کور / تازه خبرونه / د زابل امنيې قومندان په پوليسو کي د اصلاحاتو ژمنه وکړه

د زابل امنيې قومندان په پوليسو کي د اصلاحاتو ژمنه وکړه

د زابل ولایت لپاره نوی ټاکل سوی امنیه قومندان سمونوال محمد مصطفی مایار وایی چي د پولیسو په لیکو کی اصلاحات راوستل یی په کاری لومړیتوبونو کی راځي او په دې اړه یې عملی کار پيل کړی دی

سمونوال محمد مصطفی مایار چی شاخوا شل ورځي وړاندی د ولسمشر په امر د زابل ولایت لپاره د نوی امنیه قومندان په توګه ټاکل سوی په راتګ سره یې په دې ولایت کې ځینی مثبت تغیرات لیدل کیږی

که څه هم د نوموړی په راتګ سره په زابل کې امنیتی پيښي راکمی سوی دی خو ورسره تر څنګ یې نوموړی د پولیسو په لیکو کې اصلاحات راوستل خپل لومړیتوب بولی .

مایار د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وویل غواړی د کورنیو چارو وزارت او ولسمشر د لارښوونې سره سم یې اصلاحات پيل کړی دی چې مثبت تاثیرات یې معلوم دی او دا لړۍ به نوره هم دوام وکړي

د زابل امنیه قومندان وویل د پولیسو په اصلاحاتو سره به وتوانیږی چی د ولس باور تر لاسه کړی، د زور واکو او غاصبینو مخه ونیسی او هم په دې ولایت کې د موجود تشکیل په اړه دقیق معلومات تر لاسه کړی چی دا ټول کارونه د ښه امنیت سبب کیږی

د زابل امنیه قومندان په داسی حال کې خپله دنده پيل کړه او مثبت بدلونه یې راوستل چې په تیرو څو میاشتو کې د زابل ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې وسله والو طالبانو پر دولتي عسکرو سخت بریدونه ډير کړي وه.

اسرار احمد څپاند – زابل