کور / راپور / د سولي عالي شورا: طالبان او دولت دي د لوی اختر په ورځو کي اوربند وکړي

د سولي عالي شورا: طالبان او دولت دي د لوی اختر په ورځو کي اوربند وکړي

د سولي عالي شورا او د علماوو شورا له حکومت او طالبانو څخه غوښتي چي د اختر په ورځو شپو کي اوربند پلی کړي.

د سولي د عالي شورا مشر کريم خليلي په يوې غونډه کي ويلي چي له طالبانو او دولته مو تقاضا داده چي د لوی اختر په ورځو شپو کي اوربند ته غاړه کښېږدي.

کريم خليلي وويل، دا وړانديز د افغانستان د اولس وړانديز دی او تمه ده چي مثبت ځواب ولرو.

ښاغلي خليلي په خپلو خبرو کي وويل: ” تمه مو داده چي لږ تر لږه د اختر په ورځو کي په دواړو غاړو کي د افغان ځوانانو د تلف کېدو شاهدان و نه اوسو “.

د ځينو سرچينو په خبره د طالبانو د قطر دفتر او د کوئټي شورا هم په لوی اختر کي د اوربند سره موافق دي خو د اوربند پر مديريت باندي خبري رواني دي.

بل خوا د اوربند په هکله د  افغان حکومت دريځ چي بايد پرون اعلان سوی وای تراوسه نه دی اعلان سوی.

ارګ وايي چي د اوربند د ښه مديريت په خاطر خبري اتري او مشورې رواني دي چي تر بشپړېدو وروسته به يې جزئيات د خلګو سره شريک سي.

ويل کېږي طالبان هم د اوربند سره موافق دي خو د مديريت لپاره يې مشورې رواني دي، خو ځيني سرچېنې وايي، امريکا هڅه کوي طالبان لږترلږه دوه مياشتني اوربند ته وهڅوي ترڅو په دې موده کي پارلماني انتخابات وسي او د طالبانو ترلاس لاندي سيمو ته مرستي ورسېږي.

خو تراوسه په دې هکله طالبانو جزئيات نه دي ورکړي.

په تېر کوچني اختر کي د طالبانو او افغان دولت ترمنځ درې ورځنی اوربند وسو چي په دې موده کي هيڅ امنيتي پېښه رامنځ ته نه سوه. او طالبان د کابل په ګډون د ځينو لويو ښارونو په واټونو کي وليدل سوه.

ځيني سرچينې وايي چي طالبان کېدای سي پر دې فکر کوي چي د لوی اختر په ورځو کي د اوربند پر مهال بايد ددوی جنګيالي ښاري سيمو ته ولاړ نه سي او نه هم د دولتي سرتېرو سره يوځای ناسته و لاړه وکړي.

افغان دولت هم ويلي چي د لوی اختر په ورځو کي د احتمالي اوربند په ترڅ کي به د تيارسي په حالت کي وي.