کور / سياسي / په غزني کې د کوزې پښتونخوا پښتون وژل شوې تالیب مور ته د اختر مبارکۍ لیک

په غزني کې د کوزې پښتونخوا پښتون وژل شوې تالیب مور ته د اختر مبارکۍ لیک

ليک: فدامحمد باران
مورې سلام! ستا به زړه دردمن وي، د اسلامي تمدن مرکز غزني ښار جګړې کې دې برین واش شوی احمق باغي زوی وژل شوی، داسې وژل شوی چې تسلیت هم درکولای نه شم.
په تا ویر دی، د اختر مبارکي که درته ووایم، غوسه به شې، داسې غوسه چې سره لمبه به درنه پورته شي.
د برین واش شوي زوی مورې! زوی به دې ته هم په جنت، حورو او غلمانو دوکه کړې وې، تا به ورته اجازه نه ورکوله، خو ده به ویل، بس همدا چې شهید شم، جنت ته ځم، هلته حورې دي، غِلمان دي، شېدې دي او د رڼو اوبو چېنې دي.
ته به هم د جنت هوس اخیستې وې، اجازه به دې ور کړي وي.
پوهېږې؟ زوی دې غزني کې تر هر څه لومړی یو هاوان هوار کړ، د کابل پوهنتون د هغې محصلې په کور ولګید، چې سترګې یې کټ مټ لکه ستا د ډاکټرې لور په څېر دي.
کور یې اور واخیست او د کورنۍ ټول غړي یې په کې وسوځیدل.
پوهېږې؟ دا محصله کړېکې کړي، کله مور ته ناره کړې او کله د پلار، پلار چیغې وهي. د موبایل په سکرین یې دا دوه کاله د خپل وړوکي ورور، چې د قران حفظ یې کوه او دوه ویشت سیپارې یې حفظ کړې وې، عکس ثبت کړئ. د موبایل سکرین ته ګورې، کوچني حافظ ورور ته مخاطبیږې، تاسو یې ولې په اور وسوځولی؟ تاسو خو نه کافر وئ او نه مو کوم جرم کړی و؟ ظالمانو له تاسو څه غوښتل؟
د وژل شوي تالیب مورې! دا محصله کړېکې وهي، د ګاونډ د ښځو په هیڅ خبره نه غلې کېږي. ژاړې، وایي مړه دې وای، خو چې وجود خو یې وای، چې کفن او تابوت کې مې خو نغښتلي وای.
ملامته نه ده، ته د یوه زوی، هغه هم باغي او لوچک زوی مرګ دومره ودردولې، چې په هیڅ ډاډګیرنه دې زړه تسلي نه کوي، د هغې خو د کورنۍ ټول غړي سوځیدلي.
مورې! مه وایه چې هغه جهاد کاوه، کفار یې وژل، غزني کې کفار نه شته، ټول مسلمانان دي، ایې ایس ایې او د هغوی لاس پوڅي ملایان تا او ستا زوی ته دروغ وایي چې کفارو سره جګړې کې شهید شوی.
زوی دې دلته یو ښوونځی وسوازوه، د ښوونځي ګناه څه ده؟ هلته قران شریفونه ول، هغه یې هم وسوځول، د قران شریف سوځول په کومه وجه؟
ستا لور چې تعلیم وکړ، ډاکټره شوه، تا او ستا همدې زوی پرې ویاړ نه کوه او په کلي کې هسک سر نه ګرځېدلی؟
د خوارج مورې! پوهېږې؟ زوی دې چې کله د ښار منځ کې د پیکا پایرونه شروع کړل، د یوې بوډۍ مور هغه زوی چې له نیستۍ یې درس پریښود او د یوې ګوله ډوډۍ پیدا کولو لپاره یې ښار کې ریکشا چلوله، ولګید، زوی یې د وروستیو سلګیو پر وخت د مور مور غږ کاوه. ستا خو لور ډاکټره ده، د هغې معاش باندې به ګذارن کوی. دا غزنیچۍ ادې او واړه ماشومان به یې څه خوري او له کومه به یې کوي؟
د وژل شوې تالیب مورې! د هغه شهید دولتي مامور کېسه درته وکړم، چې د فیسبوک پر پاڼه یې د منظور پښتین عکس لګولی؟ که د لوستو تاب یې نه لرې؟
نه! لیکم یې، چې زموږ کړو او مسلمانۍ کې دې شک ختم شي.
دا دولتي مامور چې د ده معاش یې د کورنۍ د روزۍ باعث و، تل به یې د لوی افغانستان نارې وهلې، کوز او بر پښتانه یې نه ویل، ټول یې یو پښتانه او یو وجود بلل. د کوزو پښتنو د پښتون ژغورنې غورځنګ هر شعار او هره غوښتنه یې په ټولنیزو رسنیو ور سره بدرګه کوله او ستاسو لپاره یې د ژوند او عدالت غوښتنه کوله.
دا شهید دولتي مامور چې سهار له کوره راوته، مور یې ورته ویل، چې بد خوب مې لېدلی، نن له کوره مه وځه.
زوی یې ډاډ ورکوه چې هیڅ هم نه کېږي، هر خوب نه ریښتیا کېږي.
د زوی ټینګار یې مور مجبوره کړه، ځکه زوی یې هم مجبور و، که مزدورۍ ته تللی نه وای، مور به یې د شپې بیا نهره ویده کېده. هو! زوی یې تر قران شریف لاندې له دروازې رخصت کړ. دې یې په پر سر قران‌شریف ور نېولی او په قران سپارلی رخصت کړ، خو له دفتره یې ورته سوی لوی زوی ور ولېږه.
که مور یې تر دې وروسته په قرانکریم بې باوره کېږي او یا یې کور کې نه پرېږدي، دا ګناه به هم ستا او ستا د زوی کېږي.هو! مورې! ستا او ستا په څېر د نورو میندو اولادونه چې دلته په جهاد او شهادت پسې راځې داسې ګلان کري. دا کېسې هلته ټولو میندو ته وکړه.
زه باور لرم چې د دې لیک تر لوستو وروسته که درته د چم ګاونډ نورې مېرمنې د خواخوږۍ لپاره راتلې او د زوی د شهادت مبارکې یې درته درکوله، ته به په داسې شهادتو او جهادو لعنت وایې او په ټولو میندو به غاړه خلاصوې چې خپل اولاد ته جهاد ته د تګ اجازه ور نه کړي. تاسو چې اجازه ورنه کړی بیا د حورو لالچ کې دلته بې ګناه مسلمانان نه وژني، هلته ورته خدای په قران کې ویلې چې د مور له اجازې پرته چې څوک جهاد ته وځي، خدای یې شهادت نه قبلوي.
هو! ورته ووایئ چې شېدې ورته نه بښئ، که یې وبښی، دلته د هغې مور د زړه وینې په خپلو تي خورو ماشومانو چې په کلیمه شریفې یې تي ته اچولي وي، څښي.
مورې! هلته زامنو ته ووایئ، چې افغانان مسلمانان دي، تر  نورو ډېر متفاوت او ډېر با عقیدې مسلمانان دي. لسګونه کاله  د نجس او نامرده دښمن له لاسه یو مسلمان د بل مسلمان ورور وینې تویوي. که دې د خیر وس نه رسیږي، لطفاً د شر جوړولو لپاره مه راځئ. تاسو خو ډېر هوښیار وئ، جنت مو بل انسان ته خیر رسولو کې لټوه، اوس ولې د استخاراتي کړیو د کرغیړنو دسیسو ښکار شوئ؟؟؟
مورې! سخته ډېرې خبرې مې په زړه دي، خو اوښکې مې نه پریږدي،د اوس لپاره رخصت اخلم، چې د غزني ویر وژاړم.