کور / سياسي / د افغانستان په سیاست کې د خلیل زاد رول

د افغانستان په سیاست کې د خلیل زاد رول

سردار محمد همدرد
په دې وروستیو کې ځینې داسې راپورونه خپاره سوي دي چې ډاکټر زلمی خلیلزاد به په افغاستان کې د امریکا متحده ایالاتونو ځانګړی استازی وټاکل سي. خلیلزاد چې په اصل کې افغان دی، د امریکا په حکومت کې هم د یوه بااستعداده ډیپلومات او شخصیت حساب ورباندې کیږي.
زلمی خلیلزاد د افغانستان د سیاسي جریانونو په اړه باخبره شخص دی. د دې ترڅنګ د افغانستان په روان سیاست کې یې تل هغو ټکو ته اشاره کړې ده چې د افغانستان د ستونزو لاملونه دي. د بېلګې په توګه؛ ښاغلی خلیلزاد د پاکستان په اړه ډېر واضیح دریځ لري او تل یې ویلي دي چې پاکستان د افغانستان د جګړې لپاره اورپکي ساتي. دا هغه دریځ دی چې ډېری ډيپلوماتان دا خبره په واضیح ډول نه کوي.
د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه امریکا د افغانستان لپاره یوه نړیواله اجماع را منځ ته کړه. په افغانستان کې چې کوم حکومت جوړ سو، د روس او چین په شمول د نړۍ ټولو هېوادونو په یو ډول نه یو ډول د افغان حکومت ملاتړ کاوه.
په دې وروستیو کې روس یو ځل بیا د افغانستان په سیاست کې ځان را څرګند کړ. د افغان دولت له وسلوالو محالفینو سره د روس ګډې ناستې او اړیکې هغه څه دي چې افغانستان یو ځل بیا د زبر ځواکو هېوادونو د رسۍ کشۍ مرکز وګرځېد.
پاکستان او اېران خو لا پخوا په افغانستان کې ښه بربنډه مداخله کوله او وسلوالو ډلو ته یې په خپلو سیمو کې مرکزونه ورکړي وو، هغوی به یې روزل او اکمالول او وروسته به یې افغانستان ته د جګړې لپاره را استول. په افغانستان کې وروستۍ داخلي ستونزې، پراخ اداري فساد او د زورواکانو بدمعاشي هغه څه دي چې زمونږ هېواد یې له لویو ننګونو سره مخ کړی دی.
را رواني ټاکنې هم په هېواد کې یو لوی چالش دی. پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې ورځې شمېرل کیږي. وخت ډېر کم دی او حالاتو ته په کتو ستونزې او ننګونې خوارا ډېرې دي.
پارلمان تر خپل وخت یوه دوره غیر قانوني تېره کړه. په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې هم لويې ستونزې او جنجالونه را پیدا سول. دا چې ټاکنې د نظام د مشروعیت لپاره یو مهم اصل دی، که په خپل وخت ترسره نه سي، خدای مه کړه افغانستان به نړیوال باور له لاسه وکړي.
دا چې د ډاکټر زلمي خلیلزاد ټاکنه به د دې چالشونو په وړاندې څومره مهمه وي، دا به وخت ځواب و وايي. خو زه د یوه افغان په توګه وایم چې د افغانستان لپاره د امریکا ټینګ ملاتړ هغه وخت کېدلای سي چې امریکا خپلې تېروتنې ومني. د پاکستان په وړاندې وروستی قاطع دریځ یې په افغانستان کې د دایمي سولې په معنی دی چې په دې برخه کې د ښاغلي خلیلزاد رول تر هرچا مهم دی.
افغانان له جګړې ستړي سوي دي او په یوه خوله د سولې نارې وهي. د هلمند د سولې ولسي حرکت او نورو وښودله چې افغانان سوله غواړي. د داخلي جنګسالارانو او په حکومت کې له پراخ فساد څخه تنګ راغلي دي. اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې په داسې یوه اجماع باید کار وسي چې هغه هم نړیوالو او هم افغانانو ته د منلو وړ وي. دا اجماع باید په ټولو برخو کې وضاحت ولري. ټاکنو ته باید لومړیتوب ورکړل سي. د بیان ازادۍ او ډيموکراسۍ لپاره په رښتینې مانا هلې ځلې وسي.
یوه خبره باید ډېره واضیح وکړو. نړیواله ټولنه باید د هغو کسانو په وړاندې هم قاطع دریځ ولري چې هغه قانون نه مني او یوازې د ټوپک په شپېلۍ خبره کوي. څومره چې د حکومت وسلوال مخالفین د ښې حکومتولۍ په وړاندې ستونزې جوړوي، داخلي مافیا هم تر هغوی کم نه دي.
په اخر کې بیا هم دا خبره کوم چې د خلیلزاد ټاکنه به د افغانستان په روان بحران کې لویه مرسته وکړي.
په درنښت!
۱۳۹۷/وږی/۳
زرنج