کور / راپور / چارواکي : د ننګرهار لپاره د طالبانو نظامي مسؤول وژل سوی دی

چارواکي : د ننګرهار لپاره د طالبانو نظامي مسؤول وژل سوی دی

د ننګرهار چارواکي وايي چي د ياد ولايت  لپاره د جنګي طالبانو نظامي مسؤل د ۴ ملګرو سره یو ځآی ووژل سو.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي، چي د بټي کوټ ولسوالۍ په ۲۴ مې ویالې سیمه کي تېره ورځ د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې د ختیځ زون په کچه مالي او د ننګرهار په کچه د جنګی طالبانو نظامي مسؤل مولوی شهید یار د څلور نورو ملګرو سره یو ځای ووژل سو او ۴ نور وسلوال ټپیان سول .

د خوګياڼي په خبره، په وژل سويو جنګي طالبانو کي مفتي هیبت الله ،بسم الله محمدي او د حاجي تور په نوم د جنګي طالبانو سرګروپان هم شامل دي،چي په وروستیو کي د پاکستان څخه بټي کوټ ولسوالۍ ته را ستانه سوي وه .

نوموړی وايي،  چي همدا راز د سیف الله او عثمان په ګډون د خیبر ایجنسۍ څلور تنه په دې برید کي ټپیان سوي دي .

بل لور ته د چارواکو په خبره په غني خیلو کي هم د یو قوماندان په ګډون ۶ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

تراوسه په دې هکله طالبانو څه نه دي ويلي.

څو ورځي وړاندي طالبانو ادعا کړې وه چي دوی د داعش پر ضد د عملياتو چمتووالی نيولی دی خو امريکايي ځواکونو او افغان دولت د داعش وسلوالو مرسته کړې او هغوی يې له محاصرې څخه ايستلي دي او خوندي سيمو ته يې انتقال کړي دي.

خو د طالبانو دا ادعا افغان دولت او امريکايي ځواکونو رد کړې ده او ويلي يې دي چي دوی د داعش پر ضد هوايي بريدونو او ځمکني عملياتو ته زور ورکړی دی.