کور / #PTM / محسن داوړ: د پوځي جنرالانو سره دي حساب او کتاب وسي

محسن داوړ: د پوځي جنرالانو سره دي حساب او کتاب وسي

‎ د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړي محسن داوړ تېره ورځ  په قومي اسمبلۍ يا پارلمان کي په خپله لومړنۍ وينا کي د پاکستان د پوځ سره د حساب کتاب غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل، د هغه پوځيانو او جنرالانو سره دي حساب وسي چي په ۲۰۱۴ کال کي يې په قبايلي سيمو کي د ترهګرو ځپلو په پلمه پوځي عمليات وکړه او پر مهال يې د سيمي د خلګو کورونه او دکانونه وران کړه او په سلګونو بې ګناه وګړي يې ووژل.

محسن داوړ پارلمان ته په وينا کي وویل: “د حساب کتاب خبري دي پيل سي، د ا خبري دي يواځي تر پارلمان پوري نه محدودېږي، هغه کسان چي مقدس ګڼل کېږي لکه څارنوالان، قاضيان او جنرالان د هغوی سره دي هم حساب وسي “.

دا لومړی ځل دی چي د پښتون ژغورني غورځنګ يو مخکښ غړی د پاکستاني پارلمان په ودانۍ کي د ياد هيواد استازو ته په ډاډه زړه سپيني خبري کوي.

محسن داوړ او علي وزير چي د پښتون ژغورني غورځنګ فعال غړي دي په پارلماني ټاکنو کي بريالي سوي دي او پاکستاني پارلمان ته لار پيدا کړې ده.

دواړو مشرانو ويلي دي چي د پښتون ژغورني غورځنګ فکر او آواز به د پارلمان څخه هم اوچتوي او د هغه کسانو پر ضد به مبارزه له همدې ځايه جاري ساتي چي په سيمه کي يې د پښتنو حقونه تر پښو لاندي کړي دي.

محسن داوړ پارلمان ته په وينا کي د پاکستان پر عدالتي نظام هم  نیوکه وکړه او ویې ویل، ډېره عجيبه ده چي په یو هېواد کي دي د ۴۴۴ انسانانو په وژنه تورن کس راو انوار په پوره درناوي او پرتمينو مراسمو محکمې ته وړاندي کېږي او د خپلي خاوري او خپلو خلګو لپاره د انصاف غوښتونکی حيات پرېغل دي په زندان کي پروت وي.

ښاغلي داوړ د هغه لادرکه کسانو په هکله هم خبري وکړې چي پاکستاني پوځ د پښتنو له سيمو په يوه او بله بهانه له خپلو کورنيو جلا کړي او برخليک يې تراوسه مالوم نه دی، په دغه کسانو کي ډېری يې دپاکستاني پوځ له لوري وژل سوي دي.