کور / راپور /  اشرف غني: له حنيف اتمر څخه به په نورو برخو کي کار واخيستل سي

 اشرف غني: له حنيف اتمر څخه به په نورو برخو کي کار واخيستل سي

اشرف غني چي د ملي امنيت د نوي سلاکار حمدالله محب د معرفي کېدو په غونډه کي يې خبري کولې وويل، چي که څه هم د حنیف اتمر د استعفی منل ورته یو سخت کار و، خو په خبره یې د هېواد لوړو ګټو ته په پام سره یې دغه تصمیم نیولی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کي وويل:”باید ووايم چي زما لپاره د یو ملګري او دوامدار همکار استعفی منل یو سخت کار وو، خو د هېواد د لوړو ګټو لپاره باید دغه تصمیم نیول شوی وای، د جناب اتمر د خدمتونو قدرداني کوم، اتمر صاحب د هېواد په بېلابېلو برخو کي زیات زحمت ایستلی، هېواد اتمر صاحب ته ضرورت لري او ان شاء الله په نورو برخو کي به ورنه استفاده وشي.”

تېره ورځ د ملي امنيت مخکني سلاکار حنيف اتمر له خپلي دندي څخه استعفاء وړاندي کړه چي ولسمشر هم ومنل او پرځای يې په امريکا کي د افغانستان سفير حمدالله محب د ملي امنيت د سلاکار په توګه مقرر کړ.

د ښاغلي اتمر د استعفاء لامل د حکومتي چارواکو سره د امنيتي ستونزو د حلولو پر سر د جدي اختلافاتو رامنځ ته کېدل بلل سوي دي.

همداراز نن  د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي هم ولسمشر ته  استعفاوې وړاندي کړې. خو اشرف غني د نوموړو استعفاوي ونه منلې او پر خپلو دندو د پاتي کېدو لارښوونه يې ورته کړې ده.