کور / اسلامي / د اسلامي نړۍ د ځلانده ستوري علامه غلام نبي کاموي (رحمة الله علیه) ژوند ته لنډه کتنه

د اسلامي نړۍ د ځلانده ستوري علامه غلام نبي کاموي (رحمة الله علیه) ژوند ته لنډه کتنه

لیکنه: محمد الياس «فاتح»
که له يوې خوا د افغانستان جهادي خاوره د تل لپاره  د نړۍ د مستکبرو امپراتوريو هدېره ګرځيدلې او د اشغالونو بدبويه مړي يې پکې د فن شوي دي، له بلې خوا يې علمي افق له داسې ځلانده ستورو څخه ډک پک دی، چې د نړۍ هرې خواته يې د امن او عرفان وړانګې شيندلي، چې ددغو ځليدلو او نوموتو ځلکښونکو څخه يو هم دخپل وخت ستر عالم علامه مولوي غلام نبي کاموي رحمه الله دی.
زوکړه يې :
د هېواد نابغه عالم، ستر محدث او فقيه حضرت مولانا غلام نبي کــاموي د ملا محمد حسين زوی ، د مــلا صاحب ګل لمسی  او د مـحمدعمر کړوسی دی،  چی په ۱۳۱۲ هـق کال د ننګرهار ولايت د کامې  ولسوالۍ د سنګر سرای په کلي کې نړۍ ته راغی .
زده کړه يې:
لومړنۍ زده کړې يې په ننګرهار کې دخپل پلار له آندوې او لارښوونې مطابق دهيواد له نومياليو عالمانو څخه ترسره کړې، او دلاعلمي پرمخيون  په پار يې د هندوستان په لورې په سفر پسې ملا وتړله.
هلته په هند کې يې د «بهوپال » په سيمه کې تر يوې مودې پورې سبقونه ولوستل، بيا يې ډهلي ته مخه کړه او ورپسې (دارالعلوم ديوبند) ته لاړ ، د سفر په دې لړ کې يې، د فقه ، اصول، منطق، فلسفې، معاني، حساب، هيئت، رياضي، کلام او نور مروجه علوم ولوستل او بيا يې په دارالعلوم ديوبند کې دتفسير او احاديثو دورې هم ولوستې او د محدثينو سرخېل حضرت مولانا ( شاه انورشاه کشميري رحمه الله ) څخه يې د احاديثو سند ترلاسه او فضيلت پګړۍ پرسر کړه.
استاذان يې:
د هغه له ځينو استاذانو څخه په لاندې ډول دي:
امام المحدثين مولانا شاه انورشاه کشميري رحمه الله
مولانا رحمدل خان کندهاري رحمه الله (هند- ډهلی)
مولانا تاج الدين افغاني رحمه الله، مشهور په کابلي ملاصاحب (هندوستان- ډهلی)
د دهبايي ملاصاحب رحمه الله  (هندوستان – بهوپال)
مولوي محمدابراهيم کاموي رحمه الله
مولوي مسکين کاموي رحمه الله
مولوي عبدالقدير چارباغي  رحمه الله
د مزينې لوی ملاصاحب رحمه الله
مولوي عبدالعلي  رحمه الله
تدريس يې:
له فراغت وروسته يې په دارالعلوم ديوبند کې د يو تکړه مدرس  په توګه ۴ کاله تدريس وکړ او ورپسې يې په ډهلي ، مکړ، او پيښور په بېلابېلو مدارسو کې دا مبارکه لړۍ روانه وساتله .
له دې اوږدې تعلمي او تدريسي سلسلې وروسته د خپل ګران ټاټوبي په لور وکوچيده، او ۱۳۲۴ هـ ش کال د کابل په عربي دارالعلوم کې د يو نامتو او ټولمنلي استاذ په حيث مقرر شو او په نوموړي دارالعلوم کې يې تر ۱۳۳۱هـ ش کال پورې تدريسي خدمات ترسره کړل.
په لومړيو کلونو کې يې د تکميلې درجې درس ورکاوه او وروسته د دارالعلوم شيخ الحديث او د بخاري شريف يو نامور متخصص استاذ ومنل شو او ددې ترڅنګ يې دقضاتو په مدرسه کې هم دهدايې شريفې درس ورکاوه.
ددې سربيره يې دکابل ملي راډيو کې هم اسلامي ځانګړې خپرونې، تقريرونه، مقالې او علمي تبصرې کولې…!  چې له دې امله د يو منلي استاذ او د هيواد  د يو ستر علمي شخصيت په توګه وپېژندل شو.
لکه څرنګه چې پلار يې ورباندې غلام نبي نوم ايښی و، په رښتيا هم دژوند په هره لحظه او لحاظ غلام نبي شو او د نبي اکرم صلی الله عليه وسلم دمقدس دين او د ده د مبارکو حديثونو عالم او معلم پاتې شو، ځکه به يې پخپله هم ويل:
غلام نبي ام بمعنی ونام
چنان دارم بخيرالانام
علميت يې:
لوراند خدای جل جلاله پر علامه غلام نبي د علومو دروازې خلاصې کړې وې، او دمعقولاتو او منقولاتو له ذخائرو يې برخيز کړی و، پر دې سربيره يې پر سياسي بصيرت او اجتماعي صلاحيت نازولی و. هغه به چې کله دخدای وربښلي علميت په جوش او څپانده جذبه کې راغی، نو غاړه به يې دومره هسکه شوه ، چې په معاصر پېر کې به هيڅوک د عالم  په توګه په نظر کې نه ورتلل.
د مولانا غلام نبي کاموي سوالونو ته د مولاناحسين احمد مدني ځوابونه:
دا چې مولانا علام نبي د دريابي علم خاوند شاه انورشاه کشميري په ځانګړو شاګردانو  او د هغه پر علمونو تاند او څپاند شوی و، کله چې شاه صاحب له دې نړۍ سترګې پټې کړې او پرځای يې مولاناحسين احمد مدني شيخ الحديث مقرر شو، نو مولانا غلام نبي د هغه دعلميت  اقرار نه کاوه.
د دارالعلوم سرحد (پيښور) مهتمم او د دارالعلوم ديوبند فاضل، شيخ الحديث مولاناسيد محمد ايوب جان بنوري رحمه الله ، يو ځل ستر جهادي لارښود حضرت اقدس مولانا جلال الدين حقاني حفظه الله، ته د مولانا غلام نبي صاحب دعلمي ځواک په رابطه يوه خاطره بيانوله، او زياته يې کړه چې د علامه مولوي غلام نبي صاحب او محدث العصر علامه محمد يوسف بنوري صاحب ترمنځ ډېره ټينګه ملګرتيا وه،  او دواړه دشاه صاحب خصوصي شاګردان وو، خو مولانا غلام نبي صاحب په عمر کې تر مولانابنوري صاحب مشر و، او دواړه به دلته راتلل.
يو ځل علامه مولانا سيد محمد يوسف بنوري راته کيسه کوله، چې په دارالعلوم ديوبند کې له حضرت شاه صاحب څخه وروسته شيخ العرب والعجم حضرت مولانا حسين احمد مدني صاحب شيخ الحديث مقرر شو؛ خو مولانا غلام نبي صاحب به د مولاناحسين احمد مدني صاحب علميت نه منلو او ده به ويل: بس د شاه صاحب څخه وروسته عالم نشته!
ما خورا زياته ارزو درلوده  چې يو ځل مولانا غلام نبي هندوستان ته راشي  (مولانا يوسف بنوري دغه وخت د هند په ډابهيل سيمه کې شيخ الحديث و) چې ديوبند ته يې بوځم، نو دخدای شان و، يوه مياشت وروسته راغی، مونږ چې شپه تېره کړه ، سهار وختي دارالعلوم ديوبند ته روان شوو؛ مولانا حسين احمد مدني صاحب د بخاري شريف درس شروع کولو سره سم ، مونږ ورته کيناستو. مولاناغلام نبي صاحب د مولانا مدني صاحب په طرف څنګ اړولی و. نو ما په زړه کې خدای ته سوال کاوه،چې د بخاري شريف په درس کې داسې علمي نکات راشي، چې مولانا غلام نبي ته د مولانا مدني علميت ښکاره شي؛ دا خبره مې زړه کې تېرېده راتېرېده چې مولانا مدني صاحب له خولې په حديثو درس کې علمي، منطقي او فلسفي دلايلو سره خبرې شروع شوې ، نو مولانا غلام نبي پر مولانا مدني اعتراضات پېل کړل او مدني صاحب سره له زيات عمره په ساړه سينه دده سوالونو ځوابول، دې لړۍ تر دې پورې دوام وکړ، چې دبخاري شريف درس له يو نيم ساعت څخه ، تر ۳ساعتونو پورې وغځيده، په دې لړ کې، د هغه د يوې فلسفي پوښتنې په ځواب کې مولانا مدني صاحب مدلل ځواب او ترڅنګ يې دصدری دوه صفحې عبارت په ياد ولوست؛  دې ځواب سره يې مولانامدني صاحب ته مخ او توجه يې  راواړوله او بيا يې هم خبرې کيدې ، تردې چې درس پای ته ورسيده، او مولانامدني صاحب لاړ .
ما له ده څخه پوښتنه وکړه، چې اوس دې د مولانا صاحب دعلميت په هکله څه رايه ده ؟
ماته يې ويل: يوسف جان مولوي صاحب! اوس مې دمولاناحسين احمدمدني په باره کې دا رايه ده : که چېرې په دې زمانه کې نبوت جاري وای، نو مولاناحسين احمد مدني به د نبوت د منصب څښتن و!
تألیفات يې:
مولانا غلام نبي په هر علم کې ځانګړی مهارت درلود او په درسي ډګر کې يې لوی لوی عالمان، فاضلان، مدرسين او قاضيان خپلې ټولنې ته وړاندې کړل، دغه رنګ د تاليف په ميدان کې هم خورا په زړه پورې خدمت ترسره او په هر علم کې يې په سختو درسي کتابونو لمنليکونه (حاشيې) ليکلي او ګټور تالفات يې کښلي دي، لکه :
۱ـ  د قاضي مبارک – حاشيه
۲ـ د حشر د اجسادو په اثبات کې(له عقلي دلايلو ډکه رساله)
۳ـ النبوة والرسالة
النبوت والرسالت« کتاب » يې :
په دغه جامع او ګټور کتاب کې د ډاروين د نظريې ترديد او په اعتقادي موضوعاتو کې عقلي او نقلي دلايل په تفصيلي توګه ځای په ځای شوي دي.
ديادونې ده چې مولانا ته په دغه کتاب باندې د وزير (فيض محمد خان) لخوا د معارف د وزارت پر مهال يوه لوړه علمي جايزه ورکړل شوې او ددې کتاب د ډېر ژرچاپ ژمنه يې ورسره  کړې وه،  ،خو ويل کيږي،چې د درسي کتابونو د چاپولو له کبله ددې کتاب په چاپ کې ځنډ راغی، ليکن وروسته مولانا په وار وار د پوهنې وزارت ته دا عرض وکړ، چې دجايزې مادي عوض مو بيرته واخلئ او دا کتاب راکړئ، چې زه يې په شخصي لګښت چاپ کړم، خو له بده مرغه چې هغه ارزښتناک کتاب نه مولانا ته بيرته ورکړل شو او نه تر اوسه چاپ کړل شو.
کابلی تفسير او زحمت يې:
په ۱۳۲۴هـ ش کال کې دپاچا ظاهرشاه لخوا دحکومت صدراعظم ته امر وکړل شو، چې د شيخ الهند علامه محمودحسن ديوبندي او د مولا ناشيخ الاسلام شبير احمد عثماني د قران کريم ترجمه او تفسير له اردو څخه پښتو او فارسي ملي ژبو ته وژباړل شي او کابلی تفسير منځته راشي، نو دحکومت په فرمان دغه دروند او تاريخي خدمت ترسره کولو لپاره د هيواد له درنو نومياليو عالمانو څخه کميټه جوړه شوه او په دغه کميټه کې يو هم ممتاز او د ترجيح خاوند غړی مولانا غلام نبي کاموي و.
هغه د نوموړي تفسير په رابطه داسې ويلي: ما ددې تفسير په  ژباړه کې په دې بسنه نه ده کړې، چې دا دلويو نامتو استاذانو ليکنه ده ، او دا اسناد کافي دي، بلکې ددې تفسير ماخذونه به مې په بشپړه توګه دپخوانيو او وروستنيو مفسرينو په معتمدو تفاسيرو کې لټول او له دې تطبيق او تصديق وروسته به مې دخپل نظر اظهار کاوه.
دولتي عهدې يې :
کله چې مولانا افغانستان ته راستون او د کابل په دارالعلوم کې د لويو کتابونو مدرس مقرر شو، نو دتدريس ترڅنګ يې دپوهنې وزارت دلوړ پوړو شخصيتونو سره د علمي ، اجتماعي غونډو برخوال و، بيا دپوهنې دعالي شورا په تصويب او دصدارت عظمی په فرمان د دغې شورا غړی وټاکل شو. د دې ترڅنګ يې د اطلاعاتو وزارت شرعي مشاور په توګه هم دنده اجرا کوله. بيا د حکومت له طرفه  په ۱۳۳۱هـ ش کال دکندهار دمرافعې قاضي په توګه وټاکل شو، د څه مودې په تيريدو سره دسردار محمد داود خان په حکومت کې د اعزاز په توګه په ۱۳۳۴ هـ ش د کابل د مرافعې قاضي مقرر شو او ورپسې  په خپل وړانديز سره متقاعده وشميرل شو.
دا چې حکومت يې دعلمي لوړ حيثيت څخه استفاده ضروري ګڼله نو ۱۳۴۱هـ ش کال د دکتور محمد يوسف په دوره کې د افغانستان د (جمعيت العلماء) غړيتوب ورکړل شو. او بيا په ۱۳۴۲ هـ ش دمشورتي کميټې غړی وټاکل شو.
وروسته  په ۱۳۴۳هـ ش دافغانستان دلويې جرګې ممتاز غړی مقرر شو او په ۱۳۴۴کال د۱۲دورې شروع کيدو په وخت کې دپاچا ظاهرشاه په فرمان د مشرانو د جرګې انتصابي سناتور غړی وټاکل شو.
رحلت يې:
مولانا کاموي په همدغې وروستۍ وظيفې د اجرايت په حالت کې؛ علمي او ملتي نړۍ ته تر سترو خدمتونو وروسته په ۱۳۴۹هـ ش کال دزمري مياشتې په ۷نيټه دتشنج عصبي په رنځ اخته او د وزير اکبرخان په روغتون کې بستر او د زمري په ۲۳مه نيټه دجمعې په ورځ ديادې مريضۍ له امله په ۲بجې ، دخپل ځوی او دوستانو په حضور کې دژوند په وروستۍ شيبه کې په لاس پورته کولو سره د «الله اکبر» کلمه وويله،او په ۷۸کلنۍ کې يې دتل لپاره له دې نړۍ سره خدای پاماني وکړه . انا لله وانا اليه راجعون
د زمري په ۲۴مه نيټه يې جنازه دکابل له دارالعلوم څخه په موټر کې د پل خشتي جامع جومات ته  يووړل شوه او د جنازې لمونځ يې دالحاج حافظ مولانا محمدامان (دجمعيت العلماء غړي ) ادا، او جنازه يې د حکومت په اعزازي تدابيرو سره د وطنوالو په بدرګه  کامې ته راوړل شوه، او جسد يې د ده له توصيې سره سم خپلې پلارنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.
روح يې ښاد او ياد يې تل اوسه!