کور / سياسي / طالبان سولي ته ضرورت نه لري، ځکه جنګ ګټي

طالبان سولي ته ضرورت نه لري، ځکه جنګ ګټي

ورځني سیاسي نوټونه (۱۷۷)
د واحد فقيري ژباړه
طالبان سولي ته ضرورت نه لري، ځکه جنګ ګټي:
د واشنګټن پوسټ مشهور سیاسي مبصر ښاغلی مکس بووټ د اګسټ پر ۲۳ مه لیکي جمهورریس بیل کلنټن او له هغه راوروسته د امریکا بل هر حکومت کوښښ کړی دئ چي د طالبانو سره سیاسي معامله وکړي. د امریکا تازه خپاره سوي محرم اسناد ښيي چي د ۱۹۹۵ او ۲۰۰۰ تر مینځ امریکايي دپلوماتانو ۳۰ (دیرش) ځله د طالبانو سره پدې غرض ملاقاتونه کړي دي څو هغوی پدې قانع کړي چي په افغانستان کي‌ د تروریسټانو د تمرین مرکزونه بند کړي. په ۱۹۹۸ کي، د کلنټن ادارې د طالبانو سره مخامخ خبري وکړې، او طالبانو ژمنه وکړه چي تروریسټانو ته به اجازه ور نه کړي چي افغانستان خپله اډه وګرځوي. خو فقط څو میاشتي وروسته القاعدې په کنیا او تانزنیا کي د امریکا پر سفارتونو باندي مرګانۍ حملې وکړې.

لیکوال علاوه کوي د سپټمبر تر حملو راوروسته جورج بوش د مذاکراتو په مووډ کي نه وو، خو کله چي متحده ایالات د افغانستان په باتلاق کي راګیر سول، د طالبانو د محلي قومندانانو سره تماسونه پیل سول، څو هغوی د امریکا په حمایت د کابل حکومت سره روغه جوړه وکړي. کله چي ښاغلی اوباما قدرت ته ورسېد، هغه په افغانستان کي د امریکايي قواوو د زیاتولو سره جوخت اعلام کړل چي یوازي سیاسي روغه جوړه جنګ ختمولای سي. اوباما طالبان تشویق کړل چي په قطر کي خپل سیاسي دفتر پرانزي، څو د رسمي مذاکراتو لپاره لاره اهواره سي.

اوس، د ټرمپ حکومت غواړي چي د طالبانو سره مستقیمي خبري وکړي، او په عین حال کي د کابل حکومت، چي طالبان ئې د امریکا مزدور بولي، بای پاس کړي. بلخوا، مسکو غواړي چي د طالبانو او نورو سره د سولي مذاکرات پیل کړي، خو پدې خبرو کي به امریکا حضور و نه لري.

لیکوال لیکي زه نه غواړم چي د بدو خبرونو ویاند واوسم، خو داسي برېښي چي دا اوسني کوښښونه به د پخوا په شان کومه مثبته نتیجه ور نه کړي. ځکه طالبان په نظامي ډګر کي مات سوي نه دي، پدې تېرو څو هفتو کي ئې پر غزني، فاریاب، بغلان،‌ او تخار باندي حیرانونکي حملې وکړې، او په سلهاوو عسکر ئې ووژل. یوازنی فکټور چي د کابل د حکومت له سمدستي سقوط څخه مخنیوی کوي، هغه د امریکايي فوجیانو فعال حضور دئ.

خو وروسته له ۱۷ کالو جنګ څخه، په افغانستان کي د متحده ایالاتو د پاته کېدو تعهد او استقامت په څرګنده توګه کمزوری کېږي. تېرکال، جمهورریس ټرمپ د خپل ملي امنیت د مشاور مک ماسټر په تشویق او فشار افغانستان ته اضافه عسکر واستول. خو اوس ماک ماسټر برطرفه سوی دئ، په افغانستان کي امنیت لا خراب سوی دئ، او ټرمپ بېحده بې حوصلې سوی دئ. دمګړی ټرمپ پر دې باندي سوچ کوي چي له افغانستانه امریکايي عسکر راوباسي، او د افغانستان جنګ د ایرک پرینس مزدورو جنګیالیو ته ور وسپاري.

مکس بووټ سوال مطرح کوي او لیکي که چیري تاسي طالبان وای، تاسي به ولي مذاکراتو ته مخه کړې وای؟ ځکه د طالبانو په نظر یوه موافقه به هله منطقي وي چي متحده ایالاتو ته د اخراج موقع برابره کړي، او په ضمن کي د امریکا محلي ملګري مات سي.

په پای کي، متحده ایالات به په دپلوماتیکو لارو چارو باندي په افغانستان کي خپل اهداف،‌چی عبارت د القاعدې او نورو تروریسټي ډلو لیري ساتل دي، تر لاسه نه کړي. امریکا مجبوره ده چي د انګریزیانو په شان به افغانستان کي په سلهاوو کلونه په زرهاوو عسکر وساتي. ځکه په بل صورت کي امریکا باید دېته چمتو واوسي چي په افغانستان کي به د داعش غوندي یو بل رژیم حاکم سي. زما نظر دا دئ چي موږ باید هلته د ستراتیژیکي فاجعې د مخنیوي په غرض خپل نظامي حضور وساتو، خو موږ باید دا کار پرته له دې خوب او خیال څخه وکړو چي هلته به سوله او سیاسي روغه جوړه راسي.
#DPolPost