م کال کي د لومړي ځل پاره د ملګرو ملتونو د سازمان په روغتیایي څانګه کي کار پیل کړ.

کوفي عنان د ملګرو ملتونو په سازمان کي د پرسونل مشر، د بودیجې مشر، د مهاجرو د عالي کمېشنر د ادارې ځای ناستی او د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواکونو د مشر په توګه دندې ترسره کړي دي.

کوفي عنان له ۱۹۹۷ م کال څخه تر ۲۰۰۶ م کاله پورې د ملګرو ملتونو د عمومي مونشي په توګه دنده ترسره کړې ده.

نوموړی په ۲۰۰۳ م کال کې پر عراق د امریکا متحده ایالاتو د برید یو له سر سختو مخالفينو څخه وو. هغه په ۲۰۰۴ م کال کي حتی دغه برید «غیر قانوني» وباله.

هغه او د ملګرو ملتونو سازمان په ۲۰۰۱ م کال کي په ګډه د نوبل د سولي جایزه ترلاسه کړه.

کوفي عنان لومړنی افریقایي تورپوستی دی چي د ملګرو ملتونو په سازمان کي د عمومي منشي په توګه يې کار کړی وو.

نوموړی له څه مودې راهيسته ناروغ وو او نن يې د ۸۰ کلنۍ په عمر له نړۍ سره مخه ښه وکړه.