کور / د ډيورنډ کرښه / د پاکستان د جوړښت اصلي لامل او د امریکا سره يي اوسنی اړیکي

د پاکستان د جوړښت اصلي لامل او د امریکا سره يي اوسنی اړیکي

تاریخي شالید

ليکنه: احمدشاه انګار

تاریخي شواهید ښيي چې د دوهمي نړیوالي جګړې وروسته د  پاکستان  جوړښت د انګلستان لخوا په دې سیمه کي د ستراتیژیکو موخو لپاره وو. یعني  افغانستان او چین شوروي پلوه هیوادونه وه او  په هند کي هم موجود پیاوړی ګوند کانګرس  هم شوروي پلوه تمایل لاره. نو د شوروي د محار لپاره د هالفورډ میکندر د هارټ لنډ او نیوکلاس سپایکمن د ریملنډ د تیوريانو پر بنسټ، د غرب د ستراتیژیکو موخو د ساتلو لپاره ، په دې سیمه کي د یو نوي انګلیس پلوه هیواد جوړېدل اړین وه.

خو دوهمي نړیوالي جګړې د لويي برطانیی اقتصادي او پوځي ځواک کمزوری کړې وو، چې له امله پاکستان یوازي پرېښودل سو، ان دا چي انګلیستان په هند سمندر کي خپله سمندري پوځي اډه د دیګو ګراسیا هم امریکا ته وسپارل. پاکستان د څو متخاصمو قدرتونو په منځ کي ګیر پاته سوه، ځکه چین او افغانستان دواړه شوروي پلوه هیوادونه وه او د هند په ستراتیژۍ کي پاکستان اوس هم د لوي هندوستان قلمرو دی. پاکستان په ویره کي وو چي امکان سته چي هند يي بیرته لاندي کړي او ور سره سم افغانستان هم د پاکستان خپلواکۍ خلاف رایه په ملګرو ملتونو کي ور کړې وه او ډیورنډ لاین په رسمیت نه پيژني معني د پاکستان پر زیاته مځکه باندي ادعا لري.

دا چې په پر نړیوال نظام باندي عموماً لوبه د ریالیزم یا پاور پولټیکس پر اساس تعریف کیږي، او د ساړه جنګ په جریان کي هم نړیالي بازیاني د همدې تیوري د Relative gains پر بنسټ تعریف کیدلې. او د دې تیوري پر بنسټ کوچني قدرتونه د ځان د بقا په خاطر اړ دي چې د ځان لپاره امنیتي چتر یا security umbrella باید ولري ، نو پاکستان  هم دې ته اړتیا لرل چې باید یو امنیتي چتر پیدا کړي، په لومړي سر کي يي کوښښ وکړ چې دشوروي اتحاد څخه ګټه پورته کړي ، خو بریالی نه سو. نو امریکا متحده ایالاتو  ته يي لاس اوږد کړ، امریکا هم په دې سیمه کي دخپلو ستراتيژيکو ګټو د ساتلو لپاره همداسي ځای ته اړتیا لرل. خکه د جورج کنان د محار د تیوری پر بنسټ د شورور سره مبارزه باید د مخامخ جګړې د لاري نه بلکي د محار کولو له لاري شوروي مات سي، نو امریکا هم پاکستان سره د سیټو او سنټو په نامه  تړونونه لاسلیک کړل. ځکه د نیکولاس سپایکمن د ریملنډ د تیوری پر بنسټ چي تر اوسه لا د اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ یوه برخه جوړوي. د شوروي د محار لپاره باید د شوروي شاوخوا امریکا پلوه هیواځادونه و اوسي، چې همداسي هم وه خو یوازي دغه ځاي چې پاکستان او افغانستان  خالي وو، او امریکا ویره لرل چي د همدې لاري به شوروي اتحاد ، د تزاري روسيي د زړې ستري لوبي old great game ستراتيژي تعقیب کړي او ګرمو اوبو ته به لار پیدا کړي. نو ځکه باید دغه لار پر وتړل سي.

په ۱۹۶۲ کال کي د چین او هند تر منځ سرحدي شخړي پاکستان دا چانس هم په لاس ورکړی چې هند څخه د ځان ساتنی لپاره باید یوازي پر امریکا تکیه و نه سي، په ځانکړي ډول دغه مفکوره ذولفقار علي بوټو لرل ، چې باید چین هم خپل ستراتيژيک ملګري او د چین د امنیتي چتر څخه هم  باید ګټه پورته سي. لکه څنګه چي د تهاجمی ریالیزم د تیوري یو تیورسن امریکايي پروفیسور جان میر شایمر وايي، چې د ساړه جنګ په جریان کي د شوروي د کمزوري کولو لپاره او د محار د کړۍ د پوره کولو لپاره د چین ملګرتیا د امريکا لپاره ډیره اړینه وه، او د تیلو شاهانو په کتاب کي لیکل سوي چې پاکستان په ۱۹۷۰ کلونو کي د امریکا او چین په نژدې کېدو کي رغنده رول و لوباوه.

پاکستان او چین دواړو هیوادونو په افغانستان  کي  د شوروي خلاف جګړه کي د امریکا په ګټه کار وکړ، چې د دې جګړې څخه پاکستان ډیره ګټه هم پورته کړل ، ان دا چي پاکستان د چین او امریکا په مرسته د اټومي طاقت خاوند سو. خو دا چې په سیاست کي دایمي دوست او دایمي دوښمن نسته او یوازي دایمي ګټي دي، نو ځکه د پاکستان او امریکا دوستي تر ابده نسي کیدای. ځکه اوس مهال د پاکستان لپاره د چین او امریکا یعني دواړه رقیب هیوادونه دوست ساتل سخت برېښي.

اوسني حالت

د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپټمبر ۱۱مې له پېښو وروسته د چین په ګډون ټولې نړۍ د امریکا له ترهګرۍ سره د جګړې یا war on terror ملاتړ وکړ، پاکستان هم امریکا ته له خپلې خاورې د افغانستان پرضد د استفادې اجازه ورکړه، خو دغې همکارۍ ایله تر ۲۰۱۴ کاله دوام وکړ.

دا خبره ډېره ساده معلومېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، امریکا پاکستان غولولې او دوه مخې لوبه يې ور سره کړې؛ ځکه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په وار وار ویلي چې موږ امریکا ته له پاکستانه د اورپکو د راتګ په اړه ویلي وو، خو امریکا به ویل پاکستان زموږ ستراتيژيک ملګری دی او موږ نه غواړو له پاکستان سره اړیکې خرابې کړو.

“مصنوعي جهاد”

د هغه ترڅنګ دا خبره ځکه ساده معلومېږي، چې د سړې جګړې په اوږدو کې ډېری دغه مدرسې چې اوسمهال د افغانستان لپاره پاکستان کې جنګیالي روزي، د امریکا په مرسته له پخواني شوروي سره د جګړې لپاره جوړې شوې، چې همدا خبره څه موده مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم د امریکا د ولسمشر د خبرو په ځواب کې وکړه چې د شوروي خلاف جګړه د امریکا له خوا پیل شوی “مصنوعي جهاد” و، دا نو څنګه امکان لري چې امریکا دې په دې نه وي خبره چې پاکستان د طالبانو، القاعدې او حقاني شبکي ملاتړ لري.

په داسې حال کی چې د القاعدې پخوانس مشر او بنسټګر او د وسله والو طالبانو دواړه پخواني مشران ملا محمد عمر او ملا اختر محمد منصور دواړه د پاکستان په خاوره کې وو، همدارنګه د “ناسم دوښمن” یاWrong Enemy کتاب کې هم یادونه شوې چې پاکستان د افغان دولت د مخالفو وسلوالو لاسنیوی کوي.

ما په فکر اصلي خبره له ترهګرۍ سره د جګړې مسله نه دهو بلکې اصلي خبره پاکستان کې د چین د نفوذ ډېروالی دی، چې په ستراتيژیک ډول د امریکا د ګټو لپاره ستراتيژیک خطر دی، همدا خبره له هند او امریکا سره د نژدې والي لامل هم شوې.‌

لکه څنګه چې پروفیسور جان میر شایمر وايي، چین به هېڅکله په سوله ییز ډول مخته ولاړ نه شي. د ښاغلي میر شایمر په اند، د امریکا پر وړاندې اوسنی ستراتيژيک خطر چین دی؛ ځکه چین ورځ تر بلې په یو سیمه ییز هجمون یا برلاسي قدرت بدلېږي او لکه د امریکا لپاره چې د مونرو دوکتورین پربنسټ، هېڅ بهرنی قدرت باید د امریکا په سیمه Wester Hemisphere کې نه وي، همدا ډول پالیسي چین هم لري، هر کله چې چین په سیمه ییز هجمون بدل کړي، نو بیا امریکا ته په دې سیمه کې د پاتېدو اجازه نه ورکوي.

امریکا خپلې سټراتيژیکې ګټې د متخاصمانه یا له coercive لارې تعقیبوي، خو چین بیا له سوله ییزې لارې تعقیبوي، چې همدا ډول پالیسي جاپان په ځینو سیمو کې د دویمې نړیوالې جګړې مخکې تعقیبولې او امریکا په دې پالیسي پوهېږي چې د پاکستان او چین ترمنځ اقتصادي دهلیز د چین لخوا د همدې پالیسي برخه ده، چې چین غواړي دغه هېوادونه خپل کنټرول لاندې راولي او بیا له همدې لارې د امریکا د مهار ستراتيژي ناکامه کړي.

ستره لوبه

چین په افغانستان د امریکا پوځي حضور د خپل ځان لپاره ستراتيژيک خطر بولي او له ترهګرۍ سره جګړه د خپل هېواد د محاصره کولو یوه پلمه ګڼي؛ نوځکه د امریکا پر وړاندې د پاکستان ملاتړ کوي. لکه څنګه چې اوس معلومه ده روسیه هم د امریکا خلاف ده او داسې اوازې دي چې د امریکا خلاف د طالبانو ملاتړ کوي؛ نو ځکه د نړیوالو اړیکو ځینې پوهان په افغانستان کې روان حالت نوې “ګریټ ګېم” (ستره لوبه)‌ بولي.

که پاکستان د چین په خوله په خپل هېواد کې افغانستان ته د امریکا د اکمالاتو لار وتړي، نو د امریکا ګټې په اسانۍ سره په خطر کې اچوي؛ ځکه د افغانستان شاوخوا ټول هېوادونه د امریکا خلاف دي. چین اوسمهال د پاکستان په مرسته د امریکا پر وړاندې د ستړې کېدونکي یا Exhausted Tactic سترایيژي تعقیبوي، چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ښه ستړې کړي او بیا مجبوره شي دا سیمه پرېږدي.

دا پوښتنه پیدا کېږي چې:‌ څنګه د پاکستان خلاف د امریکا ستراتيژي یو دم دومره شدیده شوه؟‌

لکه څنګه چې په امریکا کي عموماً دوه مخور ګوندونه له ډېره وخته حکومت کوي، په دې سره د دیموکرات ګوند زیات وخت خپله بهرني ستراتيژۍ د “ویلسنیزم تیوري” چې د امریکا د پخواني ولسمشر وېدرو ویلسن نظریات دي تعقیبوي، چې د هغه پربنسټ په نړیوالو مسایلو کي کوښښ کېږي د متخاصمانه تګلارو پرځای، له ډیپلوماسۍ کار واخلي. که مو یاد وي د پخواني ولسمشر بارک اوباما په حکومت کې له پاکستان سره د یادو ستونزو د حل لپاره ډېر پر ډیپلوماټیکو تګلارو کار کېده، ان دا چې پاکستان ته د ایف ۱۶ جنګي الوتکو ورکول يې هم لغوه کړل.

خو د لیبرال ګوند اکثره وخت خپله بهرني پالیسي د “جګسنیزم” چې د جکسن له نظریاتو سرچینه اخلي، تعقیبوي، چې د هغه پربنسټ دوی له متخاصمانه تګلارې coercive diplomacy کار اخلي. نو ځکه ویلای شو چې د ټرمپ دریځ د پاکستان پر وړاندې د همدې تیوري سرچینه اخلي، که د ټرمپ پرځای بل هر جمهوریپال ولسمشر وای، همدا ډول ګام به يې پورته کړی و، خو ټرمپ په دې برخه کې نسبتاً نورو ته ډېر جدي ګامونه اخلي، چې دا کار د جمهوریپال ګوند ډېری ولسمشرانو کړی، لکه بوش چې د عراق خلاف له همدې لارې کار واخیست.

لکه څنګه چي پروفیسور میرشایمر وايي، په ستراتيژیکه توګه د امریکا لپاره د چین شاوخوا هېوادونه نسبتاً اروپا ته اوسمهال ډېر اهمیت لري او اروپا دویمه کتګوري کې راځي. نو د چین خلاف باید شاوخوا هېوادونه پياوړي او محاصره تنګه کړل شي، چې په دې لړ کې د هند رول ډېر مهم دی، ځکه هند چین خپل ستراتيژیک خطر بولي او په دې اړه له امریکا سره هر ډول مرستي ته تیار دی او امریکا هم په افغانستان کې هنذ ته د ډېر رول ورکولو په تکل کې ده.

ه Grand Strategy for India 2020 and Beyond کتاب کي راغلي،‌ د هند لپاره افغانستان له امنیتي اړخه مهم دی او علت يې هم پاکستان دی چې پاکستان د ستراتيژيک ډبت Strategic Depth پالیسۍ له لارې غواړي افغانستان یو client state وګرځوي چې بیا يې په اسانۍ سره د هند خلاف وکاروي، لکه د طالبانو په رژيم کې چې ښه بېلګه يې د هند مسافر وړونکې الوتکې د تښونې پېښه وه، چې بیا يې څو پاکستاني ترهګر پرې راخوشي کړل او هند کوښښ کوي پاکستان په افغانستان کې دومره بوخت وساتي چې هېڅکله يې هند ته فکر هم نه شي او افغانستان کې د پاکستان خلاف رژيم و اوسي بیا له همدې لارې پاکستان هم محاصره کړي.

معکوس پښتونستان؟

پاکستان هم د امریکا او هند دغه نژدېوالی د خپل هېواد پر وړاندې ستراتيژيک خطر بولي، لکه څنګه چې دا خبره د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف بي بي سي سره په یوه مرکه کي کړې وه، په ننګرهار او کندهار کې د هند کونسلګرۍ د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره دي او افغانستان د پاکستان خلاف هند ته په خپله خاوره کې ډېر رول ورکړی.

لکه څنګه د کرزي د حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا بي بي سي سره د خپل نوی کتاب په اړه خبرو کې ویلي، پاکستان په افغانستان کي د “معکوس پښتونستان” د مسالې ملاتړ کوي یعنې غواړي د پاکستان پولې ته نژدې د افغانستان ټول ولایتونه باید د طالبانو په کنټرول کې وي، چې له دې لارې د پاکستان خلاف د هند د پلانونو مخه ډب کړي.

امریکا غواړي پاکستان هم د چین خلاف د امریکا د ستراتيژۍ ملاتړ وکړي او په دې برخه کې هند ځکه د امریکا ملاتړ کوي چې هغه چین خپل ستراتيژيک خطر بولي، خو د امریکا او هند دغه دوستۍ پاکستان نور هم چین ته نژدې کړی او په دې برخه کې له امریکا سره مخالف دی، همدا ددې لامل شوې چې د امریکا او هند خلاف د چین، روسيي، پاکستان او ایران ترمنځ اتحاد جوړ شي.

دا ټول هېوادونه له ترهګرۍ سره د جګړې په نامه افغانستان کې د امریکا حضور د ځانونو لپاره خطر ګڼي او د امریکا جګړه تر پوښتنې لاندې راولي، په ځانکړي ډول د “اسلامي دولت” (داعش) نومې ډلې پيدا کېدل، دوی ادعا لري امریکا ترهګري د دوی خلاف د خپلو ستراتيژيکو موخو لپاره د وسیلې په توګه کاروي.

دوی پوهېږي چې امریکا غواړي د منځنۍ اسیا هېوادو هایدرو کاربوني زېرمو ته لاسرسی پیدا کړي او په دې توګه د روسيې او چین نفوذ په دې هېوادونو باندې کم کړي.

چین هم د نفتو په برخه کې امریکا ته محتاج دی، ځکه اکثره نفت له منځني ختیځ او ایرانه راوړي او د امریکا او چین ترمنځ په شخړه کي امریکا په اسانۍ دغه لار پر چین تړلای شي، نو چین اړ دی، په دې برخه کي ځانته بدیل پیدا کړي چې یوازینی بدیل يې د منځنۍ اسیا نفتي زېرمې دي.

د امریکا لپاره څه کول پکار دي چې د چین او پاکستان د دغه پلان مخه ډب کړي. زما په فکر که پاکستان همداسې یو قوي دولت پاتې شي او همدا پالیسي د امریکا د ګټو خلاف تعقیب کړي، دا به امریکا ته ستره ستراتيژيکه ماتې ورکړي، نو امریکا یوازې یوه لار لري، هغه دا چې پاکستان باید تجزیه کړي او په داخل کي د پاکستان خلاف پاڅونونو ملا وتړي لکه اوس چي يې ایران کې کوي.

د امریکا لخوا د پاکستان پر وړاندې اوسني ګامونه لکه د نظامي مرستو ځنډول یا مالي مرستي بندول، زما په نظر چانې وهل دي چې اصلي موخه یې د چین او پاکستان نژدېوالی دی، نه پاکستان لخوا د اورپکو ملاتړ یا په افغانستان کې د روانې جګړې پای ته رسول.

د لیکوال پيژندنه

احمدشاه انګار سیاست پوه او د سولي او شخړو مطالعاتو متخصص دی، نوموړې ۱۵ کاله کیږي چې په ملي او نړیوالو رسنیو کي کاري تجربه لري. ښاغلي انګار حقوق او سیاسي علمو کي لیسانس  او هندوستان هیواد کي د سولي او شخړو مطالعاتو کي د ماسټرۍ تر کچي زده کړي کړي. او لسګونه علمي مقالې يي د سولي ، شخړو او ستراتژیکو مسایلو په اړه په نړیوالو او ملي رسنیو کي خپرې سوي دي. نوموړي د افغانستان د اساسي قانون د څیړني او تشریح تر عنوان لاندي کتاب هم لیکلي.